اعمال د رسولانو

اتم باب

د جماعت سره د ساؤل ظلم کول

۱ او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول. ۲ او يو څو پرهيزګارانو ستِفانوس ښخ کړو او په هغۀ يې وير او ژړا وکړه. ۳ خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.

په سامريه کښې د فيليپوس بيان

۴ خو هغه ايمانداران چې خوارۀ وارۀ شوى وُو هغوئ چې هر چرته تلل د کلام تعليم يې ورکولو. ۵ نو فيليپوس د سامريه يو ښار ته لاړو او هلته يې خلقو ته د مسيح په حقله بيان وکړو. ۶ کله چې هغه ګڼو خلقو د فيليپوس خبرې واورېدې او هغه معجزې يې وليدې چې هغۀ وکړې نو هغوئ ټولو د هغۀ بيان ته په غور سره غوږ کېښودلو. ۷ د ډېرو نه پيريان په چغو راووتل او ډېر شل او ګوډ روغ جوړ شول. ۸ نو په هغه ښار کښې لويه خوشحالى وه. ۹ په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو. ۱۰ او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“ ۱۱ هغوئ د هغۀ پيروى کوله ځکه چې هغۀ تر ډيرې مودې هغوئ په خپل جادو حق حېران کړى وُو. ۱۲ خو کله چې هغوئ د فيليپوس په هغه زېرى ايمان راوړو چې هغه د خُدائ پاک د بادشاهۍ او د عيسىٰ مسيح د نوم په حقله ورکولو نو ښځو او سړو بپتسمه واخستله. ۱۳ تر دې چې شمعون جادوګر هم ايمان راوړو او بپتسمه يې واخستله او هغه به فيليپوس پسې هر چرته تلو او هغه په هغه نښو او لويو معجزو چې هغۀ وليدې حق حېران وو. ۱۴ نو کله چې په يروشلم کښې رسولانو واورېدل چې سامريانو د خُدائ پاک کلام قبول کړو نو هغوئ پطروس او يوحنا هغوئ ته ورولېږل. ۱۵ کله چې هغوئ ورسېدل هغوئ د دوئ دپاره دُعا وکړه چې په دوئ روحُ القُدس نازل شى. ۱۶ ځکه چې تر دې وخته په يو هم روحُ القُدس نازل شوے نۀ وو. هغوئ ته صرف د مالِک عيسىٰ په نوم بپتسمه ورکړے شوه. ۱۷ بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو. ۱۸ کله چې شمعون وليدل چې د رسولانو د لاس په اېښودلو سره روحُ القُدس ورکړے کيږى نو هغۀ هغوئ ته پېسې وړاندې کړې، ۱۹ او وې وئيل چې، ”ما ته هم دا طاقت راکړئ چې زۀ هم په چا لاس کېږدم نو چې هغوئ هم روحُ القُدس حاصلوى.“ ۲۰ خو پطروس جواب ورکړو، ”ستا پېسې دې تا سره غرقې شى ځکه چې ستا دا خيال دے چې د خُدائ پاک نعمتونه په بيعه اخستل کيږى. ۲۱ په دې خِدمت کښې نۀ ستا برخه شته نۀ حِصه ځکه چې ستا زړۀ د خُدائ پاک په نزد صحيح نۀ دے. ۲۲ د دې بدو نه توبه وباسه او د مالِک خُدائ نه دُعا وغواړه ستا چې کوم نيت دے شايد چې هغه يې درته معاف کړى. ۲۳ ځکه چې زۀ وينم چې تۀ د کينې نه ډک يې او د ګناه غلام يې.“ ۲۴ نو شمعون جواب ورکړو چې، ”تاسو د مالِک نه زما دپاره دُعا وغواړئ، څۀ چې تا ووئيل، هغه مصيبت په ما رانۀ شى.“ ۲۵ نو پطروس او يوحنا د ګواهۍ ورکولو او د مالِک د کلام اورولو نه وروستو هغوئ يروشلم ته واپس شول او په لاره کښې يې د سامريې په ډېرو کلو کښې د زيرى تعليم ورکولو.

فيليپوس او د ايتهوپيا خصى

۲۶ بيا د مالِک خُدائ فرښتې فيليپوس ته وفرمائيل، ”د جنوب په لاره لاړ شه کومه د بيابان لاره چې د يروشلم نه تر غزې تلې ده.“ ۲۷ نو هغه روان شو او په لاره کښې يو د ايتهوپيا خصى سره مِلاو شو، هغه د حبشې د کنداکى مَلِکې د درباره خاص عهده دار او د هغې د ټولې خزانې اختيارمن وو. هغه يروشلم ته عبادت له راغلے وو. ۲۸ او هغه کور ته واپس په خپله جنګى ګاډۍ کښې په لار روان وو چې د يشعياه نبى صحيفه يې په کښې لوستله. ۲۹ نو بيا روحُ القُدس فيليپوس ته ووئيل چې، ”هغه ګاډۍ ته ورشه او ورسره نزدې روان اوسه.“ ۳۰ نو فيليپوس ګاډۍ ته ورمنډه کړه، نو وې ليدل چې هغه سړى د يشعياه نبى صحيفه لوستله. فيليپوس ترې تپوس وکړو چې، ”تۀ چې څۀ لولې د دې په مطلب هم پوهېږې؟“ ۳۱ هغۀ ورته ووئيل، ”زۀ به پرې څنګه پوهه شم ترڅو چې مې څوک د دې په مطلب پوهه نۀ کړى؟“ نو فيليپوس ته هغۀ دعوت ورکړو چې، ”ګاډۍ ته راوخېژه او ما سره کښېنه.“ ۳۲ هغۀ چې کومه صحيفه لوستله هغه دا وه چې، ”لکه چې يو ګډورے د حلالولو دپاره بوتلے شى، لکه چې يوه ګډه د وړۍ کلولو والا په مخکښې خاموشه وى، نو هم هغسې هغۀ د خولې نه يوه خبره هم نۀ ويستله. ۳۳ هغه سپک کړے شو او ورسره اِنصاف ونۀ شو. او څوک به د هغۀ د نسل بيان وکړى؟ ځکه چې د هغۀ ژوند د زمکې نه ختم کړے شو.“ ۳۴ او خصى فيليپوس ته ووئيل، ”مهربانى وکړه، دا راته ووايه چې نبى د چا په حقله خبرې کوى؟ د خپل ځان يا د بل چا په حقله؟“ ۳۵ نو فيليپوس د صحيفې د دې برخې نه خبرې شروع کړې او هغۀ ته يې د عيسىٰ په حقله زيرے ورکړو. ۳۶‏-۳۷ څنګه چې هغوئ په لاره مزل کولو نو هغوئ ته په لار کښې اوبۀ په مخه ورغلې او خصى ووئيل چې، ”ګوره، دلته اوبۀ شته، نو ما د بپتسمه اخستلو نه کوم څيز منع کولے شى؟“ ۳۸ نو ورته د ګاډۍ د ودرولو خواست وکړو، بيا فيليپوس او خصى دواړه لاندې اوبو ته کوز شول او فيليپوس هغۀ له بپتسمه ورکړه. ۳۹ کله چې هغوئ د اوبو نه رابهر شُو نو د مالِک روح سمدستى فيليپوس د هغۀ نه غېب کړو او هغه د خصى د سترګو نه پناه شو خو خصى په خوشحالۍ سره په خپله لاره روان وو. ۴۰ خو ناګهانه بيا فيليپوس اشدود نومې ښار ته رسېدلے وو، نو ترڅو چې هغه قيصريه ته رسېدو نو په لاره لاره يې په ټولو ښارونو کښې زيرے ورکولو.