۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

پينځم باب

د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړولو تيارے کول

۱ د صور بادشاه حيرام د داؤد همېشه ملګرے وو او چې کله هغه خبر شو چې سليمان د خپل پلار داؤد نه پس بادشاه جوړ شوے دے نو هغۀ له يې سفيران ورولېږل. ۲ سليمان حيرام ته دا پېغام ولېږلو، ۳ ”تا ته پته ده چې زما پلار داؤد هر وخت د هغه ګېرچاپېره مُلکونو د دشمنانو سره جنګونه کول نو په دې وجه هغۀ د مالِک خُدائ د هغۀ خُدائ پاک دپاره يو کور تر هغې پورې نۀ شو جوړولے چې مالِک خُدائ هغۀ له په خپلو دشمنانو باندې فتح نۀ وه ورکړې. ۴ خو اوس مالِک خُدائ زما خُدائ پاک زما ټول سرحدونه په امن کښې کړى دى. نۀ زما دشمنان شته او نۀ د حملې څۀ خطره شته. ۵ مالِک خُدائ زما د پلار داؤد سره وعده کړې وه چې ستا زوئ، کوم چې ستا نه پس بادشاه جوړوم، هغه به زما دپاره يو کور جوړ کړى. او اوس ما دا فېصله کړې ده چې د مالِک خُدائ زما د خُدائ پاک د عبادت دپاره به هغه کور جوړ کړم. ۶ نو خپل سړى لبنان ته ولېږه چې زما دپاره د دِيار ونې ووهى. زما سړى به د هغوئ سره کار کوى او چې تۀ څۀ فېصله وکړې نو زۀ به ستا سړو له هم هغه هومره مزدورى ورکوم. لکه چې تا ته ښۀ پته ده چې په مونږ کښې د صيدانيانو په شان د لرګو پرې کولو والا تکړه کسان نشته.“ ۷ حيرام ته چې کله د سليمان پېغام مِلاو شو نو ډېر زيات خوشحاله شو او هغۀ ووئيل، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى چې هغۀ نن داؤد له يو هوښيار زوئ ورکړے دے چې د هغۀ په ځائ د دې عظيم قوم بادشاه شى.“ ۸ بيا حيرام سليمان له دا پېغام ولېږلو، ”ما ته ستا پېغام مِلاو شوے دے او چې څۀ دې فرمائيلى دى د هغې کولو ته تيار يم. زۀ به د دِيار او د نختر د ونو بندوبست وکړم. ۹ زما سړى به لرګى د لبنان نه سمندر ته راوړى او هغوئ به دا د يو بل سره د کشتۍ په شان وتړى او چې کوم ځائ تاسو خوښ کړئ نو هغه ځائ ته به يې په اوبو کښې ورسوى. زما سړى به دا هلته کولاو کړى او ستا سړو ته به يې حواله کړى. او تاسو له په کار دى چې زما د محل خلقو له د خوراک بندوبست وکړئ.“ ۱۰ نو حيرام سليمان له د هغه ټولو د دِيار او د نختر د لرګو بندوبست وکړو چې هغۀ غوښتى وُو، ۱۱ او سليمان حيرام له دوه زره ټنه غنم او څلور لاکه کلو سوچه د زيتُونو تېل ورکړل نو د هغۀ د محل د خلقو د هر کال د خوراک بندوبست وشو. ۱۲ مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو. ۱۳ سليمان د ټولو بنى اِسرائيلو نه دېرش زره مزدوران راغونډ کړل، ۱۴ او ادونرام يې د هغوئ مشر مقرر کړو. هغۀ هغوئ د لسو زرو په درې قبيلو کښې تقسيم کړل او هرې قبيلې به يوه مياشت په لبنان کښې او دوه مياشتې په کور کښې تېرولې. ۱۵ سليمان د غرونو په مُلک کښې اتيا زره سړى لرل چې کاڼى يې راويستل او اويا زره سړو دا راوړل، ۱۶ او هغۀ درې زره او درې سوه مشران مقرر کړل چې د هغوئ د کار مشرى کوى. ۱۷ د سليمان د حُکم په مطابق هغوئ د مالِک خُدائ کور د بنياد دپاره ښائسته او لوئ کاڼى تيار کړل. ۱۸ د سليمان او د حيرام سړو او د جبل د ښار سړو د خُدائ پاک کور د جوړولو دپاره کاڼى او لرګى تيار کړل.