0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

څلورم باب

د يادګار کاڼى ودرول

۱کله چې ټول قوم د اُردن د سيند نه واوړېدو نو مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ۲”د دولسو قبيلو نه يو يو سړے خوښ کړه ۳او هغوئ له حُکم ورکړه چې د اُردن د سيند د مينځ نه دولس کاڼى راواخلى هم هغه ځائ نه چرته چې اِمامان ولاړ وُو، دوئ ته ووايه چې دا کاڼى د ځان سره يوسى او هلته يې کېږدى چرته به چې نن شپه خېمې لګوئ.“ ۴بيا يشوَع هغه دولس سړى راوغوښتل کوم چې هغۀ د هرې يوې قبيلې نه خوښ کړى وُو ۵او ورته يې وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک د لوظ صندوق په وړاندې د اُردن سيند مينځ ته لاړ شئ. په تاسو کښې هر يو کس به يو يو کاڼے اوچتوى او د بنى اِسرائيلو د دولسو قبيلو دپاره به يو يو کاڼے په اوږه باندې اوړئ، ۶دا کاڼى به خلقو ته رايادوى چې مالِک خُدائ څۀ کړى وُو. په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو ماشومان ستاسو نه تپوس کوى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے ۷نو تاسو به ورته وايئ چې کله د مالِک خُدائ د لوظ صندوق هلته نه تېرېدو نو د اُردن سيند اوبۀ بهېدل بند شوى وُو. دا کاڼى به د همېشه دپاره د بنى اِسرائيلو يو يادګار وى.“ ۸سړو د يشوَع په حُکمونو عمل وکړو او څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته حُکم کړے وو هغوئ د اُردن سيند مينځ نه دولس کاڼى واخستل د بنى اِسرائيلو د هرې يوې قبيلې دپاره يې يو يو اوچت کړو د خېمو ځائ ته يې يوړل او هلته يې کېښودل. ۹يشوَع د اُردن سيند په مينځ کښې د دولسو کاڼو يو بل يادګار ودرولو چرته چې د لوظ صندوق وړُونکى اِمامان ولاړ وُو. هغه کاڼى تر ننه پورې هلته دى. ۱۰هغه اِمامان چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو د اُردن سيند په مينځ کښې تر هغې پورې ولاړ وُو چې خلقو هغه هر څۀ وکړل چې مالِک خُدائ يې يشوَع ته حُکم کړے وو، او څنګه چې موسىٰ هم د دې حُکم کړے وو. خلق په تېزۍ د سيند نه واوړېدل. ۱۱کله چې هغوئ ټول بلې غاړې ته واوړېدل نو اِمامان چې د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو د خلقو په مخکښې پورې وتل. ۱۲د موسىٰ د وېنا په مطابق د روبين، جاد او د منسى د نيمې قبيلې سړى د وسلې سره د نورو خلقو نه مخکښې روان وُو او پورې وتل. ۱۳تقريباً څلوېښت زره سړى سره د وسلې د مالِک خُدائ په حضور کښې يريحو سره نزدې مېدان ته لاړل. ۱۴په هغه ورځ مالِک خُدائ يشوَع د ټولو بنى اِسرائيلو په نظر کښې عزتمند کړو، هغوئ د هغۀ ټول عُمر هم هغه شان عزت کولو لکه چې څنګه يې د موسىٰ کړے وو. ۱۵بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل چې، ۱۶”هغه اِمامانو له حُکم ورکړه چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے دے چې د اُردن د سيند نه بهر راوځى.“ ۱۷نو يشوَع اِمامانو له حُکم ورکړو، ”د اُردن سيند نه راوځئ.“ ۱۸هغه اِمامان چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق يې اوچت کړے وو چې کله د سيند د تل نه اوچې زمکې ته راوختل نو د اُردن په سيند کښې اوبۀ روانې شوې او د مخکښې په شان په موج کښې بهېدلې. ۱۹د وړومبۍ مياشتې په لسمه ورځ خلق د اُردن سيند نه پورې وتل او په جِلجال کښې يې خېمې ولګولې چې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته دے. ۲۰د اُردن سيند نه چې کوم دولس کاڼى اخستے شوى وُو نو يشوَع هلته ډېرے کړل. ۲۱او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”په راتلونکى وختونو کښې چې کله ستاسو بچى درنه تپوس وکړى چې د دې کاڼو مطلب څۀ دے، ۲۲نو تاسو به ورته د هغه وخت په حقله ووايئ چې کله بنى اِسرائيل د اُردن په سيند کښې په اوچه زمکه تېر شوى وُو. ۲۳هغوئ ته ووايئ چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک د اُردن سيند تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ ترې نه واوړېدلو لکه څنګه چې هغۀ بحرِقُلزم تر هغې پورې اوچ کړے وو چې مونږ اوړېدلى نۀ وُو، ۲۴او د دې په وجه به د دُنيا ټولو قومونو ته پته ولګى چې د مالِک خُدائ په لاس کښې قُدرت دے او تاسو به د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک نه د همېشه دپاره يرېږئ.“