۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ پطروس رسُول دويم خط

دريم باب

دَ مالِک دَ راتلو لوظ

۱زما دوستانو! اوس زَۀ تاسو ته دا دويم خط درليکم، اَؤ دَ يادګيرنے په طور دَ دواړو خطُونو سره ستاسو صفا زړُونه راپاروم، ۲چه تاسو هغه خبرے چه پاکو نبيانو وړُومبئ کړى دى اَؤ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى هغه حُکم ياد ولرئ کُوم چه تاسو ته دَ رسُولانو په وسيله درکړے شوے دے. ۳اَؤ په دے له اول نه خبر شئ چه په آخرو ورځو کښے به داسے ټوقماران راځى چه دَ خپلو خواهشُونو په مُطابق وچليږى. ۴اَؤ وائى به چه ”دَ هغۀ دَ راتلو وعده څۀ شوه؟ ځکه چه دَ کله نه چه زمُونږ پلار نيکۀ مړۀ شوى دى اَؤ دَ هغه وخت نه تر اوسه پورے هر څۀ هم هغه شان دى لکه چه دَ مخلُوق دَ شروع نه وُو.“ ۵هغوئ خو په قصد دا هير کړل چه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله آسمانُونه دَ پخوا نه موجُود دى، اَؤ مزکه دَ اوبو نه اَؤ دَ اوبو په وسيله پيدا شوه. ۶هم دَ دغه اوبو په طُوفان سره دَ هغه پخوا زمانے دُنيا غرقه اَؤ هلاکه شوه. ۷خو موجُوده آسمانُونه اَؤ مزکه دَ خُدائے دَ کلام په وسيله دَ دے دَ پاره ساتلے شوى دى چه وسوزولے شى، اَؤ هغوئ به دَ بے دينه خلقو دَ عدالت اَؤ هلاکت تر ورځے پورے محفُوظ وساتلے شى.

۸زما ملګرو! دا خبره دِ ستاسو نه هيره نۀ شى چه دَ مالِک په نزد يوه ورځ دَ زرو کالو برابره ده اَؤ زر کاله دَ يوے ورځے برابر. ۹مالِک په خپل لوظ کښے ډيل نۀ کوى لکه چه بعضے خلق ډيل ګڼى بلکه ستاسو په باب کښے صبر کوى، دَ پاره دَ دے چه دَ چا هلاکت نۀ غواړى بلکه دا غواړى چه ټولو خلقو ته دَ توبے موقعه ورکړے شى.

۱۰خو دَ مالِک ورځ به دَ غل په شان راځى، په هغه ورځ به آسمانُونه ډير په ګړزګړُوز دَ نظر نه پناه شى، يعنے ستورى سيارے به دَ اور په سخت تاؤ سره ويلى شى، اَؤ مزکه اَؤ په هغے دَ بنى آدمو ټول کارُونه به ختم شى. ۱۱هر کله چه ټول څيزُونه هم دغه شان ويلى کيدُونکى دى نو بيا تاسو ته په پاک چال چلن اَؤ ديندارئ کښے څنګه کيدل په کار دى! ۱۲اَؤ تاسو دَ خُدائے دَ هغه ورځے دَ راتلو اِنتظار کوئ اَؤ ښه خوارى کوئ چه هغه زر راشى چه په کُومے کښے به آسمانُونه دَ اور نه وسوزى اَؤ برباد به شى، اَؤ ستورى اَؤ سيارے به له تاؤ نه ويلى شى. ۱۳خو دَ هغه دَ لوظ په مُطابق مُونږ دَ نوو آسمانُونو اَؤ نوے مزکے اِنتظار کوُو چه په کښے به صداقت اوسيږى.

۱۴زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ دے خبرو په اِنتظار يئ نو دَ دے دَ پاره تاسو کوشِش کوئ چه دَ هغۀ په وړاندے دَ سلامتئ په حالت کښے بے داغه اَؤ بے عيبه يئ. ۱۵اَؤ زمُونږ دَ مالِک زغم لکه دَ خلاصُون وګڼئ ځکه چه زمُونږ خوږ ورور پولوس هم دَ خپل ورکړى شوى حِکمت په مُطابق تاسو ته هم دغه ليکلى دى. ۱۶اَؤ په خپلو ټولو خطُونو کښے ئے دَ دے خبرو ذکر کړے دے چه په هغو کښے ځنى خبرے داسے دى چه پرے پوهيدل ګران دى، اَؤ جاهل اَؤ بے قيامه خلق هغوئ هم دَ نورو صحيفو په شان رابدلوى اَؤ دَ ځانُونو دَ پاره هلاکت پيدا کوى.

۱۷زما ملګرو! هر کله چه تاسو دَ اول نه خبر يئ، ځکه بيدار اوسئ چه دَ بے دينو دَ ګُمراهئ طرف ته ورنۀ شئ، اَؤ خپله مظبُوطى پرے نۀ ږدئ. ۱۸بلکه زمُونږ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په فضل اَؤ علم کښے وړاندے شئ. دَ هغۀ جلال دِ اوس هم وى اَؤ تل تر تله دِ وى! آمين.

بل څپرکۍ