دَ پطروس رسُول دويم خط

دويم باب

دَ دروغو نبيان اَؤ اُستاذان

۱خو په اِسرائيلو کښے دَ دروغو نبيان هم وُو، هم دغه شان به په تاسو کښے دَ دروغو اُستاذان هم وى. هغوئ به په پټه هلاکُوونکى بدعتُونه راوباسى اَؤ دَ هغه مالِک نه به اِنکار وکړى چه دَ هغوئ فديه ئے ورکړے ده، اَؤ په خپلو ځانُونو به زر هلاکت راولى. ۲اَؤ ډير به دَ هغوئ دَ شهوت پرستئ په لار روان شى چه دَ دے په وجه به دَ حق د لارے بدنامى کيږى. ۳اَؤ هغوئ به دَ لالچ نه خبرے جوړوى اَؤ ستاسو نه به دَ خپلے ځانى ګټے سبب جوړوى، اَؤ چه دَ وړُومبئ نه په هغوئ دَ سزا حُکم شوے دے، دَ هغے په راتلو کښے څۀ ډيل نِشته اَؤ دَ هغوئ هلاکت نزدے دے.

۴ځکه هر کله چه خُدائے ګُناه کوُونکى فرښتے پرے نۀ ښودے بلکه جهنم ته ئے واستولے، اَؤ په تورو غارُونو کښے ئے واچولے چه دَ عدالت دَ پاره په قيد کښے وى. ۵اَؤ نۀ ئے پخوانئ دُنيا پريښوده بلکه په بے دينه دُنيا ئے طُوفان راوستو خو دَ صداقت تبليغ کوُونکے نُوح ئے دَ نورو اُوو کسانو سره بچ کړو. ۶اَؤ دَ صدُوم اَؤ عموره ښارُونه ئے ملامت کړل اَؤ وئے سيزل اَؤ ايره ئے کړل، اَؤ دَ راتلُونکےزمانے دَ بے دينو دَ پاره ئے دَ عبرت مقام وګرزُولو. ۷اَؤ صادِق لوط ئے چه دَ بے دينو دَ ناپاک چال چلن نه تنګ وو، بچ کړو. ۸ځکه چه هغه صادِق چه په هغوئ کښے اوسيدلو اَؤ دَ هغوئ بے شرعے کارُونه ئے ليدل اَؤ آؤريدل نو هره ورځ په خپل صادِق زړۀ کښے عذابيدو. ۹نو مالِک پوهيږى چه هغه څنګه دينداران دَ آزميښت نه بچ کوى اَؤ بدکاران دَ عدالت تر ورځے پورے په سزا کښے وساتى، ۱۰خو خاص هغوئ چه دَ جسمانى ناپاکو خواهشُونو پسے ګرځى اَؤ مالِک والے سپک ګڼى، دَ دروغو اُستاذان، ګُستاخه اَؤ کبرژن دى اَؤ په آسمانى جلالى مخلُوق باندے په بدرد وئيلو نۀ ويريږى. ۱۱سره دَ دے چه فرښتے چه په طاقت اَؤ په قُدرت کښے دَ هغوئ نه لوئے دى، دَ مالِک په مخکښے دَ هغوئ بدرد وئيلو سره سزا نۀ ورکوى. ۱۲خو دا خلق دَ ځنګلى ځناورو په شان دى چه دَ رانيولى کيدلو اَؤ هلاکولو دَ پاره پيدا شوى دى، دَ کُومو خبرو په باب کښے چه ناخبره دى، دَ هغوئ په باب په نورو بدرد وائى، هغوئ به دَ ځنګلى ځناورو په شان هلاک کړے شى، ۱۳دَ نورو سره په بد کولو به ورسره بد وشى. هغوئ ته په رڼا ورځ عياشى کول خوند ورکوى، هغوئ بے عزته اَؤ بے شرمه دى. هر کله چه تاسو سره خورى څښى نو هغوئ په خپل چل ول کښے عيش و عشرت کوى. ۱۴هغوئ ښځو ته په بدو سترګو ګورى اَؤ دَ ګُناه نه نۀ شى آؤړيدے، هغوئ بے قيامه خلق راګيروى، دَ هغوئ زړۀ په حرص آموخته شوے دے، په هغوئ به لعنت وى. ۱۵هغوئ نيغه لاره پريښودله، بے لارے شوى دى اَؤ دَ بعور دَ زوئے بلعام په لار روان دى چه ئے دَ ناراستئ مزدُورى غوره وګڼله. ۱۶اَؤ په خپل قصُور ملامت شو چه يوے بے ژبے خرے دَ اِنسان په شان خبرے وکړے اَؤ هغه نبى ئے دَ ليونتوب نه منع کړو.

۱۷دَ دروغو اُستاذان لکه وچ کُوهيان دى اَؤ داسے وريځے چه سيلئ ئے وړى راؤړى، دَ هغوئ دَ پاره بے حده تيارۀ ده. ۱۸هغوئ دَ کبر اَؤ بيهُوده خبرے کوى، اَؤ دَ شهوت پرستئ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشُونو کښے راګيروى کُوم چه دَ ګمراهانو نه په راوتو کښے دى. ۱۹هغوئ خو دَ خلقو سره دَ آزادئ لوظ کوى اَؤ په خپله دَ خرابئ غُلامان جوړ شوى دى، ځکه چه کُوم سړے چه دَ چا نه مغلُوب وى، هغه دَ هغۀ غُلام دے. ۲۰اَؤ چه هر کله هغوئ دَ مالِک اَؤ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح دَ پيژندګلو په وسيله دَ دُنيا دَ سخاتوب نه خلاص شول اَؤ بيا په کښے ګير شول اَؤ دَ هغوئ نه مغلُوب شول، نو دَ هغوئ ورُوستے حال دَ وړُومبى نه هم ډير بد شو. ۲۱ځکه چه هغوئ دَ صداقت لار وپيژندله خو هغوئ دَ هغه پاک حُکم نه راوګرزيدل چه هغوئ له ورکړے شوے وو، نو بيا دَ هغوئ دَ پاره دا ښۀ وه چه چرے هغه ئے پيژندلے نۀ وے. ۲۲اَؤ په هغوئ دا متل رښتينے کيږى چه ”سپے دَ خپل قى په طرف راګرزى“ اَؤ ”لمبولے شوے خنزير په خټو کښے رغړى.“