0:00 / 0:00

د قاضيانو کِتاب

څلورم باب

دبوره او برق

۱د اهُود د مرګ نه پس، بنى اِسرائيلو بيا د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه. ۲نو مالِک خُدائ هغوئ يو کنعانى بادشاه يابين ته حواله کړل، چا چې د حصور په ښار کښې بادشاهى کوله. د هغۀ د لښکر مشر سِسيرا وو، کوم چې په حروست هګوئيم کښې اوسېدو. ۳د يابين نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ وې او هغۀ د ظلم زياتى سره شل کاله په بنى اِسرائيلو حکومت وکړو. بيا بنى اِسرائيلو د مدد دپاره مالِک خُدائ ته فرياد وکړو. ۴نو د لفيدوت ښځه، دبوره يوه پېغمبره وه او په هغه وخت کښې هغې د يو قاضى په توګه د بنى اِسرائيلو خِدمت کولو. ۵هغه به د اِفرائيم غرونو په مُلک کښې د راما او بيت‌ايل په مينځ کښې د کجورې يوې خاص ونې لاندې کښېناسته او بنى اِسرائيل به هلته د فېصلو کولو دپاره ورتلل. ۶يوه ورځ هغې په نفتالى کښې د قادِس ښار د ابى‌نوعم زوئ برق راوغوښتلو او ورته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ، د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک تا له دا حُکم درکړے دے چې د نفتالى او زبولون قبيلو نه لس زره سړى روان کړه او د تبور غر ته يې بوځه. ۷زۀ به د يابين د لښکر مشر سِسيرا وغولوم چې د قيسون سيند سره ستا خِلاف جنګ وکړى. د هغۀ سره به خپلې ګاډۍ او فوجيان وى، خو زۀ به تا له په هغۀ باندې فتح درکړم.“ ۸برق جواب ورکړو، ”کۀ تۀ ما سره ځې نو زۀ به لاړ شم، خو کۀ تۀ راسره نۀ ځې، نو بيا زۀ هم نۀ ځم.“ ۹هغې جواب ورکړو، ”ټيک ده، زۀ به تا سره لاړه شم، خو په دې منصوبه کښې به تا ته عزت نۀ ملاويږى، ځکه چې مالِک خُدائ به سِسيرا يوې ښځې ته حواله کړى.“ نو دبوره د برق سره قادِس ته روانه شوه. ۱۰برق د زبولون او نفتالى قبيلې قادِس ته راوغوښتلې او لس زره سړى په هغۀ پسې روان وُو. دبوره د هغۀ سره لاړه. ۱۱په دې دوران کښې قينى حِبر په ضعننيم کښې د څېړۍ ونې سره نزدې د قادِس سره خپله خېمه لګولې وه. هغه د نورو قينيانو نه لرې تلے وو، چې هغوئ د موسىٰ د اوخى حوباب اولاد وو. ۱۲کله چې سِسيرا خبر شو چې برق د تبور غرونو ته ختلے دے، ۱۳نو هغۀ خپلې نهۀ سوه د اوسپنې ګاډۍ او ټول سړى راوغوښتل او هغوئ يې د حروست هګوئيم نه د قيسون سيند ته ولېږل. ۱۴دبورې برق ته ووئيل، ”لاړ شه. مالِک خُدائ به ستا لارښودنه کوى، نن هغۀ تا له په سِسيرا باندې فتح درکړې ده.“ نو برق د خپلو لسو زرو سړو سره د تبور غر نه راکوز شو. ۱۵کله چې برق او د هغۀ لښکر حمله وکړه، نو مالِک خُدائ سِسيرا د خپلو ټولو جنګى ګاډو او سړو سره په وارخطايۍ آخته کړل. سِسيرا د خپلې ګاډۍ نه راټوپ کړل او پېدل وتښتېدو. ۱۶برق تر حروست هګوئيم پورې په ګاډو او لښکر پسې وو او د سِسيرا ټول لښکر ووژلے شو. يو سړے هم پاتې نۀ شو. ۱۷سِسيرا د قينى حِبر ښځې ياعيل خېمې ته وتښتېدو، ځکه چې د حصور بادشاه يابين د حِبر د خاندان سره د امن تړون وو. ۱۸ياعيل د سِسيرا سره مِلاوېدو دپاره راووتله او ورته يې ووئيل، ”صاحِبه، دننه راشه، زما خېمې ته دننه راشه. مۀ يرېږه.“ نو هغه دننه راغلو او هغه يې په بستره کښې پټ کړو. ۱۹هغۀ هغې ته ووئيل، ”زۀ تږے يم، ما له لږې اوبۀ راکړه.“ نو هغې د پيو مشکيزه کولاو کړه، پئ يې په هغۀ وڅښل او بيا يې پټ کړو. ۲۰بيا هغۀ ورته ووئيل، ”د خېمې د دروازې په خولۀ کښې ودرېږه، چې څوک راځى او تپوس کوى چې دلته څوک شته، نو ورته وايه چې نشته.“ ۲۱سِسيرا ډېر ستړے وو او په خوږ خوب اودۀ شو. نو ياعيل څټک او د خېمې موږے واخستلو، غلې شان هغۀ له ورغله، هغې ورله موږے د تندى نه پورې غاړه وويستلو او موږے په زمکه کښې هم ښخ شو او هغه مړ شو. ۲۲کله چې برق په سِسيرا پسې وو نو ياعيل مِلاوېدو دپاره ورووتله او ورته يې ووئيل، ”دلته راشه. زۀ به تا ته هغه سړے وښايم چې تۀ يې ګورې.“ نو هغه د هغې سره دننه لاړو او سِسيرا هلته په زمکه مړ پروت وو چې په تندى کښې يې د خېمې موږے ټک وهلے شوے وو. ۲۳په هغه ورځ خُدائ پاک بنى اِسرائيلو له په کنعانى بادشاه يابين باندې فتح ورکړه. ۲۴بنى اِسرائيل په هغۀ باندې دومره زورَور شول چې تباه يې کړو.