0:00 / 0:00

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

اوؤم باب

د مالِک خُدائ قوم

۱ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به تاسو هغه مُلک ته وردننه کړى چې د کوم قبضه کولو له ورروان يئ او هغه به د دې نه ډېر قومونه وشړى. کله چې تاسو مخ په وړاندې ځئ، نو هغه به اووۀ قومونه وشړى کوم چې ستاسو نه لوئ او طاقتور دى. هغوئ حِتيان، جرجاسيان، اموريان، کنعانيان، فرزيان، حِويان او يبوسيان دى. ۲ کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو په هغه خلقو زورَور کړى او شکست ورکړئ، نو هغوئ ټول ووژنئ. د هغوئ سره لوظ مۀ کوئ او چې هيڅ رحم ورباندې ونۀ کړئ. ۳ د هغوئ سره ودونه مۀ کوئ او خپل اولاد هغوئ سره ودونو ته مۀ پرېږدئ، ۴ ځکه چې هغوئ به بيا ستاسو اولاد د مالِک خُدائ نه واړوى چې د هغوئ د معبودانو عبادت به کوى. نو بيا به د مالِک خُدائ غضب په تاسو راشى او تاسو به سمدستى تباه کړى. ۵ د هغوئ د قربان‌ګاه ځايونه وران کړئ، د هغوئ مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ، د هغوئ د اشيرې بُت نښې راوغورزوئ او د هغوئ بُتان وسوزوئ. ۶ تاسو د مالِک خُدائ يعنې د خُدائ پاک مقدس خلق يئ. نو هغۀ د زمکې د مخ نه خوښ کړئ چې د هغۀ خپل خاص خلق اوسئ. ۷ مالِک خُدائ تاسو سره د دې دپاره مينه نۀ ده کړې او نۀ يې خوښ کړى يئ چې تاسو د نورو خلقو نه زيات وئ، په حقيقت کښې تاسو د ټولو نه وړوکے قوم وئ. ۸ خو مالِک خُدائ ستاسو سره مينه وکړه او هغه وعده پوره کوى کومه يې چې ستاسو پلار نيکۀ سره کړې وه. نو ځکه هغۀ د خپل لوئ طاقت سره تاسو بچ کړئ او د مِصر بادشاه، فِرعون د غلامۍ نه يې آزاد کړئ. ۹ ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک، حقيقى خُدائ پاک دے او هغه وفادار دے. هغه به خپل لوظ پوره کړى او د هغه خلقو زرګونو نسلونو ته به نۀ بدلېدونکې مينه وښائى څوک چې د هغۀ سره مينه لرى او د هغۀ په حُکمونو عمل کوى، ۱۰ او څوک چې ترې نه نفرت کوى نو په بدل کښې به هغه تباه کړى. هغه به هغه چا له په سزا ورکولو کښې سستى ونۀ کړى څوک چې د هغۀ نه نفرت وکړى. ۱۱ تاسو ته چې څۀ ښودلے شوى دى نو په هغې عمل وکړئ، نن چې ما کوم قانون درکړے دے په هغې عمل وکړئ.

د فرمانبردارۍ کولو برکتونه

۱۲ کۀ تاسو دې حُکمونو ته غوږ ونيسئ او په وفادارۍ سره پرې عمل کوئ، نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به ستاسو سره خپل لوظ پوره کړى او خپله نۀ بدلېدونکې مينه به درته وښائى، لکه څنګه چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره وعده کړې ده. ۱۳ هغه به ستاسو سره مينه کوى او برکت به درکړى، نو ستاسو شمېر به زيات شى او ډېر اولاد به پېدا شى، هغه به ستاسو پټى برکتناک کړى، نو چې ستاسو غله، مے او د زيتُونو تېل به پېدا کړى، او هغه به تاسو له برکت درکړى چې تاسو له ډېر څاروى، چېلۍ او ګډې درکړى. هغه به دا ټول برکتونه تاسو له په هغه مُلک کښې درکړى د کوم چې هغۀ ستاسو پلار نيکۀ سره تاسو له د درکولو وعده کړې ده. ۱۴ په دُنيا کښې د يو قوم سره به هم ستاسو په شان ډېر برکتونه نۀ وى. نۀ به ستاسو يو کس او نۀ به ستاسو يو څاروے شنډ ګرځى. ۱۵ مالِک خُدائ به تاسو د ټولو بيمارو نه وساتى، هغه به په تاسو باندې داسې خرابې بيمارۍ نۀ راولى کومې چې تاسو په مِصر کښې ليدلې وې، خو هغه بيمارۍ به ستاسو په ټولو دشمنانو راولى. ۱۶ هغه هر يو قوم تباه کړئ په کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو زورَور کړى يئ او چې په هغوئ باندې هيڅ رحم ونۀ کړئ. د هغوئ د معبودانو عبادت مۀ کوئ، ځکه چې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى. ۱۷ په خپل زړۀ کښې دا مۀ وايئ چې دا قومونه ستاسو نه په شمېر کښې زيات دى او هغوئ تاسو نۀ شئ شړلے. ۱۸ د هغوئ نه مۀ يرېږئ، هغه څۀ راپه ياد کړئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په فِرعون او په ټول مِصر وکړل. ۱۹ هغه سختې وباګانې، معجزې او نښې رايادې کړئ چې تاسو په خپلو سترګو وليدلې او هغه لوئ طاقت او قوت چې د کوم په ذريعه مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو آزاد کړئ. لکه څنګه چې هغۀ مِصريان تباه کړل، نو هغه ټول خلق به هم هغه شان تباه کړى چې تاسو ترې نه يرېږئ. ۲۰ هغه به په هغوئ وارخطائى ورولېږى او هغه به هغوئ هم تباه کړى چې څوک تښتى او پټيږى. ۲۱ نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے. ۲۲ چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو هغه به دا قومونه لږ لږ شړى. تاسو به هغوئ ټول په يو ځل نۀ شئ شړلے، ځکه کۀ تاسو داسې وکړل، نو ځنګلى ځناور به زيات شى او دا به ستاسو دپاره يوه خطره جوړه شى. ۲۳ مالِک خُدائ به تاسو ستاسو په دشمنانو زورَور کړى او تر هغې پورې به وارخطا وى چې ترڅو تباه شوى نۀ وى. ۲۴ هغه به د هغوئ په بادشاهانو تاسو زورَور کړى. تاسو به هغوئ ووژنئ او هغوئ به هېر کړے شى. هيڅ څوک به ستاسو مخه نۀ شى نيولے، تاسو به هر يو تباه کړئ. ۲۵ د هغوئ بُتان وسوزوئ. په دې باندې چې کوم سپين زر يا سرۀ زر لګېدلى وى، د هغې خواهش مۀ کوئ، هغه ترې نه د خپلو ځانونو دپاره مۀ اخلئ. ګنې دا به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى، ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د بُت پرستۍ نه نفرت کوى. ۲۶ هغه بُتان خپلو کورونو ته مۀ راوړئ، ګنې په تاسو به هم هغه لعنت وى کوم چې په هغوئ دے. تاسو خامخا د دې بُتانو نه کرکه کوئ او سپک ورته ګورئ، ځکه چې دا لعنتى دى.