۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

شپږم باب

د لوظ صندوق واپس کول

۱ نو چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق د فلستيانو په مُلک کښې اووۀ مياشتې وشوې، ۲ نو خلقو اِمامان او جادوګران راوغوښتل او تپوس يې ترې نه وکړو، ”مونږ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق سره څۀ چل وکړُو؟ مونږ ته ووايئ چې دا څنګه واپس خپل ځائ ته يوسو؟“ ۳ هغوئ جواب ورکړو، ”کۀ تاسو د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق لېږئ، نو تاسو به د دې سره خامخا د خپلې ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې يوه تُحفه هغۀ له لېږئ. د لوظ صندوق به د تُحفې نه بغېر واپس نۀ ځى. نو داسې به تاسو روغ جوړ شئ او تاسو ته به پته ولګى چې هغۀ تاسو له سزا ولې درکوله.“ ۴ خلقو تپوس وکړو، ”مونږ هغۀ له د ګناه د تاوان په نذرانه کښې څۀ ولېږُو؟“ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”پينځۀ د سرو زرو د پړسوب د دانو او پينځۀ د سرو زرو د مږو نمونې، د فلستيانو بادشاهانو د شمېر په مطابق يوه يوه ورولېږئ ځکه هم دغه وبا په تاسو ټولو او په پينځو بادشاهانو باندې راغلې وه. ۵ تاسو د دې دانو او مږو نمونې جوړې کړئ چې ستاسو مُلک تباه کوى او تاسو به خامخا د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک درناوے کوئ. کېدے شى چې هغه تاسو له، ستاسو معبودانو او ستاسو مُلک له سزا درکول بند کړى. ۶ تاسو ضديان ولې جوړېږئ څنګه چې فِرعون او مِصريان وُو؟ هغه مۀ هېروئ چې خُدائ پاک هغوئ له څومره سخته سزا ورکړه، تر دې وخت پورې چې هغوئ بنى اِسرائيليان پرېښودل چې د مِصر نه لاړ شى. ۷ نو يوه نوې ګاډۍ او دوه غواګانې تيارې کړئ چې اوس اوس يې بچى شوى وى او چې هيڅکله جغ ورپورې نۀ وى تړلے شوے، ګاډۍ په دې غواګانو پورې وتړئ او سخى يې واپس ديرې ته وشړئ. ۸ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واخلئ، په ګاډۍ کښې يې کېږدئ او د دې په خوا کښې په يو صندوق کښې د سرو زرو هغه نمونې کېږدئ کومې چې ستاسو د ګناه د تاوان د نذرانې په بدل کښې په تُحفه کښې هغۀ له لېږئ. ګاډۍ په خپله مخه روانه کړئ او پرېږدئ چې په خپله لاړه شى. ۹ چې ګاډۍ روانه وى نو ورته ګورئ، کۀ دا د بيت‌شمس ښار طرف ته لاړه شى، نو د دې مطلب دا دے چې دا د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے چې هغۀ په مونږ باندې دا سخت افت راوستے دے. خو کۀ داسې نۀ وى، نو بيا به مونږ ته پته ولګى چې هغۀ وبا نۀ وه راوستې، او په خپله داسې وشول.“ ۱۰ هغوئ ته چې څۀ وئيلے شوى وُو نو هم هغسې يې وکړل يعنې، هغوئ دوه غواګانې بوتلې او يوه ګاډۍ يې ورپورې وتړله او سخى يې په ديره کښې وتړل. ۱۱ هغوئ د لوظ صندوق په ګاډۍ کښې کېښودو، ورسره هغه صندوق يې هم کېښودو چې د سرو زرو د مږو او دانو نمونې په کښې وې. ۱۲ غواګانې د بيت‌شمس په لاره روانې شوې او سيدها هغه طرف ته لاړې او د لارې نه نۀ اوړېدلې. چې دا روانې وې نو رمباړې يې وهلې. هغه پينځۀ فلستى بادشاهان د بيت‌شمس د حد پولې پورې ورپسې روان وُو. ۱۳ د بيت‌شمس خلقو په مېدان کښې د غنمو لَو کولو، چې ناڅاپه هغوئ وکتل نو د لوظ صندوق يې وليدو. هغوئ د دې په ليدو ډېر خوشحاله شول. ۱۴‏-۱۵ ګاډۍ د يو سړى پټى ته راغله چې نوم يې يشوَع وو، هغه په بيت‌شمس کښې اوسېدو او ګاډۍ د يو غټ ګټ سره نزدې ودرېده. ليويانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق او هغه صندوق راکوز کړو چې د سرو زرو نمونې په کښې وې او په هغه غټ ګټ باندې يې کېښودل. خلقو د لرګى ګاډۍ ټوټې ټوټې کړه او غواګانې يې حلالې کړې او د سوزېدونکې نذرانې په توګه يې مالِک خُدائ ته پېش کړې. بيا د بيت‌شمس خلقو نورې نذرانې مالِک خُدائ ته پېش کړې. ۱۶ پينځو فلستى بادشاهانو دا هر څۀ وليدل او بيا هم په هغه ورځ واپس عقرون ته لاړل. ۱۷ فلستيانو پينځۀ د سرو زرو دانو نمونې مالِک خُدائ ته د هغوئ د ګناه د تاوان د نذرانې دپاره ولېږلې، د اشدود، غزه، اسقلون، جات او عقرون د ښارونو دپاره يوه يوه. ۱۸ هغوئ د سرو زرو مږې هم ولېږلې، د هغه ښارونو دپاره يوه يوه چې په کومو باندې هغه پينځو فلستى بادشاهانو حکومت کولو او ورسره د پَخو دېوالونو ښارونو او د کچه دېوالونو کلو ته يې هم ولېږل. د بيت‌شمس د يشوَع په پټى کښې هغه لوئ ګټ تر اوسه پورې شته چې په کوم باندې هغوئ د مالِک خُدائ د لوظ صندوق اېښے وو، دا د هغې ګواهى ده چې څۀ شوى وُو. ۱۹ مالِک خُدائ د بيت‌شمس اويا سړى ووژل ځکه چې هغوئ د لوظ صندوق ته دننه کتلى وُو. او خلقو ماتم وکړو ځکه چې مالِک خُدائ په هغوئ دومره لويه تباهى راوستلې وه.

د لوظ صندوق په قِريَت‌يعريم کښې

۲۰ نو د بيت‌شمس خلقو ووئيل، ”د مالِک خُدائ، د دې مقدس خُدائ پاک په وړاندې څوک ودرېدے شى، مونږ هغه چرته ولېږُو چې زمونږ نه لرې شى؟“ ۲۱ هغوئ د قِريَت‌يعريم خلقو ته پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”فلستيانو د مالِک خُدائ د لوظ صندوق واپس کړے دے. راشئ او يو يې سئ.“