د حزقیال نبي کتاب

یوولسم فصل

د اسراییلو د مشرانو په هکله قضاوت کول

۱ د خدای روح زه راپورته کړم او د څښتن د کور ختیځې دروازې ته یې بوتلم. هلته مې دروازې ته نژدې پنځه ویشت سړي ولیدل چې په هغو کې د قوم دوه مشران یعنې د عزور زوی یازنیا او د بنایاه زوی فلتیا هم شامل وو. ۲ څښتن ماته وویل: «ای فاني انسانه، دا خلک بد پلانونه جوړوي او په ښار کې خلکو ته بدې مشورې ورکوي. ۳ هغوی وایي: ‹مونږ به زر بیا کورونه جوړ کړو. دا ښار د دېګي په شان دی چې په اور باندې ایښی وي او مونږ لکه د غوښې په شان یو، خو لږ تر لږه هغه دېګ مونږ په اور کې د سوځېدلو څخه ساتي.› ۴ نو ای فاني انسانه، د هغوی په ضد نبوت وکړه! د هغوی په ضد پېشګویي وکړه!»

۵ بیا په ما باندې د څښتن روح نازل شو او څښتن ماته وویل چې زه داسې وایم: «ای د اسراییلو خلکو، زه پوهېږم چې ستاسو په ذهن کې کوم خیالونه دي. ۶ تاسو په ښار کې دومره زیات خلک وژلي دي چې کوڅې د مړو نه ډکې دي.

۷ نو زه څښتن تعالی تاسو ته داسې وایم چې دا ښار په رښتیا هم د اوسپنې یو دېګی دی، خو غوښه یې د هغو خلکو ده چې تاسو وژلي دي! نو زه به تاسو د ښار څخه دباندې وباسم! ۸ زه داسې هم وایم چې تاسو د جنګ څخه وېرېږئ، خو زه به ستاسو دښمنان پرېږدم چې په تاسو باندې حمله وکړي. ۹ زه به تاسو د ښار نه وباسم او پردیو خلکو ته به مو په لاس ورکړم. زه به تاسو محاکمه او سزا به درکړم، ۱۰ تاسو به په خپل وطن کې په جنګ کې ووژل شئ. بیا به هرڅوک په دې پوه شي چې زه څښتن یم. ۱۱ دا ښار به د هغه دېګي په شان چې غوښه په کې ساتل کیږي، ستاسو ساتنه ونه کړي. تاسو چې د اسراییلو په وطن کې په هرځای کې یئ، زه به تاسو محاکمه او سزا به درکړم. ۱۲ تاسو به په دې پوه شئ چې زه څښتن یم او هغه وخت چې تاسو د ګاونډیو قومونو په قوانینو باندې عمل کاوه، نو تاسو به زما قوانین ماتول او زما د حکمونو نه به مو سرغړونه کوله.»

۱۳ کله چې ما نبوت کاوه، نو د بنایاه زوی پلتیا مړ شو. زه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتم او په لوړ اواز مې چیغه ووهله: «ای څښتن تعالی! ایا په اسراییلو کې چې څوک ژوندي پاتې دي، هغه ټول وژنې؟»

د جلاوطنو خلکو سره د څښتن وعده

۱۴ څښتن ماته وویل: ۱۵ «ای فاني انسانه، کوم خلک چې په اورشلیم کې اوسیږي هغوی په تا او ستا د هغو وطندارانو اسراییلیانو پسې چې په جلاوطنۍ کې اوسیږي، خبرې کوي. هغوی وایي: ‹جلاوطنه خلک د څښتن نه لېرې شوي دي. څښتن د هغوی وطن اوس مونږ ته راکړی دی.› ۱۶ نو اوس د اورشلیم خلکو ته ووایه چې څښتن داسې وایي: ‹ما څښتن تعالی جلاوطني خلک دې ته مجبور کړل چې د خپل وطن څخه ووځي او لېرې پردیو هېوادنو کې واوسیږي. خو د لږ وخت دپاره چې هغوی هر‌چېرته دي، زه به د هغوی دپاره سپېڅلی ځای یم.›

۱۷ نو بیا جلاوطنو خلکو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم: ‹زه به تاسو د هغو قومونو او وطنونو نه راټول کړم چې تاسو مې په هغو کې خواره واره کړي یئ او د اسراییلو وطن به بېرته تاسو ته درکړم.› ۱۸ بیا څښتن د اورشلیم خلکو ته وویل: ‹کله چې جلاوطنه خلک بېرته خپل وطن ته راستانه شي، نو هغوی به خپل ځانونه د خپلو د کرکې وړ بتانو نه خلاص کړي. ۱۹ زه به هغوی ته یو نوی زړه او تازه روح ورکړم. زه به د هغوی نه د تیږې په شان سخت زړه لېرې کړم او نرم زړه به ورته ورکړم. ۲۰ بیا به هغوی زما په قوانینو باندې عمل کوي او په وفادارۍ سره به زما حکمونه مني. نو هغوی به زما قوم وي او زه به د هغوی خدای یم. ۲۱ خو زه به هغو خلکو ته مناسبه سزا ورکړم چې د کرکې وړ بتانو د عبادت کولو سره شوق لري.› څښتن تعالی داسې ویلي دي.»

د خدای جلال د اورشلیم څخه ځي

۲۲ نو بیا هغو اسماني مخلوقاتو په الوتلو پیل وکړ او ارابې هم ورسره لاړلې. د اسراییلو د خدای د حضور جلال د هغوی په سر باندې ؤ. ۲۳ بیا هغه جلال د ښار نه حرکت وکړ او په هغه غره باندې ودرېده چې د ښار ختیځې خواته ؤ. ۲۴ د خدای روح زه په رویا کې پورته کړم او بېرته یې هغو جلاوطنو خلکو ته چې په بابل کې وو، راوستلم. بیا هغه رویا پای ته ورسېدله ۲۵ او هرڅه چې څښتن ماته ښودلي وو، هغه مې هغو جلاوطنو خلکو ته وویل.