د ليويانو کِتاب - د تورات شريف درېم کِتاب

درېم باب

د سلامتۍ نذرانې

۱کله چې څوک خپل يو څاروے د سلامتۍ د نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يو داسې غوَيے يا غوا وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۲هغه کس به خپل لاس د هغه ځناور په سر کېږدى او د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې به يې حلال کړى. د هارون د خاندان اِمامان به هغه وينه د قربان‌ګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى ۳او هغه دې د هغه ځناور دا حِصې مالِک خُدائ ته په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى. په دې کښې به په کولمو باندې ټوله وازګه، ۴پښتورګى او په هغې باندې چې څومره وازګه وى او د اينې ښۀ حِصه هم وى. ۵اِمامان به دا هر څۀ د سوزېدونکې نذرانو سره په قربان‌ګاه باندې وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۶کۀ چرې د رَمې نه د سلامتۍ د نذرانې په توګه څۀ پېش کولے شى، کۀ هغه نر وى يا ښځه، خو چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۷کۀ يو کس يو ګډُورے پېش کوى، ۸نو هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې هغه حلال کړى. اِمامان به د هغۀ وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى ۹او مالِک خُدائ ته دې د هغه ځناور دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې د ټول لم وازګه چې د ملا د هډُوکى سره نزدې پرې کړے شوې وى، هغه ټوله وازګه چې په کولمو پرته وى، ۱۰پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم. ۱۱بيا به اِمام دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته وسوزوى. ۱۲کۀ يو کس چېلۍ پېش کوى، ۱۳هغه دې خپل لاس ورله په سر کېږدى او د خېمې مخې ته دې حلاله کړى. اِمامان به د دې وينه د قربان‌ګاه په څلورو واړو طرفونو باندې وشيندى ۱۴او مالِک خُدائ ته دې دا حِصې په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى يعنې هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وى، ۱۵پښتورګى او هغه وازګه چې ورباندې پرته وى او د اينې ښۀ حِصه هم. ۱۶اِمام به دا هر څۀ په اور سوزېدونکې نذرانې په توګه وسوزوى، دا به په مالِک خُدائ باندې يو ښۀ لګېدونکے بوئ وى. د قربانۍ ټوله وازګه د مالِک خُدائ ده. ۱۷يو بنى اِسرائيلے به هم وازګه او وينه نۀ شى خوړلے، بنى اِسرائيل چې چرته هم اوسيږى نو ټول به دا قانون د تل دپاره منى.