د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

څلورم باب

په غلطۍ سره د شوو ګناهونو دپاره نذرانې

۱مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم وکړو ۲چې بنى اِسرائيلو ته ووايه چې کۀ څوک ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ حُکمونه مات کړى، نو هغه به دا قانون منى. ۳کۀ چرې مشر اِمام ګناه وکړى او د هغې په ذريعه خلق ګناهګار شى، نو هغه به يو سخے پېش کوى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى او د خپلې ګناه دپاره به يې مالِک خُدائ ته قربانى کړى. ۴هغه به سخے د مقدسې خېمې دروازې خولې ته راولى، او په سر به ورته خپل لاس کېږدى، او د مالِک خُدائ په حضور کښې به يې هلته حلال کړى. ۵بيا به مشر اِمام د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى. ۶هغه به خپله ګوته په وينه کښې ډُوبه کړى او دا دې اووۀ ځله د مقدسې پړدې مخې ته وشيندى. ۷بيا به هغه لږه وينه په خېمه کښې د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرو باندې ولګوى. هغه به پاتې شوې وينه د سوزېدونکې نذرانو قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده. ۸هغه به د دې سخى نه ټوله وازګه واخلى، هغه وازګه کومه چې په کولمو باندې وى، ۹پښتورګى او کومه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه. ۱۰اِمام به دا وازګه واخلى او د سوزېدونکې نذرانو په قربان‌ګاه باندې به يې وسوزوى، هم هغه شان لکه چې کوم عمل د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګې سره کوى. ۱۱خو هغه به د دې څرمن، ټوله غوښه، سر، پښې، دنننى اندامونه سره د کولمو، ۱۲دا هر څۀ به د خېمو نه بهر هغه پاک ځائ ته يوسى چرته چې ايره غورزولے کيږى، نو هلته دې يې هغه د لرګو په اور باندې وسوزوى. ۱۳کۀ چرې د اِسرائيلو ټول قوم ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى، ۱۴بيا چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو قوم به د ګناه د نذرانې په توګه يو سخے راولى. هغوئ به دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې ته راولى، ۱۵د قوم مشران به د دې په سر خپل لاسونه کېږدى او سخے دې هلته حلال کړے شى. ۱۶مشر اِمام به د سخى لږه وينه واخلى او خېمې ته به يې دننه يوسى، ۱۷خپله ګوته دې په وينه کښې ډُوبه کړى او هغه دې اووۀ ځله د مالِک خُدائ په حضور کښې د پړدې په مخکښې وشيندى. ۱۸هغه به لږه وينه د خوشبويۍ د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى چې دا د مالِک خُدائ په حضور کښې دننه په خېمه کښې ده او پاتې شوې وينه دې د سوزېدونکې نذرانې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى، کومه چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ده. ۱۹بيا به هغه د سخى ټوله وازګه واخلى او په قربان‌ګاه به يې وسوزوى. ۲۰هغه به د دې سخى سره هم هغه شان وکړى لکه څنګه چې هغۀ د ګناه د نذرانې د سخى سره کړى وُو، نو داسې به اِمام د خلقو د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف شى. ۲۱بيا به هغه سخے د خېمو نه بهر يوسى او وبه يې سوزوى، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره پېش کړے شوے سخے سوزوى. دا نذرانه د قوم د ګناه د کفارې دپاره ده. ۲۲کۀ يو مشر ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى، ۲۳او چې د خپلې ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يو چېلے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲۴هغه به خپل لاس د چېلى په سر کېږدى او د قربان‌ګاه هغه طرف ته به يې حلال کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې ځناور حلالولے شى. دا د ګناه د لرې کولو نذرانه ده. ۲۵اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا دې د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه دې د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى. ۲۶بيا به هغه د دې ټوله وازګه په قربان‌ګاه باندې وسوزوى، لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور وازګه سوزوى. داسې به اِمام د هغه مشر دپاره د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى. ۲۷کۀ يو عام کس ګناه وکړى او په غلطۍ سره د مالِک خُدائ د حُکمونو نه د يو حُکم ماتولو په وجه ګناهګار شى، ۲۸نو چې څنګه د ګناه پته ورته ولګى، نو هغه به د خپلې نذرانې په توګه يوه چېلۍ راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲۹هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. ۳۰اِمام به خپله ګوته د دې ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، دا به د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې ولګوى او پاتې شوې وينه به د قربان‌ګاه په بېخ کښې توئ کړى. ۳۱بيا به هغه ټوله وازګه ترې نه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه لرې کولے شى او هغه به دا په قربان‌ګاه باندې وسوزوى ځکه چې په مالِک خُدائ دا خوشبو ښۀ لګى. نو داسې به اِمام د هغه کس د ګناه کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى. ۳۲کۀ يو کس د ګناه د نذرانې دپاره د ګډو نه څۀ راولى، نو هغه دې يوه ګډه وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۳۳هغه به خپل لاس د دې په سر کېږدى او د قربان‌ګاه په هغه طرف به يې حلاله کړى، چرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره ځناور حلاليږى. ۳۴اِمام به خپله ګوته د ځناور په وينه کښې ډُوبه کړى، د قربان‌ګاه په ښکرونو پورې دې دا وينه ولګوى او پاتې شوې وينه به هغه د دې په بېخ کښې توئ کړى. ۳۵بيا به هغه د دې ټوله وازګه لرې کړى، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې دپاره حلال شوى ځناور نه وازګه لرې کيږى او هغه به په اور سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى کوم چې مالِک خُدائ ته پېش کيږى. داسې به اِمام د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړى او هغه به معاف شى.