د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

دوېم باب

د خُدائ پاک رښتينى عدالت

۱ اے دوستانو، تاسو چې بل څوک مجرموئ، تاسو هر څوک چې يئ، تاسو سره هيڅ عُذر نشته. کله چې تاسو بل څوک مجرموئ نو په دې سره تاسو خپل ځان مجرموئ ځکه چې هم هغه کارونه تاسو په خپله کوئ. ۲ اوس مونږ ته پته ده څوک چې داسې کارونه کوى نو خُدائ پاک په اِنصاف سره د هغوئ عدالت کوى. ۳ نو کله چې تاسو نور په داسې کارونو مجرموئ، او بيا تاسو په خپله هم هغه کارونه کوئ نو ولې تاسو دا سوچ کوئ چې ګنې تاسو به د خُدائ پاک د عدالت نه بچ شئ څۀ؟ ۴ او يا دا چې تۀ د هغۀ د لوئې مهربانۍ، د زغم، او د صبر پېمانه سپکه ګڼې څۀ؟ ولې تاسو په دې نۀ پوهېږئ چې د خُدائ پاک د مهربانۍ وجه دا ده چې تاسو توبه وباسئ؟ ۵ بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى. ۶ هغه به هر چا ته د هغوئ د کارونو په مطابق اجر ورکړى. ۷ څوک چې په صبر سره ښۀ کوى او د جلال او د عزت او د نۀ ختمېدونکى ژوند لټون کوى، هغوئ ته به خُدائ پاک د تل ژوندون ورکړى. ۸ خو هغوئ څوک چې خود غرضه دى او د حق نه منکر دى او غلط کارونه کوى، په هغوئ به قهر او غضب نازل شى. ۹ د هغوئ ټولو دپاره به مصيبت او تکليفونه وى څوک چې بدکاره وى، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. ۱۰ خو د ټولو نېکى کوونکو دپاره جلال او عزت او سلامتى ده، اول د يهودى او بيا د غېر يهودى دپاره. ۱۱ ځکه چې خُدائ پاک د چا طرفدارے هم نۀ کوى. ۱۲ هغوئ ټولو چا چې د موسىٰ د شريعت نه بغېر ګناه کړې وى، نو هغوئ به د شريعت نه بغېر هلاک شى، او هغوئ ټولو چا چې د شريعت د لاندې ګناه کړې وى، هغوئ به د شريعت د لاندې سزا مومى. ۱۳ ځکه چې نۀ صرف د شريعت په اورېدو بلکې په هغې د عمل کولو په وسيله سړے د خُدائ پاک په نظر کښې صادق کيږى. ۱۴ هغه غېر‌يهوديان چې د شريعت نه ناخبره وى او په قدرتى توګه هغه څۀ کوى څۀ چې په شريعت کښې وى، کۀ څۀ هم چې د هغوئ سره شريعت نشته، خو د هغوئ عمل ورته شريعت دے. ۱۵ نو هغوئ دا ښکاره کوى څۀ چې په شريعت کښې دى هغه د هغوئ په زړُونو ليکلى دى. د هغوئ ضمير د هغې ګواهى ورکوى او د هغوئ خيالونه به هغوئ ملامتوى او يا به د هغوئ دفاع کوى. ۱۶ دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.

يهوديان او شريعت

۱۷ خو کۀ تاسو ځان ته يهوديان وايئ او په شريعت ټينګ ولاړ يئ او خُدائ پاک سره په خپل تعلق فخر کوئ، ۱۸ او تاسو ته د هغۀ رضا معلومه ده او د ښو او بدو نه خبر يئ، دا ځکه چې تاسو ته په شريعت کښې دا تعليم درکړے شوے دے، ۱۹ او ستاسو په دې يقين دے چې تاسو د ړندو لارښودونکى يئ او د هغوئ دپاره رڼا يئ څوک چې په تيارۀ کښې دى، ۲۰ او تاسو د کم عقلو معلِم او د ماشومانو اُستاذان يئ، ځکه چې په شريعت کښې تاسو د عِلم او د حقيقت مالِکان يئ، ۲۱ نو بيا تاسو چې نورو ته تعليم ورکوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله تعليم نۀ زده کوئ؟ تاسو خو دا تعليم ورکوئ چې غلا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله غلا کوئ؟ ۲۲ تاسو وايئ چې زنا مۀ کوئ، نو بيا ولې تاسو په خپله زنا کوئ؟ تاسو چې بُتان پليت ګڼئ، نو بيا ولې تاسو بُت‌خانې لوټ کوئ؟ ۲۳ سره د دې چې تاسو په شريعت فخر کوئ نو بيا ولې تاسو د شريعت په ماتولو د خُدائ پاک سپکاوے کوئ؟ ۲۴ ځکه څنګه چې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى چې، ”هم ستاسو په وجه به غېر‌يهوديانو کښې د خُدائ پاک د نوم سپکاوے وشى.“ ۲۵ سنت کېدل فائده مند دى خو چې تاسو په شريعت عمل کوئ، خو کۀ تاسو چرې په شريعت عمل نۀ کوئ نو ستاسو سنت داسې دے لکه بې‌سنته. ۲۶ نو کۀ يو ناسنته په شريعت عمل کوى نو ولې هغه ناسنته به سنت شوى ونۀ ګڼلے شى څۀ؟ ۲۷ هغه به ناسنته وى خو په شريعت د عمل کولو په وجه به تاسو د هغۀ په مقابله کښې مجرم کړے شئ ځکه چې تاسو سره ليکلے شوے شريعت موجود دے او سنت شوى يئ خو د دې باوجود هم شريعت ماتوئ. ۲۸ يو انسان په ظاهرى نښو رښتونے يهودى کېدے نۀ شى او نۀ صحيح سنت کېدل په جسم کښې ښکاره نښې ته وائى. ۲۹ خو صحيح يهودى هغه دے چې څوک په باطن کښې وى او رښتونے سنت د زړۀ سنت کېدل دى، دا روحانى خبره ده او د ليکلے شوى شريعت سره يې څۀ تعلق نشته. او د داسې کس صِفت د مخلوق نه نه، بلکې د خُدائ پاک د خوا نه کيږى.