0:00 / 0:00

دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

دويم باب

په سولئ شوى مسيح پيغام

۱اَئے ورُوڼو، کله چه زَۀ تاسو له راغلم اَؤ په تاسو کښے مے دَ خُدائے دَ راز زيرے خور کړو، نو هغه څۀ دَ اُوچتے درجے تقرير يا دَ حِکمت په زور نۀ وو. ۲ځکه چه ما دا اِراده کړے وه چه ستاسو په مينځ کښے دَ عيسىٰ مسيح بلکه په سولئ شوى مسيح نه بغير نور هيڅ ونۀ پيژنم. ۳اَؤ ما په عاجزئ، ويره اَؤ رپيدو په تاسو کښے وخت تير کړو. ۴اَؤ زما پيغام اَؤ زيرے دَ حِکمت په غُلووُنکو خبرو نۀ وو بلکه هغه دَ خُدائے دَ رُوح دَ قُدرت دَ مخه ثابت وو، ۵دَ دے دَ پاره چه ستاسو ايمان دَ اِنسان په حِکمت نه بلکه دَ خُدائے په قُدرت موقُوف وى.

دَ خُدائے دَ رُوح په وسيله کشف

۶بيا هم په رُوحانى بالغانو کښے مُونږ دَ حِکمت خبرے کوُو خو نه دَ دے جهان اَؤ نه دَ دے فنا کيدُونکو سردارانو دَ حِکمت نه، ۷بلکه مُونږ دَ خُدائے دَ هغه پټ حِکمت راز بيانوُو چه خُدائے دَ دُنيا جوړولو نه مخکښے دا فيصله کړے وه چه مُونږ دَ هغه حِکمت په وسيله جلال ومُومو، ۸اَؤ کُوم چه دَ دے زمانے په سردارانو کښے يو هم نۀ دے پيژندلے ځکه چه که هغوئ پيژندلے وے نو دَ جلال مالِک به ئے په سولئ کړے نۀ وو. ۹بلکه څرنګ چه ليکلى شوى دى هم هغسے وشول چه : 

”څۀ چه نۀ سترګو ليدلى، نۀ غوږُونو آؤريدلى

اَؤ نۀ دَ اِنسان په زړۀ کښے راغلى دى،

هغه څيزُونه خُدائے دَ هغوئ دَ پاره چه ورسره مينه لرى، تيار کړى دى.“

۱۰هغه ټول خُدائے په مُونږ دَ رُوح په وسيله ظاهر کړل، ځکه چه رُوح دغه ټولے خبرے وآزمى بلکه دَ خُدائے پټے خبرے هم معلُوموى. ۱۱څوک دَ بل اِنسان دَ زړۀ خبرے معلُومولے شى بغير دَ اِنسان دَ خپل رُوح نه چه په هغۀ کښے دے؟ دغه شان دَ خُدائے دَ رُوح نه بغير هيچا ته دَ خُدائے خبرے معلُومے نۀ دى. ۱۲خو مُونږ دَ دُنياوى رُوح نه نۀ دى مُوندلے بلکه دَ هغه رُوح نه چه دَ خُدائے دَ طرفه دے، دَ دے دَ پاره چه هغه خبرے وپيژنُو کُومے چه خُدائے مُونږ ته رابخښلى دى.

۱۳اَؤ مُونږ هغه خبرے په هغه الفاظو کښے نۀ بيانوُو چه انسانى حِکمت مُونږ ته را زده کړے دى بلکه په هغه الفاظو کښے چه مُونږ ته رُوح را ښوولى دى، اَؤ دغسے رُوحانى خبرے هغه چا ته ښايُو، په چا کښے چه دَ خُدائے رُوح وى. ۱۴خو دَ نفس بنده دَ خُدائے دَ رُوح خبرے نۀ قبلوى ځکه چه دا دَ هغۀ په نزد بے وقُوفى ده، اَؤ هغه په هغے نۀ شى پوهيدے ځکه چه هغه تش دَ رُوحُ القُدس په وسيله پوهيدے شى. ۱۵خو رُوحانى سړے ټولے خبرے وآزمئى خو په خپله به په چا ونۀ شى آزمائيلے. ۱۶څنګه چه صحيفے وائى چه : 

”دَ مالِک په خيالُونو څوک پوهيدے شى

چه هغۀ ته ئے صلاح ورکړى؟“

خو مُونږ دَ مسيح په شان عقل لرُو.