0:00 / 0:00

د قاضيانو کِتاب

پينځم باب

د دبوره او برق حمد

۱ په هغه ورځ دبورې او د ابى‌نوعم زوئ برق دا حمد ووئيلو، ۲ ”د مالِک خُدائ ثناء دې وى. مشرانو د بنى اِسرائيلو لارښودنه وکړه، او خلقو په خوشحالۍ سره ځانونه پېش کړل. ۳ واورئ اے بادشاهانو، حکومت کوونکو غوږ ونيسئ. زۀ به د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړم او ساز به وغږوم هغه مالِک خُدائ ته چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. ۴ مالِکه خُدايه، کله چې تۀ د سعير د غرونو نه لاړې، کله چې تۀ د ادوم د علاقې نه راووتلې، زمکه ولړزېدله او د آسمان نه باران وورېدلو. آو، اوبۀ د وريځو نه راتوې شوې. ۵ د سينا مالِک خُدائ په وړاندې غرونه ولړزېدل، د مالِک خُدائ په وړاندې چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے. ۶ د عنات زوئ شمجر په وخت کښې، د ياعيل په وخت کښې، قافلې په زمکه کښې نورې نۀ تلې، او مسافر په تاو راتاو لارو باندې تلل. ۷ د بنى اِسرائيلو کلى پرېښودلے شول، او دا خالى پاتې شول تر دې پورې چې دبوره د بنى اِسرائيلو د مور په شان راپېدا شوه. ۸ بيا په هغه مُلک کښې جنګ وو کله چې بنى اِسرائيلو نوى معبودان خوښ کړل. د بنى اِسرائيلو په څلوېښتو زرو سړو کښې، داسې څوک نۀ وُو چې هغوئ ډال يا نېزه وړے وې. ۹ زما زړۀ د بنى اِسرائيلو د مشرانو سره تړلے دے د هغه کسانو سره چې خپل ځانونه د جنګ دپاره پېش کول. د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. ۱۰ ووايئ تاسو چې په سپينو خرونو باندې سورلى کوئ، او تاسو په ښو قالينونو باندې کښېنئ، او تاسو په لاره باندې پېدل مزل کوئ. ۱۱ د اوبو په ګودرو کښې د سندرغاړو آواز واورئ. هغوئ د مالِک خُدائ فتحې بيانوى، چې د بنى اِسرائيلو فتحې دى. بيا د مالِک خُدائ خلق د ښار د دروازو طرف ته روان شول. ۱۲ پاڅه، پاڅه. دبورې، پاڅه او يوه سندره ووايه، د ابى‌نوعم زويه برقه، پاڅه، خپل قېديان روان کړه. ۱۳ بيا پاتې شوى مشران راکوز شول، د مالِک خُدائ خلق د طاقتورو خِلاف راکوز شول. ۱۴ هغوئ د اِفرائيم نه مېدان ته راغلل، د بنيامين په قبيله او د هغوئ په خلقو پسې. مشران د مکير نه راکوز شول، او آفسران د زبولون نه. ۱۵ د يساکار مشران د دبورې سره راغلل، يساکار او برق هم راغلل، او هغوئ په مېدان کښې په هغۀ پسې روان وُو. خو د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى. ۱۶ هغوئ ولې د ګډو سره وروستو پاتې شول؟ چې شپانو ته غوږ ونيسى چې رَمو ته آوازونه کوى؟ آو، د روبين قبيله شش او پنج کښې شوه، هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې راشى. ۱۷ د جاد قبيله د اُردن نمرخاتۀ طرف ته پاتې شوه، او د دان قبيله د سمندرى جهازونو سره ولې پاتې شوه؟ د آشر قبيله د سمندر په غاړه پاتې شوه، هغوئ د سمندر په غاړه پاتې شول. ۱۸ خو د زبولون او نفتالى خلقو خپل ژوند د جنګ مېدان په خطره کښې واچولو. ۱۹ په تعنک کښې، د مِجدو نِهر سره، بادشاهان راغلل او هغوئ جنګ وکړو، د کنعان بادشاهانو جنګ وکړو، خو هغوئ سپين زر لوټ نۀ کړل. ۲۰ د آسمان نه ستورو جګړه کوله، څنګه چې هغوئ په آسمان کښې حرکت کولو، ستورو د سِسيرا خِلاف جګړه وکړه. ۲۱ په قيسون کښې يو سېلاب هغوئ يوړل د قيسون تېز درياب هغوئ په مخه کړل. زۀ به روان شم او د طاقت سره به روان يم. ۲۲ بيا آسونه په منډه راغلل، او د خپلو پښو د سومونو نښې يې په زمکه باندې جوړې کړې. ۲۳ د مالِک خُدائ فرښته فرمائى، ”د ميروز په خلقو دې لعنت وى، په هغوئ دې سخت لعنت وى. ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په جنګ کښې د مدد دپاره رانۀ غلل، هغوئ د تکړه جنګ کوونکو خِلاف د مالِک خُدائ مدد ونۀ کړو.“ ۲۴ ياعيل د ټولو ښځو نه بختوره ده، چې د قينى حِبر ښځه ده، د ټولو نه بختوره ښځه چې په خېمو کښې اوسيږى. ۲۵ سِسيراه اوبۀ وغوښتلې، خو هغې پئ ورکړل، هغې په يو ښُکلى جام کښې ورله شُملې راوړې. ۲۶ هغې په يو لاس کښې د خېمې موږے راوړو، او په بل لاس کښې د مزدور څټک، هغې سِسيرا ووهلو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه، او تندے يې ورله سورے سورے کړو. ۲۷ د هغې په پښو کښې راپرېوتلو، وغورزېدلو او د هغې پښو کښې پروت وو. د هغې په پښو کښې لاندې پرېوتو، هغه په زمکه وغورزېدلو او مړ شو. ۲۸ د سِسيرا مور د کړکۍ د جالۍ نه بهر نظر واچولو، هغې تپوس وکړو، ”د هغۀ ګاډۍ ولې دومره ناوخته کړو؟ مونږ ولې د هغۀ د ګاډۍ آواز نۀ اورو؟“ ۲۹ هوښيارو ښځو جواب ورکړو، بلکې هغې به ځان ته په خپله بيا بيا دا وئيل، ۳۰ ”هغوئ لوټ شوے مال تقسيموى، د هر فوجى دپاره يوه يا دوه ښځې، د سِسيرا دپاره به رنګ شوې جامې وى، آو، هغه ښې ګُلکارى شوې ټوکړې چې زما د غاړې دپاره دى.“ ۳۱ مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“

او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.