د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط

درېم باب

د رهبرانو قابليت

۱دا خبره رښتيا ده چې څوک د جماعت د مشر جوړېدلو خواهش کوى نو هغه د عزت کار غواړى. ۲نو په کار دى چې د جماعت مشر د اِلزام نه پاک، د يوې ښځې خاوند، پرهيزګار، شريف، د عزت قابل مېلمه دوست او د تعليم ورکولو لائق وى، ۳چې نۀ شرابى، نۀ جګړه مار، بلکې نرم مزاجه وى او نۀ بحث کوونکے او نۀ د پېسو لالچى وى. ۴په کار ده چې هغه خپل خاندان په ښۀ طريقه وساتى او د خپلو بچو ښۀ تربيت وکړى چې د هغۀ احترام او فرمانبردارى کوى. ۵ځکه کۀ چرې يو سړے د خپل کور په بندوبست کولو نۀ پوهيږى نو هغه به د خُدائ پاک د جماعت ساتنه څنګه وکړى؟ ۶په کار دے چې هغه دې نوے ايماندار نۀ وى، هسې نه چې هغه مغروره شى او خُدائ پاک يې مجرم وګرځوى لکه څنګه چې يې اِبليس ګرځولے وو. ۷او د دې نه علاوه په کار دى چې هغه د جماعت نه بهر په خلقو کښې نېکنامه وى، او بدنامه نۀ وى نو چې د اِبليس په جال کښې راګېر نۀ شى.

د جماعت د خادِمانو قابليت

۸خادِمان دې هم دغه شان ادب ناک وى، دوه ژبې يا شرابى يا د ناجائزه مال دولت لالچيان دې نۀ وى. ۹او په کار دى چې هغوئ د ايمان راز په صفا زړۀ قائم وساتى. ۱۰او هغوئ دې اول وآزمائيلے شى، کۀ چرې هغوئ بې‌اِلزامه ثابت شى نو د خِدمت کار ته يې پرېږدئ. ۱۱ښځې دې هم دغه شان ادب ناکې وى، غېبت کوونکې دې نۀ وى بلکې پرهيزګارې او په ټولو خبرو کښې دې ايماندارې وى. ۱۲خادِم دې تش د يوې ښځې خاوند وى، او هغوئ دې د خپلو بچو او د خپل خاندان په ښۀ طريقې سره بندوبست کوى. ۱۳ځکه چې کوم خادِمان چې د خِدمت کار په ښۀ شان کوى، هغوئ به عزتمند وګڼلے شى او په هغه ايمان کښې چې په عيسىٰ مسيح باندې دے ډېره زړۀ ورتيا ومومى.

زمونږ د ايمان راز

۱۴زۀ اُميد کوم چې تاسو له زر درشم، خو زۀ بيا هم تاسو ته دا هدايات ليکم چې، ۱۵کۀ زما په درتلو کښې ډيل وشى نو چې تاسو خبر يئ چې د خُدائ پاک په کور کښې مونږ له څنګه سلوک په کار دے، يعنې د ژوندى خُدائ پاک په جماعت کښې کوم چې د حق ستن او بنياد دے. ۱۶په دې کښې هيڅ شک نشته چې د ايمان راز لوئ دے، يعنې هغه د انسان په بدن کښې راښکاره شو، او د روح په وسيله رښتونے ثابت شو او فرښتو هغه وليدو، او په غېر قومونو کښې د هغۀ پېغام خور شو، او په ټولې دُنيا کښې خلقو په هغۀ ايمان راوړو، او په جلال کښې بره پورته کړے شو.