د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط

څلورم باب

د دروغژنو اُستاذانو خلاف خبردارے

۱نو روحُ القُدس صفا وائى چې په آخرو زمانو کښې به ځينې خلق د بې‌لارې کوونکو روحونو او شېطانى تعليمونو طرف ته توجو شى او د ايمان نه به واوړى. ۲دا به د هغه دروغژنو خلقو د رياکارۍ په سبب وى، د چا ضمير چې مړ شوے وى. ۳هغوئ به خلق د وادۀ کولو نه منع کوى، او هغوئ به خلق د ځينې هغه خوراکونو نه منع کوى چې خُدائ پاک د دې دپاره پېدا کړى دى چې ايمان راوړونکى او حق پېژندونکى دې په شُکر ګزارۍ سره خورى. ۴ځکه هر څۀ چې خُدائ پاک پېدا کړى دى هغه ښۀ دى او د څۀ نه هم اِنکار کول نۀ دى په کار، او څۀ چې ملاويږى په شُکر ګزارۍ سره يې خورئ، ۵ځکه چې دا د خُدائ پاک په کلام او د دُعا په وسيله پاک شوى دى.

د حضرت عيسىٰ ښۀ خادِم

۶کۀ چرې تۀ دا هدايات د وروڼو او خوېندو په وړاندې پېش کړې نو تۀ به د عيسىٰ مسيح هغه ښۀ خادِم يې څوک چې د ايمان په خبرو او نېک تعليم پائى او عمل پرې کوى. ۷د بې‌دينۍ د بحث او د زړو ښځو د قيصو نه ځان ساته او د دې په ځائ خپل ځان ته د ديندارۍ تربيت ورکوه. ۸ځکه چې د جسمانى تربيت فائده شته خو د ديندارۍ تربيت حاصلول د دې نه ښۀ دى ځکه چې په اوسنى او راتلونکى ژوندون کښې به د دې دواړو فائده وى. ۹دا خبره رښتيا ده او په پوره شان د قبلولو وړ ده. ۱۰مونږ محنت او خوارى ځکه کوُو چې زمونږ اُميد په هغه ژوندى خُدائ پاک دے څوک چې د ټولو خلقو او خاص د ايمان راوړونکو خلاصونکے دے. ۱۱د دې خبرو تاکيد کوه او تعليم يې ورکوه. ۱۲هيڅوک دې ستا ځوانۍ ته سپک ونۀ ګورى، بلکې تۀ د ايماندارانو دپاره په خبرو کولو، چال چلن، مينه، ايمان او پاکۍ کښې نمونه جوړ شه. ۱۳ترڅو چې زۀ نۀ يم راغلے، نو د خلقو په مينځ کښې د کلام په تلاوت او نصيحت کولو او تعليم ورکولو کښې بوخت اوسه. ۱۴د هغه روحانى نعمت نه مۀ بې‌غوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو. ۱۵په دې خبرو عمل کوه او خپل ځان په دې کښې مشغول کړه چې ستا ترقى ټولو ته ښکاره شى. ۱۶د خپل ځان او د خپل تعليم ډېر خيال کوه او پرې قائم پاتې شه ځکه چې په داسې کولو به تۀ د خپل ځان او د خپلو اورېدونکو د خلاصون سبب شې.