د حزقیال نبي کتاب

دولسم فصل

د یهودا د جلاوطنۍ نښه

۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، ته د سرکښه قوم په منځ کې اوسېږې. هغوی سترګې لري، خو هېڅ شی نه ویني او هغوی غوږونه لري خو هېڅ هم نه اوري، ځکه چې هغوی سرکښه قوم دی.

۳ نو اوس ای فاني انسانه، لکه د یو جلاوطن په شان خپل د سفر سامان تیار کړه او د ورځې له خوا حرکت وکړه. پرېږده چې ټول دې ووینې چې ته روان شوې او بل ځای ته لاړې. کېدای شي چې دغه سرکښه قوم ستا دې کار ته پام وکړي. ۴ په رڼا ورځ دې خپل د جلاوطنۍ سامان دباندې وباسه، ترڅو هغوی تا وویني. بیا ته په ماښام کې د هغه چا په شان چې جلاوطنۍ ته روان وي، حرکت وکړه او پرېږده چې هغوی تا وویني. ۵ د هغوی په مخکې د خپل کور دېوال سوری کړه او خپل د جلاوطنۍ سامان دې د هغې لارې نه وباسه. ۶ خپل پنډ دې د هغوی په مخکې په خپلو اوږو باندې کېږده او په تیاره کې یې دباندې یوسه. خپل مخ پټ کړه، ترڅو هغه ځمکه ونه وینې چې ته یې پرېږدې. ستا دا کار به د اسراییلیانو دپاره د خبردارۍ یوه نښه وي.»

۷ لکه څنګه چې څښتن راته ویلي وو ما هماغسې وکړل. ما د یو جلاوطني په شان خپل د سفر سامان د ورځې له خوا دباندې وویست. بیا د ماښام په تیاره کې مې په خپلو لاسونو باندې دېوال سوری کړ او د سفر د سامان سره ووتلم. هغوی ټولو کتل چې ما خپل پنډ په اوږو کړ او په تیاره کې لاړم.

۸ سبا سهار څښتن ماته وویل: ۹ «ای فاني انسانه، ایا د اسراییلو سرکښه قوم ستا څخه پوښتنه ونه کړه چې ته څه کوې؟ ۱۰ هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی هغوی ته داسې وایم. دا پیغام د اورشلیم د پاچا او د هغو ټولو اسراییلیانو په اړه دی چې هلته اوسیږي. ۱۱ هغوی ته ووایه چې تا چې څه کړي دي، دا هغه نښه ده چې د هغوی سره به هم همداسې کیږي. هغوی به مهاجر شي او اسیران به شي. ۱۲ کوم پاچا چې په هغوی باندې حکومت کوي، هغه به هم خپل پنډ په تیاره کې په خپلو اوږو باندې کېږدي او د دېوال د هغه سوري له لارې به وتښتي چې هغوی یې د هغه دپاره وباسي. هغه به خپل مخ پټ کړي، ترڅو هغه ځمکه ونه ویني چې پرېږدي یې. ۱۳ خو زه څښتن به په هغه باندې خپل جال خپور کړم او په کې راګېر به یې کړم. بیا به زه هغه د بابل هېواد ته بوځم، خو هغه به دا هېواد ونه ویني او هلته به مړ شي. ۱۴ زه به د هغه د دربار ټول خلک، د هغه مشاوران او لښکرې هرې خواته خورې ورې کړم او زه به هغوی په خپلې تورې سره تعقیب کړم. ۱۵ کله چې مې هغوی په نورو قومونو او وطنونو کې خواره واره کړل، نو بیا به پوه شي چې زه څښتن یم. ۱۶ خو زه به د هغوی نه لږ خلک د جنګ، قحطۍ او وبا نه ژوندي پرېږدم، نو هغوی چې کومو هېوادنو ته ځي، په خپلو ناوړو او د کرکې وړ عملونو باندې به اقرار وکړي. بیا به په دې پوه شي چې زه څښتن یم.»

د وېرېدونکي پیغمبر نښه

۱۷ څښتن ماته وویل: ۱۸ «ای فاني انسانه، خپله ډوډۍ دې په وېره او لړزېدلو وخوره او اوبه دې په وېره او رېږدېدلو وڅښه. ۱۹ د اسراییلو خلکو ته ووایه چې دا هغه پیغام دی چې د څښتن تعالی له خوا د اورشلیم د هغو خلکو دپاره دی چې تر‌اوسه پورې د اسراییلو په هېواد کې اوسیږي. هغوی به له وېرې سره ډوډۍ وخوري او له سختې وېرې سره به اوبه وڅښي. د هغوی وطن به شاړ پروت وي، ځکه چې اوسېدونکي یې ظالمان دي. ۲۰ کوم ښارونه چې اوس اباد دي، هغه به وران شي او هغه وطن به د خلکو څخه خالي شي. بیا به هغوی پوه شي چې زه څښتن یم.»

د څښتن د کلام زر پوره کېدل

۲۱ څښتن ماته وویل: ۲۲ «ای فاني انسانه، د اسراییلو خلک دا متل ولې په تکرار سره وایي: ‹وخت تېریږي او هره پېشګویي نه رښتیا کیږي›؟ ۲۳ اوس هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی به دا متل باطل کړم. دا متل به نور په اسراییلو کې نه ویل کیږي. هغوی ته ووایه چې هغه وخت رارسېدلی دی او هغه ټولې پېشګویانې رښتیا کیږي! ۲۴ نور به د اسراییلو په خلکو کې د دروغو رویاګانې یا د غوړه‌مالۍ پېشګویانې نه کیږي. ۲۵ ځکه زه څښتن به د هغوی سره خبرې وکړم او څه چې وایم هماغسې به کیږي. په هغه کې به نور ځنډ نه رامنځته کیږي. ای سرکښه قومه، ستاسو په ژوند کې چې زه د هر شي په هکله خبرې کوم، هغه به سرته رسوم. څښتن تعالی داسې ویلي دي.»

۲۶ نو بیا څښتن ماته وویل: ۲۷ «ای فاني انسانه، اسراییلیان فکر کوي چې ستا رویاګانې او پېشګویانې ډېر وروسته رښتیا کیږي. ۲۸ نو هغوی ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زما په کلام کې به نور کوم ځنډ نه رامنځته کیږي. څه چې ما وویل، نو هغه به خامخا کیږي. ما څښتن داسې وویل!›»