مخکینۍ څپرکۍ

د ګلتيانو په نوم د پولوس رسول خط

اول باب

سلام

۱ د پولوس رسول د طرف نه، چې نۀ هغه انسانانو مقرر کړو، او نۀ يې د بل چا نه رسالت حاصل کړو، بلکې عيسىٰ مسيح او خُدائ پلار په خپله مقرر کړو، چا چې مسيح د مړو نه بيا ژوندے کړو. ۲ زۀ او ما سره موجود ايمانداران وروڼه د ګلتيانو ټولو جماعتونو ته سلام وايو، ۳ زمونږ د خُدائ پلار او د مالِک عيسىٰ مسيح د طرفه دې په تاسو فضل او سلامتى وى. ۴ هغه عيسىٰ چا چې زمونږ د ګناهونو دپاره خپل ځان قربان کړو، د دې دپاره چې زمونږ د خُدائ پلار د رضا په مطابق د دې موجوده بدکارې زمانې نه مونږ بچ کړى. ۵ د خُدائ پاک جلال دې د تل دپاره وى. آمين.

هم يو زيرے دے بل نشته

۶ زۀ په دې خبره حېران يم چې تاسو دومره زر د هغه چا نه مخ اړوئ چا چې تاسو د مسيح په فضل رابللى يئ، او اوس د بل زېرى پسې ګرځئ، ۷ اګر چې بل زيرے نشته. خو داسې خلق شته چې هغوئ دا غواړى چې تاسو بې‌لارې کړى او د مسيح د زيرى مقصد درته بدل کړى. ۸ خو کۀ مونږ په خپله يا د آسمان يوه فرښته د هغه زېرى نه علاوه چې مونږ تاسو ته اورولے وو، بل کوم زيرے اوروى، نو هغه دې لعنتى وى. ۹ زۀ اوس هغه څۀ تاسو ته بيا بيانوم څۀ چې ما درته اول بيان کړى دى، کۀ چرې څوک تاسو ته د در رسېدلى زېرى نه بل زيرے اوروى نو هغه دې لعنتى وى. ۱۰ ولې زۀ اوس د بنى آدم د راضى کولو کوشش کوم يا د خُدائ پاک؟ يا ولې زۀ د خلقو د خوشحالولو پسې ګرځم؟ کۀ چرې ما تر اوسه پورې خلق خوشحالول نو بيا به زۀ د مسيح غلام نۀ وم.

د پولوس رسول خپل رسالت ته اِشاره کول

۱۱ زما وروڼو او خوېندو، زۀ دا غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې کوم زيرے چې ما درته اورَولے دے هغه انسانى نۀ دے. ۱۲ ځکه چې هغه ما ته د چا انسان په وسيله نۀ دے رارسېدلے او نۀ چا ما ته ښودلے دے، بلکې دا ما ته د عيسىٰ مسيح د خوا نه اظهار شوے دے. ۱۳ نو بې‌شکه تاسو زما د مخکښې ژوند په حقله کله چې يهودى وم دا اورېدلى دى چې ما به د خُدائ پاک جماعت زورولو او د هغې د تباه کولو کوشش کولو. ۱۴ زۀ د يهوديانو په عقيده کښې د خپل قوم د اکثرو همزولو نه ډېر سرګرم وم ځکه چې زۀ د خپلو مشرانو د رواياتو ډېر زيات پابند وم. ۱۵ خو خُدائ پاک زۀ د پېدايښت نه مخکښې د مور په ګېډه کښې خوښ کړم او په خپل فضل يې راوبللم، نو هغه خوشحاله وو ۱۶ چې خپل زوئ په ما کښې څرګند کړى د دې دپاره چې زۀ په غېر‌يهوديانو کښې د هغۀ زيرے خور کړم. نو نۀ خو ما د انسان نه صلاح واخسته ۱۷ او نۀ زۀ په يروشلم کښې هغوئ ته ورغلم څوک چې زما نه مخکښې رسولان وُو، بلکې سمدستى عربستان ته لاړم او د هغه ځائ نه وروستو دمشق ته راواپس شوم. ۱۸ بيا درې کاله پس د پطروس سره د ملاقات دپاره زۀ يروشلم ته لاړم او پينځلس ورځې مې هغۀ سره تېرې کړې. ۱۹ خو ما د مالِک د ورور يعقوب نه بغېر نورو رسولانو سره ملاقات ونۀ کړو. ۲۰ کومې خبرې چې زۀ تاسو ته ليکم، خُدائ پاک حاضر ناظر دے چې زۀ هيڅ دروغ نۀ وايم. ۲۱ د دې نه پس زۀ د شام او د کلکيه علاقو ته لاړم. ۲۲ او په يهوديه کښې چې د مسيح جماعتونه دى هغوئ زۀ تر اوسه نۀ پېژندلم. ۲۳ خو هغوئ صرف د هغۀ په حقله دا اورېدلى وُو، ”چا به چې مونږ وړاندې زورولو، هغه اوس د هغه ايمان زيرے په خپله ورکوى د کوم په تباهۍ پسې چې دے ګرځېدو.“ ۲۴ او هغوئ زما په وجه د خُدائ پاک ثنا ووئيله.

مخکینۍ څپرکۍ