Previous chapter

د حضرت يشوَع کِتاب

اول باب

د خُدائ پاک حضرت يشوَع له د کنعان د فتح کولو حُکم ورکول

۱د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ د مرګ نه پس مالِک خُدائ د موسىٰ مددګار د نون زوئ يشوَع سره کلام وکړو. ۲هغۀ وفرمائيل، ”زما خِدمت کوونکے موسىٰ مړ دے نو اوس تۀ او اِسرائيليان تيار شئ او د اُردن د سيند نه پورې غاړه هغه زمکې ته واوړئ چې زۀ به يې تاسو له درکوم. ۳چې زۀ به هر هغه ځائ تاسو له درکوم چې چرته تاسو قدم ږدئ هم هغه شان لکه څنګه چې ما د موسىٰ سره وعده کړې وه. ۴ستاسو علاقه به په جنوب کښې د بيابان نه واخله په شمال کښې د لبنان غرونو پورې، نمرخاتۀ طرف د فرات د لوئ سيند نه واخله، نمرپرېواتۀ طرف ته د مديترانى د سمندر پورې خوره وى چې په دې کښې به د حِتيانو ټول مُلک شامل وى. ۵يشوَع چې تر کومې پورې تۀ ژوندے يې هيڅ څوک به تا له شکست نۀ شى درکولے. زۀ به ستا هغه شان مل يم لکه څنګه چې د موسىٰ مل وم. زۀ به کله هم تاسو سره بې‌وفائى ونۀ کړم او نۀ به مو يواځې پرېږدم. ۶تکړه او زړَور اوسه ځکه کله چې دوئ هغه زمکه قبضه کوى نو تۀ به د هغوئ مشر يې، هغه زمکه چې ما د دوئ پلار نيکۀ سره د هغې لوظ کړے وو. ۷تکړه او زړَور اوسه او په هغه ټول شريعت باندې عمل کوه چې زما خِدمت کوونکى موسىٰ تا له درکړے دے. د هغې نه يو خوا بل خوا مۀ اوړه او بيا چې هر چرته هم تۀ ځې نو کامياب به يې. ۸ستاسو په خولۀ دې د شريعت دا کِتاب خبرې همېشه وى. شپه او ورځ په دې غور کوئ. او چې په دې کښې څۀ ليکلى دى نو په هغې ښۀ عمل کوئ. نو تاسو به کامياب يئ. ۹دا ياد ساته چې ما تا ته حُکم کړے وو چې تکړه او زړَور اوسه. يرېږه مه او چې بې‌حوصلې نۀ شې، ځکه چې تۀ هر چرته هم ځې نو زۀ مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک به ستا مل يم.“

د حضرت يشوَع بنى اِسرائيلو له حُکمونه ورکول

۱۰بيا يشوَع مشرانو له حُکم ورکړو چې، ۱۱”په کېمپ کښې وګرځئ او خلقو ته ووايئ چې، څۀ خوراک تيار کړئ ځکه چې درې ورځې پس به تاسو د اُردن سيند نه واوړئ او هغه مُلک به قبضه کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى.“ ۱۲يشوَع د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې ته وفرمائيل، ۱۳”هغه څۀ مۀ هېروئ چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو ته فرمائيلى وُو چې، ”مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو له د آرام ځائ درکړى او هغه به تاسو له دا زمکه درکړى.“ ۱۴ستاسو ښځې، ماشومان او څاروى به په هغه زمکه باندې پاتې شى چې موسىٰ د اُردن سيند بلې غاړې ته تاسو له درکړې ده. خو ستاسو تکړه لښکر به سره د وسلې د بنى اِسرائيلو وروڼو د مدد دپاره مخکښې روان وى، ۱۵تر دې چې مالِک خُدائ هغوئ او تاسو له هم آرام درکړى او چې هغوئ هغه زمکه ونيسى چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک هغوئ له ورکړې ده. نو بيا به تاسو خپل هغه مُلک ته راشئ او قبضه به يې کړئ چې د اُردن سيند نه اخوا نمرخاتۀ طرف ته دے، کوم چې د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ تاسو له درکړے دے.“ ۱۶هغوئ يشوَع ته ووئيل، ”مونږ به هغه هر څۀ کوُو چې تۀ يې مونږ ته حُکم کوې او هر چرته مو چې لېږې نو مونږ به ځُو. ۱۷مونږ به ستا په خبره عمل کوُو لکه څنګه مو چې همېشه د موسىٰ خبره منلې ده. او مالِک خُدائ ستا خُدائ پاک دې ستا هغه شان مل وى لکه څنګه چې هغه د موسىٰ مل وو. ۱۸او څوک هم چې ستا د حُکمونو نه بغاوت کوى او ستا په خبرو باندې عمل نۀ کوى نو مړ به کړے شى. نو بس تۀ تکړه او زړَور اوسه.“

Previous chapter