مخکینۍ څپرکۍ

دَ تيموتيوس په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

اول باب

سلام

۱دَ پولوس له طرفه چه زمُونږ دَ خلاصوُونکى خُدائے اَؤ زمُونږ دَ اُميد دَ مرکز مسيح عيسىٰ په حُکم دَ مسيح عيسىٰ رسُول دے.

۲دَ تيموتيوس په نُوم چه دَ ايمان په وسيله زما رښتُونے فرزند دے. تا ته دِ دَ پلار خُدائے اَؤ زمُونږ دَ مالِک عيسىٰ مسيح له طرفه فضل، رحم اَؤ سلامتى حاصله وى.

دَ غلط تعليم خلاف خبردارے

۳لکه څنګه چه مِکدونيه ته دَ تلو په وخت ما تا ته دا نصيحت کړے وو چه په اِفسوس کښے پاتے شه اَؤ ځنے کسانو ته حُکم ورکړه چه غلط تعليم ورنۀ کړى، ۴اَؤ په هغه قِصو اَؤ بے حسابه نسب نامو دِ خيال نۀ کوى کُوم چه دَ تِکرار باعث جوړيږى اَؤ دَ هغه خُدائے دَ اِنتظام په مُطابق نۀ وى دَ کُوم دارومدار چه په ايمان دے. ۵دَ حُکم مقصد دا دے چه په پاک زړۀ اَؤ نيک نيت اَؤ رښتينى ايمان سره مينه پيدا شى. ۶دا ځنو خلقو پريښودل اَؤ په عبث خبرو پسے شول ۷اَؤ دَ شريعت اُستاذان جوړيدل غواړى، حال دا دے چه کُومے خبرے وائى اَؤ دَ کُومو چه په يقينى طور دعوىٰ کوى، په هغے پوهيږى هم نه.

۸خو مُونږ ټول پوهيږو چه شريعت ښۀ دے، خو په دے شرط چه څوک شريعت په صحيح طور استعمال کړى ۹يعنے دا معلُومه ده چه شريعت دَ صادِقانو دَ پاره نۀ دے بلکه دَ بے شرعے اَؤ سرکښو خلقو، بے دينو ګناه ګارو، ناپاکو اَؤ بے ادبو اَؤ دَ مور پلار قاتلانو اَؤ خُونيانو، ۱۰حرام کارانو اَؤ بچه بازو، اغوا کوُونکو، دروغژنو اَؤ دَ دروغو قسم خوړُونکو اَؤ دَ دے نه علاوه دَ صحيح تعليم خلاف دَ کار کوُونکو دَ پاره دے. ۱۱دا تعليم دَ خُدائے تبارک دَ جلال دَ هغه زيرى په مُطابق دے کُوم چه ما ته په حواله شو.

دَ رحم دَ پاره شکر ګذارى

۱۲زَۀ دَ مالِک عيسىٰ مسيح شکر کوم چه ما له ئے طاقت راکړو چه زَۀ ئے ديانتدار وګڼلم اَؤ دَ خپل خدمت دَ پاره ئے وټاکلم. ۱۳اګر که اول زَۀ کُفر غروُونکے اَؤ عذابوُونکے اَؤ بے عزته کوُونکے وم، خو بيا هم په ما رحم وشو ځکه چه ما دَ بے اِيمانئ په حالت کښے په ناپوهئ دا کارُونه کړى وُو. ۱۴اَؤ زمُونږ دَ مالِک فضل دَ هغه ايمان اَؤ مينے کُوم چه دَ مسيح عيسىٰ په يووالى کښے دے، په مُونږ باندے بے حده نازل شو. ۱۵دا خبره رښتيا اَؤ په هر طور دَ قبلولو جوګه ده، چه مسيح عيسىٰ ګُناه ګارانو ته دَ خلاصُون ورکولو دَ پاره دُنيا ته راغے، چه په هغوئ ټولو کښے لوئے زَۀ يم. ۱۶اَؤ په ما رحم دَ دے دَ پاره وشو چه په ما لوئے ګُناه ګار کښے مسيح عيسىٰ خپل لوئے زغم ظاهر کړى، چه دَ هغه خلقو دَ پاره مِثال شى کُوم چه په هغۀ دَ تل ژوندُون دَ پاره ايمان راؤړى، زَۀ دَ هغوئ دَ پاره نمُونه شم. ۱۷اوس دَ ازلى بادشاه، يعنے غير فانى ناليدلى واحد خُدائے عزت اَؤ جلال دِ تل تر تله وى! آمين.

۱۸اَئے تيموتيوسه زويه! دَ هغه پيشن ګويو په مُطابق چه اول ستا په باب کښے شوى دى، زَۀ دا حُکم تا ته سپارم چه تۀ دَ هغے په مُطابق ښۀ جنګ وکړے، ۱۹اَؤ په ايمان اَؤ په هغه ښۀ ضمير قائم پاتے شے چه ځنے خلقو چه دَ خپل ضمير وانۀ وريدل، دَ هغوئ نه ايمان لاړو. ۲۰په هغوئ کښے هُميناوس اَؤ اسکندر دى چه ما دَ شيطان په حواله کړل چه خُدائے ته کُفر وئيل نه منع کيدل زده کړى.

مخکینۍ څپرکۍ