0:00 / 0:00

د معلِم کِتاب

څلورم باب

۱ ما يو ځل بيا نظر واچولو او هغه ټول ظلم مې وليدو کوم چې په مخ د زمکې کيږى. ګوره د مظلومانو وښکې څاڅى خو د تسلۍ ورکولو والا هيڅوک نۀ وى. ظالمان ډېر زورَور دى او مظلومان ډېر بې‌وسه دى. ۲ نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى. ۳ خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى. ۴ بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بې‌معنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى. ۵ کم عقل د لاس مشقت پرېږدى او خپل ځان د لوږې وژنى. ۶ خېر دے چې لږ وى خو چې د آرام سره وى، نه چې ډېر وى او د بې‌حده محنت سره وى. حد نه زيات محنت هوا پسې منډې وهل دى. ۷ ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بې‌معنې دى. ۸ دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده. ۹ د يو نه دوه کسان ښۀ وى، ځکه چې هغوئ د خپل محنت نه ښۀ فائده اخستے شى. ۱۰ کۀ په هغوئ کښې يو کس وغورزيږى، نو هغه دوېم به يې راپاڅوى، خو کۀ څوک يواځې وى او وغورزيږى، نو په هغۀ افسوس، ځکه چې داسې به څوک نۀ وى چې هغه راپاڅوى. ۱۱ هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟ ۱۲ خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى. ۱۳ ‏يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى. ۱۴ دغه ځوان د غريبۍ نه د کاميابۍ طرف ته تلے شى، اګر کۀ هغه قېدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړېدے شى. ۱۵ بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وُو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى. ۱۶ بې‌شمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بې‌معنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.