0:00 / 0:00

د معلِم کِتاب

درېم باب

د هر څيز دپاره خپل وخت مقرر دے

۱د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.

۲د پېدايښت او مرګ دپاره وخت مقرر وى،

د فصل کَرلو او د رېبلو دپاره وخت مقرر وى،

۳د مړ کولو او روغولو دپاره وخت مقرر وى،

د راغورزولو او د آبادولو دپاره وخت مقرر وى.

۴د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى،

د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،

۵د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى،

د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.

۶د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى،

د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،

۷د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى،

د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.

۸د مينې کولو دپاره او د نفرت کولو دپاره وخت مقرر وى،

د جنګ دپاره او د امن دپاره وخت مقرر وى.

۹يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟ ۱۰ما هغه بوج کتلے دے کوم چې خُدائ پاک په مونږ باندې اېښے دے. ۱۱خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى. ۱۲نو زۀ پوهه شوم چې د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې د ژوند نه مونږ خوندونه او مزې واخلو تر کومې پورې چې مونږ ژوندى يُو. ۱۳مونږ ټولو له په کار دى چې خوراک څښاک کوُو او په خپله خوارۍ مزدورۍ کښې خوشحاله اوسو. دا د خُدائ پاک نعمتونه دى. ۱۴ما ته پته ده څۀ چې خُدائ پاک کوى نو هغه د همېشه دپاره پاتې کېدونکى وى. په هغې کښې نۀ څۀ کمے کېدے شى او نۀ څۀ زياتے. او دا هر څۀ خُدائ پاک ځکه کوى چې خلق د هغۀ نه يريږى. ۱۵هر څۀ چې اوس کيږى هغه پخوا هم شوى دى، او څۀ چې به په آئنده کښې کيږى، هغه پخوا هم شوى دى. ځکه چې خُدائ پاک دا هر څۀ بيا بيا دوباره کوى.

په مخ د زمکې بې‌اِنصافى

۱۶د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه. ۱۷ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے. ۱۸او ما دا هم په خپل زړۀ کښې ووئيل، چې خُدائ پاک د انسانانو آزمېښت کوى، چې مونږ ته دا وښائى چې مونږ د ځناورو نه ښۀ نۀ يُو. ۱۹لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بې‌معنې دى. ۲۰مونږ ټول د مرګ طرف ته روان يُو، مونږ ټول د خاورو نه جوړ يُو او بيا به خاورو ته ځو. ۲۱څوک دا يقين سره وئيلے شى چې د مرګ نه پس د انسان روح بره ځى او د ځناور روح لاندې زمکې ته ځى؟ ۲۲نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.