د کولوسيانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

۱نو تاسو چې د مسيح سره بيا راژوندى شوئ نو تاسو بره د آسمانى څيزونو لټون کوئ، چرته چې مسيح د خُدائ پاک ښى لاس ته ناست دے. ۲د آسمانى څيزونو په حقله سوچ کوئ او د دُنياوى څيزونو په حقله سوچ مۀ کوئ. ۳ځکه چې تاسو مړۀ شوى يئ خو ستاسو ژوند د مسيح سره په خُدائ پاک کښې پټ دے. ۴کله چې مسيح څوک چې ستاسو ژوندون دے راښکاره شى نو تاسو به هم د هغۀ سره په جلال کښې ښکاره شئ. ۵نو هم په دې وجه هر هغه خواهش مړ کړئ کوم چې ستاسو دُنياوى فطرت سره تعلق ساتى لکه زناکارى، پليتى، شهوت پرستى، بد خواهشات او حرص چې بُت پرستى ده. ۶ځکه چې د دې په وجه د خُدائ پاک غضب په هغه چا نازليږى څوک چې نافرمانه دى. ۷څۀ وخت تاسو هم د دې دُنيا برخه وئ او داسې ژوند مو تېرولو. ۸خو اوس تاسو له په کار دى چې د غصې، قهر، بدخواهۍ، چُغلۍ او سپکې خبرې پرېږدئ. ۹يو بل ته دروغ مۀ وايئ ځکه چې تاسو خپل زوړ د ګناه فطرت د دې د عملونو سره اخوا کړو، ۱۰تاسو نوے فطرت خپل کړئ، او داسې نوى شئ لکه څنګه چې تاسو د خپل خالق په حقله معرفت حاصل کړو او ورسره ورسره د هغۀ په شان شئ. ۱۱په دې نوى ژوند کښې نۀ يهودى پاتې شو، نۀ غېر يهودى، نۀ سنت شوى، نۀ ناسنته، نۀ بهرنى، نۀ وحشى، نۀ غلام او نۀ آزاد، بلکې مسيح په تاسو ټولو کښې هر څۀ دے. ۱۲نو بيا چې خُدائ پاک تاسو غوره او مقدس وګرځولئ او درسره يې مينه وکړه نو بيا د زړۀ سواندۍ، مهربانۍ، شرافت، عاجزۍ، او صبر جامې واغوندئ. ۱۳يو بل برداشت کوئ، او کۀ د يو بل خلاف مو څۀ شکايت وى نو هغه داسې معاف کړئ لکه څنګه چې تاسو مالِک معاف کړئ. ۱۴او د دې هر څۀ نه بغېر تاسو په خپلو کښې د مينې جامې واغوندئ چې هغه هر څۀ په پوره يووالى سره په خپلو کښې يوځائ کوى. ۱۵نو د مسيح سلامتى دې ستاسو په زړونو حکومت وکړى ځکه چې تاسو د يو بدن د اندامونو په طور د سلامتۍ دپاره رابللے شوى يئ. او شُکر ګزارى هم کوئ. ۱۶د مسيح کلام دې ستاسو په زړونو کښې ډېر ځائ ومومى، او په خپلو کښې يو بل له پوره حکمت سره تعليم ورکوئ او نصيحت کوئ، او په خپلو زړونو کښې د شُکر ګزارۍ سره د خُدائ پاک ثناء، زبور او روحانى سندرې وايئ. ۱۷او هر څۀ چې تاسو کوئ، هغه کۀ تاسو خبرې کوئ يا څۀ کار، هر څۀ د مالِک عيسىٰ په نوم کوئ او د هغۀ په وسيله د خُدائ پلار شُکر ادا کوئ.

د مسيحى خاندان دپاره د ژوندون طريقه

۱۸اے ميرمنو، تاسو د خپلو خاوندانو تابعدارې اوسئ ځکه چې دا په مالِک کښې ستاسو فرض دى. ۱۹اے خاوندانو، د خپلو ښځو سره مينه کوئ او د هغوئ سره ترخيږئ مه. ۲۰اے بچو، د مور پلار هره خبره منئ ځکه چې په دې مالِک خُدائ خوشحاليږى. ۲۱اے پلارانو، خپل بچى مۀ تنګوئ، هسې نه چې هغوئ زړۀ بائيلى. ۲۲اے نوکرانو، تاسو د خپلو دُنياوى مالِکانو په هر څۀ کښې تابعدارى کوئ، او دا نۀ صرف د هغوئ په موجودګۍ کښې چې هغوئ خوشحاله کړئ، بلکې د زړۀ د اخلاصه او د مالِک د احترام دپاره يې کوئ. ۲۳هر څۀ چې تاسو کوئ د زړۀ په مينه يې کوئ لکه چې دا تاسو د مالِک دپاره کوئ، او نۀ چې د بنى آدمو دپاره. ۲۴ځکه چې تاسو ته پته ده چې د مالِک د طرف نه به د دې په اجر کښې تاسو ته ميراث مِلاو شى. تاسو د مالِک مسيح خِدمت کوئ. ۲۵ځکه چې څوک بد کوى هغۀ ته به د خپلې بدۍ سزا مِلاو شى، ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى.