دَ يوحنا رسُول اول خط

څلورم باب

دَ خُدائے رُوح اؤ دَ خردجال رُوح

۱اَئے عزيزانو! په هر يو رُوح يقين مه کوئ بلکه هر يو ښۀ آزميئ چه آيا هغه سړے دَ خُدائے په رُوحُ القُدس خبرے کوى که نه؟ ځکه چه په دُنيا کښے ډير دَ دروغو نبيان راپورته شوى دى. ۲دغه شان به مُونږ دَ خُدائے رُوح وپيژنُو چه که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ مسيح په جِسم کښے راغلے دے، هغه دَ خُدائے له طرفه دے. ۳اَؤ هر هغه څوک چه دَ عيسىٰ مسيح اِقرار نۀ کوى، هغه دَ خُدائے نه نۀ دے خو دَ خردجال رُوح دے. تاسو ته وئيلى شوى وُو چه هغه راتلُونکے دے، خو هغه اوس هم په دُنيا کښے موجُود دے.

۴خو زما بچو! تاسو دَ خُدائے دَ کورنئ يئ اَؤ تاسو په دے دروغژنو نبيانو غالب شوى يئ، ځکه چه هغه څوک چه په تاسو کښے دے، هغه له هغه چا نه ډير زورَور دے چه په دُنيا کښے دى. ۵هغوئ دَ دُنيا دى اَؤ دغه شان دَ هغوئ خبرے دى، هم دغه وجه ده چه دُنيا دَ هغوئ آؤرى. ۶خو مُونږ دَ خُدائے يُو اَؤ څوک چه خُدائے پيژنى هغه زمُونږ آؤرى، اَؤ څوک چه دَ خُدائے نۀ دے، هغه زمُونږ خبرے نۀ آؤرى. دغه شان مُونږ حقيقى اَؤ ګُمراهه رُوح پيژندلے شُو.

خُدائے مينه دے

۷خوږو دوستانو! راځئ چه دَ يو بل سره مينه ولرُو ځکه چه مينه دَ خُدائے له طرفه ده، اَؤ هر هغه څوک چه مينه لرى هغه له خُدائے نه پيدا شوے دے اَؤ خُدائے پيژنى. ۸خو څوک چه مينه نۀ لرى هغه خُدائے نۀ پيژنى، ځکه چه خُدائے مينه دے. ۹اَؤ دَ هغۀ مينه مُونږ ته په دے شان ښکاره شوه چه هغۀ دے دُنيا ته خپل يکى يو زوئے دَ دے دَ پاره راوليږلو چه مُونږ دَ هغۀ په وسيله ژوندُون ولرُو. ۱۰مينه په دے کښے نۀ ده چه مُونږ له خُدائے سره مينه وکړله بلکه په دے کښے ده چه هغۀ مُونږ سره مينه وکړله، اَؤ زمُونږ دَ ګُناهُونو دَ کِفارے دَ پاره ئے خپل زوئے راوليږلو.

۱۱خوږو دوستانو! که خُدائے له مُونږ سره داسے مينه وکړله نو بيا مُونږ له هم په کار دى چه دَ يو بل سره مينه وکړُو. ۱۲اګر چه خُدائے هيچا هم ليدلے نۀ دے، که چرے مُونږ دَ يو بل سره مينه ولرُو نو خُدائے په خپله په مُونږ کښے اوسيږى اَؤ دَ هغۀ مينه به په مُونږ کښے کامله شى.

۱۳په دے سبب مُونږ خبر يُو چه مُونږ په هغۀ کښے قائم يُو اَؤ هغه په مُونږ کښے، چه هغۀ مُونږ ته خپل رُوحُ القُدس راکړے دے. ۱۴اَؤ دا مُونږ په خپله ليدلے دے اَؤ ګواهى کوُو چه پلار خپل زوئے دَ دُنيا دَ خلاصُون دَ پاره راوليږلو. ۱۵که څوک دا اِقرار کوى چه عيسىٰ دَ خُدائے زوئے دے نو خُدائے په هغۀ کښے قائم دے اَؤ هغه په خُدائے کښے. ۱۶دغه شان مُونږ خبر يُو اَؤ يقين لرُو چه خُدائے مُونږ سره مينه لرى.

خُدائے مينه دے اَؤ څوک چه په مينه کښے قائم وى، هغه په خُدائے اَؤ خُدائے په هغۀ کښے پاتے کيږى. ۱۷اَؤ په دے مينه په مُونږ کښے کامله شوے ده چه دَ عدالت په ورځ مُونږ باور ولرُو، اَؤ دا ځکه لکه چه هغه دے مُونږ هم په دے دُنيا کښے يُو. ۱۸په مينه کښے ويره نِشته، کامله مينه ويره لرے کوى ځکه چه ويره په سزا پورے تعلق لرى. اَؤ هر هغه څوک چه ويريږى، په هغۀ کښے مينه کامله شوے نۀ ده.

۱۹مُونږ ځکه مينه کوُو چه اول خُدائے مُونږ سره مينه وکړله. ۲۰خو که څوک دا ووائى چه زَۀ دَ خُدائے سره مينه لرم اَؤ دَ خپل ورور نه نفرت کوى نو هغه دروغژن دے، ځکه چه کُوم ورور ئے ليدلے دے، دَ هغۀ سره مينه نۀ لرى نو دا نۀ شى کيدے چه خُدائے چه دَۀ ليدلے نۀ دے، دَ هغۀ سره مينه ولرى. ۲۱بے شکه چه دا حُکم مُونږ ته دَ مسيح نه راغلے دے چه هر هغه څوک چه دَ خُدائے سره مينه لرى، دَ خپل ورور سره دِ هم مينه لرى.