مخکینۍ څپرکۍ

د معلِم کِتاب

اول باب

د ژوند مقصد

۱دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو. ۲هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده. ۳په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟ ۴پيړۍ په پيړۍ تېرې شى، خو زمکه همېشه قائمه وى. ۵نمر راوخېژى او پرېوځى او هغه ځائ ته زر زر بيا ځى چې د کوم ځائ نه راخيژى. ۶هوا د جنوب طرف ته چليږى، بيا تاو شى او د شمال طرف ته چليږى، دا ګېرچاپېره تاويږى راتاويږى او ځى راځى. ۷ټول سيندونه سمندر ته بهيږى، خو سمندر ډک نۀ شو. ځکه چې د سيندونو اوبۀ د کوم ځائ نه بهيږى نو هم هلته مسلسل واپس راځى او بيا د هغه ځائ نه بهيږى. ۸ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى. ۹څۀ چې مخکښې وُو دا به بيا هم وى، څۀ چې شوى دى هغه به بيا هم کيږى. په مخ د زمکې هيڅ هم نوى نشته. ۱۰کله کله خلق وائى، ”ګوره، دا يو نوے څيز دے.“ خو په اصل کښې دا زوړ وى، يو څيز هم په رښتيا نوے نۀ دے. ۱۱هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.

معلِم جواب لټوى

۱۲زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم. ۱۳ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى. ۱۴ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى. ۱۵څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى. ۱۶ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“ ۱۷ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې‌وقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى. ۱۸ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.

مخکینۍ څپرکۍ