مخکینۍ څپرکۍ

د عاموس نبي کتاب

لومړی فصل

۱ دا د تقوع د ښارګوټي د یو مالداره شپون عاموس خبرې دي. د زلزلې نه دوه کاله مخکې کله چې عزیا د یهودا پاچا ؤ او د یهوآش زوی یروبعام د اسراییلو پاچا ؤ، نو خدای عاموس ته د اسراییلو په هکله دا ټول شیان وښودل.

۲ هغه وویل:

څښتن غوریږي د صهیون د غره نه لکه زمري په شان

اورېدل کیږي یې اواز د اورشلیم نه لکه د تندر په شان

وچیږي د څړځایونه

او د کرمل په غره باندې واښه وچیږي

د اسراییلو د ګاونډیانو په هکله د خدای قضاوت

سوریه

۳ څښتن داسې وایي: «د دمشق خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی د جلعاد خلکو سره وحشیانه او ظالمانه چلند کړی دی. ۴ نو زه به په هغې ماڼۍ باندې اور نازل کړم چې حزاییل پاچا جوړه کړې ده او د بنهدد پاچا قوي کلاګانې به وسوځوم. ۵ زه به د دمشق دروازې دړې وړې کړم او د آون د درې خلک به ووژنم او د بیت‌ عدن پاچا به له منځه یوسم. د سوریې خلک به د اسیرانو په توګه د قیر وطن ته بوتلل شي.»

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

فلسطین

۶ څښتن داسې وایي: «د غزې خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی د ټولو کلیو خلک په جلاوطنۍ بوتلل او د ادوم خلکو ته یې په لاس ورکړل. ۷ نو زه به د غزې د ښار په دېوالونو باندې اور نازل کړم او اور به د هغه قوي کلاګانې وسوځوي. ۸ زه به د اشدود خلک تباه کړم او د اشقلون د ښار پاچا به له منځه یوسم. زه به د عقرون ښار ته سزا ورکړم او کوم فلسطینیان چې پاتې دي، هغوی ټول به ووژل شي.»

دا هغه څه دي چې څښتن تعالی ویلي دي.

د صور ښار

۹ څښتن داسې وایي: «د صور د ښار خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی د ټولو کليو خلک بوتلل او د ادوم خلکو ته یې په لاس ورکړل او هغوی چې د ورورګلوۍ کوم تړون کړی ؤ، هغه یې مات کړ. ۱۰ نو زه به د صور د ښار په دېوالونو باندې اور نازل کړم او اور به د هغه قوي کلاګانې وسوځوي.»

ادوم

۱۱ څښتن داسې وایي: «د ادوم خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی خپلو خپلوانو یعنې اسراییلیانو پسې توره راخیستې ده او په هغوی باندې یې هېڅ رحم نه دی کړی. د هغوی قهر او غضب بې‌حده ؤ او هېڅ نه سړېده. ۱۲ نو زه به د تیمان په ښار باندې اور نازل کړم او د بصرې قوي کلاګانې به وسوځوم.»

عمون

۱۳ څښتن داسې وایي: «د عمون خلکو په پرله پسې توګه ګناه کړې ده، نو له دې امله به زه هغوی ته خامخا سزا ورکړم. هغوی په جلعاد کې د زیاتې سیمې د نیولو په خاطر د امیدوارو ښځو خېټې وشکولې.

۱۴ نو زه به د ربه د ښار په دېوالونو باندې اور واچوم او د هغه قوي کلاګانې به وسوځوم، نو په هغه ورځ به هلته د جنګ چیغې جوړې شي او جنګ به لکه د توفان په شان راشي. ۱۵ او د هغه پاچا به د خپلو مامورانو سره جلاوطنه شي.»

دا هغه څه دي چې څښتن ویلي دي.

مخکینۍ څپرکۍ