0:00 / 0:00

د څېړونکي کتاب

درېم فصل

د هر شي دپاره ټاکلی وخت

۱په نړۍ کې د هر شي دپاره وخت ټاکل شوی دی

او هر مقصد په خپلې موقعې تر‌سره کیږي:

۲د زېږېدلو دپاره وخت او د مړ کېدلو دپاره وخت

د تخم کرلو دپاره وخت او له بېخه ویستلو دپاره وخت

۳د وژلو دپاره وخت او د روغولو دپاره وخت

د ورانولو دپاره وخت او د ودانولو دپاره وخت

۴د ژړلو دپاره وخت او د خندلو دپاره وخت

د ویر دپاره وخت او د ګډا دپاره وخت

۵د کاڼو غورځولو دپاره وخت او د کاڼو ټولولو دپاره وخت

د غېږ ورکولو دپاره وخت او د غېږ نه ورکولو دپاره وخت

۶د لاسته راوړلو دپاره وخت او د لاسه ورکولو دپاره وخت

د ځان سره ساتلو دپاره وخت او د ځان نه د جدا کولو دپاره وخت

۷د شلولو دپاره وخت او د ګنډلو دپاره وخت

د چوپېدلو دپاره وخت او د غږېدلو دپاره وخت

۸د محبت دپاره وخت او د نفرت دپاره وخت

د جګړې دپاره وخت او د سولې دپاره وخت

۹یو مزدور له خپل زیار او زحمت نه څه ګټه اخلي؟

۱۰ما د سختو کارونو دروند بار لیدلی چې خدای د انسانانو په اوږو ایښی دی چې پرې بوخت وي. ۱۱خدای هرڅه په خپل وخت په سمه او مناسبه توګه ټاکلي دي. د دې تر‌څنګ هغه د انسان په زړه کې د ابدیت پېژندنې ته هم ځای ورکړی دی. خو بیاهم انسان دا وس نه لري چې د خدای په کارونو چې له ازله تر ابده پورې یې تر‌سره کوي، پوه شي. ۱۲نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې انسان باید له دې نعمتونو څخه چې خدای ورته ورکړي دي تر‌هغې پورې چې ژوندی دی، خوشحاله اوسي او ښه ژوند وکړي. ۱۳همدا شان انسان باید وخوري، وڅښي او د خپلو ټولو له زیار او زحمت نه ډکو کارونو نه خوند واخلي، ځکه چې دا د خدای نعمتونه دي. ۱۴نو زه دې نتیجې ته ورسېدم چې

هرڅه چې خدای تر‌سره کړي دي

هغه تر ابده دوام مومي

نه په هغه کې څه زیاتېدلی شي

او نه هم څه کمېدلی شي

خدای دا ټول په دې خاطر کړي دي

چې خلک له هغه نه ووېریږي

۱۵هرڅه چې اوس موجود دي

هغه پخوا هم موجود وو

او څه چې به وروسته موجود وي

هغه هم پخوا موجود وو

ځکه خدای غواړي چې پټ شیان بیا ښکاره شي

له خاورو نه بېرته خاورو ته

۱۶نو همدا شان ما د اسمان لاندې دا هم ولیدل:

چېرته چې باید قضاوت وای هلته بدکاري وه

او چېرته چې باید انصاف وای هلته هم بدکاري وه

۱۷له ځان سره مې وویل: «خدای به د نېکانو او بدکارانو په هکله قضاوت کوي. ځکه د هر مقصد او هر کار د قضاوت دپاره مناسب وخت ټاکل شوی دی.»

۱۸بیا مې له ځان سره وویل: «خدای د انسانانو ازمېښت کوي، ترڅو په خپله وګوري چې هغوی د ځناورو نه ښه‌والی نه لري.» ۱۹ځکه چې د انسانانو او د ځناورو پای یو دی. هغه څه چې په یو پېښیږي په بل هم پېښیږي. یعنې انسانان هم مري او ځناور هم مري. نو دواړه د ژوندون یو ډول ساه لري او انسان له ځناورو نه هېڅ ښه‌والی نه لري، نو دا هرڅه لوګي او پوکي دي.

۲۰دواړه یو ځای ته ځي

دواړه له خاورو نه جوړ شوي دي

او دواړه بېرته خاورو ته ځي

۲۱څوک پوهیږي چې له مرګ څخه وروسته د انسانانو د ژوندون روح پورته او د ځناورو د ژوندون روح لاندې ځمکې ته ځي؟

۲۲نو ماته معلومه شوه چې تر ټولو ښه به دا وي چې انسان په خپل کار کې خوشحاله اوسي، ځکه دا د هغه برخه ده. نو څوک کولای شي چې انسان ته وښایي چې د هغه راتلونکی به څه ډول وي؟