د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط

دوېم باب

د دُعا په حقله تعليم

۱ نو بيا زۀ د ټولو نه اول په تاسو دا زور راوړم چې خواستونه، دُعاګانې، شفاعت او د ټولو خلقو دپاره شُکر ګزارى کوئ، ۲ د بادشاهانو او د ټولو لويو مرتبو خلقو دپاره دُعا کوئ، نو چې مونږ د آرام او پُراَمنه او د ديندارۍ او د عزت ژوند تېر کړُو. ۳ داسې کول زمونږ د خلاصوونکى خُدائ پاک په نزد نېک او راضى کوونکى دى. ۴ هغه غواړى چې ټول خلق خلاصون ومومى او د حقيقت عِلم ورته حاصل شى. ۵ ځکه چې يو خُدائ پاک دے او د خُدائ پاک او د انسان تر مينځه مينځګړے هم يو دے، يعنې عيسىٰ مسيح، چې خپله بنى آدم دے ۶ چا چې خپل ځان د ټولو دپاره فديه کړو او په مناسب وخت کښې دا ثابته هم شوه. ۷ زۀ د دې دپاره بيان کوونکے او رسول او غېرو يهوديانو ته د ايمان او حقيقت خبرې ښوونکے مقرر شوم، دا زۀ دروغ نۀ وايم بلکې رښتيا وايم. ۸ نو بيا زۀ غواړم چې په هر ځائ کښې دې خلق بغېر د غصې او بحث نه بې‌ګناه لاسونه اوچتوى او دُعا دې کوى. ۹ او ښځې دې هم دغه شان خپل ځانونه د حيا، شرافت او پرهيزګارۍ په جامه کښې سمبالوى، او په کمڅو، سرو زرو او ملغلرو او قيمتى جامو سره دې ځانونه نۀ سنګاروى، ۱۰ بلکې په نېکو عملونو دې خپل ځان سنګاروى څنګه چې ديندارو ښځو له مناسب دى. ۱۱ ښځې دې په خاموشۍ او په پوره تابعدارۍ سره زده کړه کوى. ۱۲ او زۀ يوې ښځې ته اجازت نۀ ورکوم چې سړو ته تعليم ورکړى يا دې په هغوئ روب اچوى، بلکې هغه دې خاموشه وى. ۱۳ ځکه چې اول آدم پېدا کړے شو د هغۀ نه پس بى‌بى حوا. ۱۴ او شېطان آدم دوکه نۀ کړو بلکې ښځه يې دوکه کړې وه او ګناهګاره شوه. ۱۵ خو ښځې به د اولاد په پېدا کولو سره نجات حاصلوى، په دې شرط چې په ايمان، مينه او پاکيزګۍ کښې به د پرهيزګارۍ سره ژوند تېروى.