0:00 / 0:00

د څېړونکي کتاب

څلورم فصل

قدرت او یوازېتوب

۱ یوځل بیا مې ټول هغه ظلمونه ولیدل چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي.

ما اوښکې ولیدلې د مظلومانو

چې په ځمکه څڅېدلې

خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ

ظالمان وو ځواکمنان

وو بې‌وسه مظلومان

خو هېڅوک یې د تسلۍ دپاره نه ؤ

۲ نو ما هغه کسان نېکمرغه وګڼل چې مړه شوي او له دې نړۍ نه تللي دي، نسبت له هغو خلکو نه چې ژوندي او تر‌اوسه په دې نړۍ کې پاتې دي. ۳ خو له دې دواړو نه نېکمرغه هغه خلک دي چې لا پیدا شوي نه دي، ځکه هغوی تر‌اوسه هغه ټول بد کارونه نه دي لیدلي چې د اسمان لاندې تر‌سره کیږي.

۴ نو بیا ما ولیدل چې ټول زحمتونه او د کار مهارتونه له نورو خلکو سره د سیالۍ په خاطر دي، چې دا سیالي هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.

۵ کم‌عقل انسان لاس تر زنې وزګار کښېني

او له لوږې نه ځان وژني

۶ نیمه ډوډۍ چې په راحت تر‌لاسه کیږي

له هغې پوره ډوډۍ نه ښه ده

چې په زحمت او په باد پسې په منډې وهلو تر‌لاسه کیږي

۷ یوځل بیا مې د اسمان لاندې د لوګي او پوکي حالت ولیده. ۸ یو سړی ؤ چې هېڅوک یې نه درلود. هغه نه زوی درلود او نه هم ورور. هغه بې‌حده زیار او زحمت وویسته، خو بیاهم سترګې یې په مال او دولت نه مړېدلې. نو له همدې امله هغه به له ځانه دا پوښتنه کوله چې د چا دپاره زه د یو مزدور په څېر زیار او زحمت وباسم او له ژوند څخه خوند نه اخلم؟ نو دا حالت هم لوګی او پوکی او د تکلیف او سختۍ نه ډک دی.

۹ له یوه نه دوه تنه ښه دي

ځکه هغوی له خپل زیار او زحمت نه ښه اجوره اخلي

۱۰ که یو ولویږي نو بل به هغه پورته کړي

خو افسوس د هغه چا په حال چې یوازې دی

ځکه کله چې ولویږي نو څوک به نه وي چې یې پورته کړي

۱۱ همدا شان که دوه تنه څنګ تر‌څنګ پراته وي

نو دواړه به تاوده وي

خو یو کس چې یوازې وي

نو څرنګه ځان تود ساتلی شي؟

۱۲ که په یو کس حمله وشي نو ښایي ماتې وخوري

خو که دوه تنه څنګ تر‌څنګ ولاړ وي نو ښایي دوی مقاومت وکړي

که یوه رسۍ درې مزي ولري نو په اسانۍ سره نه شلیږي

له لوړ مقام نه لوېدل او لوړ مقام ته رسېدل

۱۳ یو غریب خو هوښیار ځوان له هغه سپین‌ږیري او کم‌عقل پاچا نه ښه دی چې نه پوهیږي څرنګه د پخوا په شان د خلکو مشورې واوري. ۱۴ داسې ځوان که څه هم په زندان کې وي او یا په هماغه پاچاهۍ کې غریب زېږېدلی وي نو کولای شي چې تر لوړ مقامه ورسیږي. ۱۵ ما په دې غور وکړ چې څنګه به د دې ځوان په شاوخوا هغه ټول خلک چې د اسمان لاندې ژوند کوي، راټولیږي څوک چې د هغه پاچا په ځای به وروسته لوړ مقام ته ورسیږي. ۱۶ دغه ځوان حتی که په بې‌شمېره خلکو باندې مشري هم وکړي، خو راتلونکي نسلونه به د هغه له کارونو څخه خوشحاله نه وي. په حقیقت کې، دا حالت هم لوګی او پوکی او په باد پسې منډې وهل دي.