دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دريم باب

دَ خُدائے په کار کښے ملګرى

۱اَئے وروُڼو، ما تاسو سره هغه شان خبرے ونۀ کړے شوے لکه چه دَ رُوحانيانو سره بلکه داسے لکه چه دَ دُنياوى خلقو اَؤ دَ هغوئ سره چه په مسيح کښے ماشُومان دى. ۲ما تاسو ته پئ درکړلے خو ډوډئ نه، ځکه چه په تاسو کښے دَ هغے زغم نۀ وو بلکه اوس هم در کښے زغم نِشته. ۳ولے چه تر اوسه دُنيادار يئ، ولے چه په تاسو کښے کينه اَؤ جګړه ده. نو آيا تاسو دُنيادار نۀ يئ څۀ؟ اَؤ دَ دُنيا په مُطابق مُوٰ يُون ونۀ کړو؟ ۴ځکه چه څۀ وخت چه يو وايئ چه زَۀ دَ پولوس يم اَؤ بل وائى چه زَۀ دَ اپولوس يم، نو آيا تاسو دَ دُنياوى خلقو په شان نۀ شوئ؟

۵اپولوس څۀ ته وائى؟ اَؤ پولوس څۀ ته؟ هغوئ خادمان دى دَ چا په وسيله چه تاسو ايمان راوړو اَؤ دَ دواړو هغه حيثيت دے کُوم چه هغوئ ته خُدائے ورکړو. ۶ما نهل کړو، اپولوس اوبۀ ورکړے، خو وده خُدائے ورکړه. ۷نو بيا نه نهل کوُونکے څۀ څيز دے اَؤ نۀ اوبۀ ورکوُونکے، خو خُدائے چه وده ورکوُونکے دے. ۸نهل کوُونکے اَؤ اوبۀ ورکووُونکے دواړه يو دى، خو دواړه به دَ خپلے خوارئ په مُطابق اَجر بيا مُومى. ۹ولے چه مُونږ دَ خُدائے سره کار کوُونکى يُو، تاسو دَ خُدائے پټى يئ اَؤ دَ خُدائے ماڼئ.

۱۰ما دَ هغه توان په مُطابق چه خُدائے راکړو، دَ يو پوهه ګِلکار په شان بُنياد کيښودو اَؤ بل پرے ماڼئ ودانوى، نو هر يو دِ خبردار شى چه پرے څنګه ماڼئ جوړوى. ۱۱ځکه چه بغير دَ هغه بُنياد نه چه ايښودلے شوے دے، اَؤ هغه عيسىٰ مسيح دے، بل څوک بُنياد نۀ شى کيښودے. ۱۲که څوک په هغه بُنياد باندے دَ سرو زرو يا دَ سپينو يا دَ قيمتى کاڼو يا لرګو يا واښو يا دَ بُوسو رده ږدى، ۱۳نو دَ هغۀ کار به ښکاره شى ځکه چه دَ قيامت په ورځ به دَ اور سره راڅرګند شى. نو هغه به هغه کار راڅرګند کړى اَؤ هغه اور به په خپله دَ هر يو کار وآزمئى، چه څنګه دے. ۱۴دَ چا ماڼئ چه په هغه بُنياد شوے، باقى به پاتے شى اَؤ هغه به اَجر بيا مُومى. ۱۵اَؤ چه دَ چا ماڼئ وسوزيږى نو هغه به نُقصان ومُومى، خو په خپله به په سوزيدو سوزيدو کښے بچ شى.

۱۶آيا تاسو خبر نۀ يئ چه تاسو دَ خُدائے کور يئ اَؤ دَ خُدائے رُوح په تاسو کښے اوسى؟ ۱۷که څوک دَ خُدائے کور برباد کړى نو خُدائے به هغه برباد کړى ځکه چه دَ خُدائے کور پاک دے اَؤ هغه تاسو يئ.

۱۸هيڅوک دِ خپل ځان ونۀ غُلوى. که څوک په تاسو کښے په دے جهان ځان حکيم ګڼى نو ځان دِ ناپوهه کړى چه حکيم شى. ۱۹ځکه چه دَ دُنيا حِکمت دَ خُدائے په نزد بے وقُوفى ده، لکه چه ليکلى دى چه :  ”هغه حکيمان دَ هغوئ په چالاکئ راګيروى.“ ۲۰اَؤ دا هم چه :  ”خُدائے دَ حکيمانو په خيالُونو پوهه دے چه باطل دى.“ ۲۱نو بيا دِ په انسان څوک فخر ونۀ کړى، ولے چه هر څۀ ستاسو دى. ۲۲که پولوس وى اَؤ که اپولوس، که پطروس، که دُنيا، که ژوند وى که مرګ، که اوسنى څيزُونه وى که راتلُونکى، هر څۀ ستاسو دى. ۲۳اَؤ تاسو دَ مسيح يئ اَؤ مسيح دَ خُدائے دے.