مخکینۍ څپرکۍ

د دوهم سموئیل کتاب

اول فصل

داود د شائول د مړینې څخه خبریږي

۱د شائول د مړینې څخه وروسته، داود عمالیقیانو ته د ماتې ورکولو څخه راستون شو او دوه ورځې په صقلغ کې پاتې شو. ۲په دریمه ورځ د شائول د کمپ څخه یو ځوان سړی چې کالي یې شلېدلي او په سر باندې یې خاورې شیندلې راغی. کله چې هغه داود ته ورغی نو هغه ته د درناوي په خاطر په ځمکه باندې پړمخې پرېوت. ۳داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <له کومه ځایه راغلې؟>

هغه ځواب ورکړ: <زه د اسراییلو د اردو څخه راتښتېدلی یم.>

۴داود پوښتنه وکړه: <ماته ووایه چې په جګړه کې څه پېښ شول؟>

هغه وویل: <اسراییلیان له جګړې څخه تښتېدلي دي، د هغوی څخه یو زیات شمېر ووژل شول. شائول او د هغه زوی یوناتان هم ووژل شول.>

۵نو داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <ته څنګه پوه شوې چې شائول او یوناتان مړه دي؟>

۶هغه ځوان ځواب ورکړ: <د تصادف له مخې زه د جلبوع په غره کې وم او ما ولیدل چې شائول په خپلې نېزې باندې تکیه کړې وه او د دښمن جنګي ګاډۍ او سپاره عسکر هغه ته نژدې کېدل. ۷په دې وخت کې هغه مخ راواړاوه، زه یې ولیدلم او ماته یې نارې کړې. ما ځواب ورکړ: امر وکړئ، ښاغلیه! ۸هغه زما څخه پوښتنه وکړه: ته څوک یې؟ ما ځواب ورکړ: زه یو عمالیقی یم. ۹هغه له ما څخه هیله وکړه او وویل: راشه ما ووژنه او د دې رنځ نه مې خلاص کړه، سره له دې چې ډېر سخت درد لرم لا هم ژوندی یم. ۱۰نو زه ورغلم او هغه مې وواژه، ځکه زه پوهېدم چې هغه سخت ژوبل دی او په هر صورت هغه مړ کیږي. وروسته مې د هغه د سر څخه تاج او د مټ څخه کړۍ راواخیستل او تاسو ته مې ای باداره راوړل.>

۱۱نو داود او د هغه ټولو نفرو له غمه خپل کالي وشلول. ۱۲هغوی د شائول، یوناتان او د څښتن د قوم یعنې د اسراییلو دپاره یې ویر وکړ، ویې ژړل او تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله، ځکه چې په جګړه کې ډېر زیات نفر وژل شوي وو.

۱۳داود د هغه ځوان څخه چې ده ته یې خبر راوړی ؤ پوښتنه وکړه: <ته د کوم ځای یې؟>

هغه ځواب ورکړ: <زما پلار عمالیقی دی خو مونږ ستاسو په هېواد کې اوسېږو.>

۱۴داود د هغه څخه پوښتنه وکړه: <تا څنګه دا جرأت کړی دی چې د څښتن غوره شوی پادشاه ووژنې؟> ۱۵وروسته بیا داود د خپلو نفرو څخه یو تن راوغوښت او ورته ویې ویل: <هغه ووژنه!> نو هغه یې وواهه او مړ شو. ۱۶داود هغه عمالیقي ته وویل: <ستا وینه دې ستا په خپله غاړه وي. تا په خپله ژبه اقرار وکړ چې د څښتن غوره شوی پادشاه دې وواژه.>

د شائول او یوناتان دپاره د داود د ویر سندره

۱۷داود د شائول او د هغه د زوی یوناتان دپاره دغه د ویر سندره وویله ۱۸او امر یې وکړ چې د یهودا خلکو ته دې دغه د ویر سندره ورزده کړای شي چې د لیندې د ویر په نوم یادیږي. (دا سندره د یاشر په کتاب کې لیکل شوې ده.) سندره داسې ده:

۱۹<د اسراییلو په غونډیو باندې زمونږ مشران له منځه لاړل!

هغه زړور څنګه راپرېوتل!

۲۰په جت کې دا اعلان مه کوئ

د اشقلون په کوڅو کې دا مه خپروئ

داسې نه چې د فلسطینیانو ښځې خوشاله شي

داسې نه چې د کافرانو لورګانې خوشاله شي

۲۱ای د جلبوع غرونو

په تاسو دې پرخه یا باران ونه اوریږي

ستاسو پټي دې غلې دانې ونه کړي

ځکه چې هلته د زړور جنګیالي سپر ناولی شوی دی

د شائول سپر به نور په تېلو غوړ نه شي

۲۲د یوناتان لینده وژونکې وه

د شائول توره وه بې رحمه

زورور یې مړه کول، دښمنان به یې وژل

۲۳شائول او یوناتان وو څومره ښکلي څومره ګران!

ژوند او مرګ کې هم یوځای وو

چابک له عقابانو

قوي وو له زمریانو

۲۴ای د اسراییل ښځو شائول دپاره وژاړئ!

هغه تاسو ته کالي ښکلي سره دراغوستل

او هغه یې د سرو زرو په ګاڼو سینګارول

۲۵څنګه مړه دا جنګیالي شول

هغوی د جنګ په ترڅ کې ووژل شول

یوناتان مړ پروت په غونډیو کې دی

۲۶یوناتانه زما وروره، ستا دپاره زه غمجن یم

ته په ما باندې ډېر ګران وې

عجیبه ستا محبت ؤ زما دپاره

ؤ محبت دې ډېر ژور تر محبت د ښځو

۲۷څنګه جنګیالي راپرېوتلي دي

د هغوی وسلې له منځه تللي دي>

مخکینۍ څپرکۍ