Next chapter

د کولوسيانو په نوم د پولوس رسول خط

څلورم باب

د کلام بيانول

۱اے مالِکانو، د خپلو نوکرانو سره د عدل او اِنصاف سلوک کوئ ځکه چې تاسو ته پته ده چې په آسمان کښې ستاسو هم يو مالِک شته. ۲خپل ځانونه په دُعا کښې مشغول کړئ او بېدار اوسئ او شُکر ګزارى کوئ. ۳او مونږ دپاره هم دُعا کوئ چې خُدائ پاک مونږ ته د کلام دپاره ور کولاو کړى چې مونږ د مسيح هغه راز بيان کړُو چې د کوم په سبب زۀ قېد کښې يم، ۴دُعا کوئ چې زۀ د هغه کلام داسې وضاحت وکړم څنګه چې ما له کول په کار دى. ۵د بې‌ايمانانو سره د هوښيارتيا سلوک کوئ او د هرې موقعې نه فائده اخلئ. ۶ستاسو کلام دې همېشه د فضل نه ډک او خوندور وى چې تاسو هر چا ته مناسب جواب ورکولے شئ.

آخرى سلام

۷تخيکوس به تاسو ته زما په حقله ټولې خبرې وکړى. هغه زمونږ ګران ورور، وفادار خِدمتګار او د مالِک په کار کښې زمونږ ملګرے دے. ۸ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږلو چې تاسو زمونږ په حال خبر کړى او چې هغه ستاسو زړونو له ډاډګيرنه ورکړى. ۹هغۀ سره زمونږ خوږ ايماندار ورور اونيسيموس درځى څوک چې ستاسو نه يو دے. هغوئ به تاسو ته د دې ځائ په حقله ټولې خبرې بيان کړى. ۱۰اريسترخوس چې ما سره قېدى دے، سلام درلېږى، او دغه شان د برنباس تربور مرقوس هم، د چا په حقله چې تاسو ته حکم درکړے شوے وو چې کۀ هغه تاسو له راغلو نو هرکلے يې وکړئ، ۱۱او عيسىٰ چې ورته يوستوس وائى هغه هم درته سلام وائى. د يهوديانو نه صرف دا درې کسان دى چې د خُدائ پاک د بادشاهۍ په کار کښې زما ملګرى دى او په هغوئ زما لويه تسلى ده. ۱۲اِپفراس چې ستاسو نه يو دے او د عيسىٰ مسيح خادِم دے هغه هم تاسو ته سلام وائى. هغه همېشه تاسو دپاره لاس په دُعا دے چې ستاسو ايمان مضبوط شى، او د خُدائ پاک د پوره مرضۍ په مطابق خپل ژوند تېر کړئ. ۱۳زۀ د هغۀ ګواهى ورکوم چې هغه ستاسو دپاره او د لوديکيه او د هيراپولس د خلقو دپاره ډېره زياته خوارى کوى. ۱۴زمونږ خوږ ملګرى او طبيب لوقا او ديماس درته سلام وائى. ۱۵د لوديکيه وروڼو او خوېندو او نِمفا ته او د هغې په کور کښې د جماعت خلقو ته زما سلام ووايئ. ۱۶نو کله چې تاسو دا خط ولولئ، نو بيا دا د لوديکيې جماعت ته ولېږئ چې هغوئ يې هم ولولى. او تاسو دا خط کوم چې ما هغوئ ته وليکلو ولولئ. ۱۷او ارخيپوس ته ووايئ چې، ”کوم خِدمت چې په مالِک کښې تا ته سپارلے شوے دے، هغه پوره کړه.“ ۱۸زۀ پولوس په خپل لاس تاسو ته سلام ليکم. زما په لاس پښو کښې زولنۍ مۀ هېروئ او په تاسو دې د خُدائ پاک فضل وى.

Next chapter