Previous chapter

د لاویانو کتاب

اول فصل

سوزېدونکې نذرانه

۱څښتن حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راوغوښت او ورته ویې فرمایل: ۲<اسراییلیانو ته ووایه: کله چې ستاسو څخه یو څوک څښتن ته یوه نذرانه راوړي، هغه دې د خپلې پادې یا رمې څخه یو حیوان د خپلې نذرانې په توګه راوړي. ۳که چېرې هغه د خپلې پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یو داسې غویی راولي چې څه عیب په کې نه وي. هغه باید د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې وړاندې کړي، ترڅو څښتن هغه قبول کړي. ۴هغه به د حیوان په سر باندې خپل لاس کېږدي او دا به د هغه د ګناهونو د لېرې کولو دپاره د کفارې په توګه قبول شي. ۵هغه باید د څښتن په حضور کې غویی حلال کړي او د هارون زامن به چې د کاهنانو په توګه خدمت کوي، د هغه وینه راوړي او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې چې د مقدسې خېمې د دروازې په مخکې ده وشیندي. ۶بیا به د هغه حیوان پوستکی وباسي او ټوټې ټوټې به یې کړي، ۷او کاهنان دې د قربانۍ په ځای باندې لرګي په ترتیب سره کېږدي او اور دې ولګوي. ۸هغوی دې د حیوان ټوټې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۹هغه نفر باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.

۱۰که چېرې هغه نفر له خپلې رمې څخه یو حیوان وړاندې کوي، هغه باید نر وي او څه عیب په کې نه وي. ۱۱هغه باید د څښتن په حضور کې د قربانۍ د ځای شمال خواته حلال کړي او کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي. ۱۲وروسته له دې چې حیوان ټوټې ټوټې شي، کاهن به دا ټولې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي. ۱۳هغه باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې دا قرباني وړاندې کړي او هغه ټول دې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.

۱۴که چېرې هغه یو مارغه د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یوه کوتره یا قمري وي. ۱۵کاهن به هغه په قربانګاه باندې وړاندې کړي، د هغې اورمېږ به تاو کړي او سر به یې د قربانۍ په ځای باندې وسوزوي. د هغې وینه به د قربانۍ د ځای په اړخ کې وڅڅیږي. ۱۶د هغې ججوره به د هرڅه سره لېرې کړي او د قربانۍ د ځای لمرخاته خواته به یې وغورزوي چېرته چې ایرې اچول کیږي. ۱۷د هغې وزرونه به ونیسي او بدن به یې په منځ کې داسې څیري کړي چې وزرونه یې ورڅخه بېل نه شي او بیا به هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.

Previous chapter