۰:۰۰ / ۰:۰۰

دَ يوحنا رسُول اول خط

دريم باب

۱پلار مُونږ سره څومره زياته مينه کړے ده چه مُونږ ته دَ خُدائے بچى ووئيلے شُو اَؤ دغه شان مُونږ هم يُو. اَؤ دُنيا مُونږ ځکه نۀ پيژنى چه هغه ئے هم نۀ دے پيژندلے. ۲خوږو دوستانو! مُونږ اوس هم دَ خدائے بچى يُو خو په دِے نۀ پوهيږو چه څنګه به شُو، خو مونږ په دے پوهيږُو چه هر کله چه عيسىٰ راښکاره شى نو مُونږ به دَ هغۀ په شان شُو ځکه چه مُونږ به ئے هم په هغه شان ووينُو څنګه چه هغه دے. ۳هر څوک چه په مسيح دا اُميد لرى، هغه ځان داسے پاک ساتى لکه چه مسيح پاک دے.

۴هر څوک چه ګُناه کوى، هغه نافرمانى کوى، ګُناه خو نافرمانى کول ده. ۵تاسو خبر يئ چه مسيح ځکه ښکاره شو چه ګُناهُونه لرے کړى، اَؤ په هغۀ کښے هيڅ ګُناه نِشته ۶نو هر څوک چه په مسيح کښے قائم وى، هغه په ګُناه کولو آخته نۀ وى، اَؤ هر څوک چه په ګُناه کولو آخته وى، نۀ خو هغۀ ليدلے دے اَؤ نۀ ئے پيژندلے دے.

۷زما بچو! هيڅوک دِ تاسو بے لارے نۀ کړى ځکه چه څوک چه صداقت کوى هغه صادِق دے لکه چه مسيح صادِق دے. ۸هر څوک چه ګُناه کوى، هغه دَ اِبليس بچے دے ځکه چه اِبليس له ازل نه په ګُناه کولو کښے آخته دے. اَؤ دَ خُدائے زوئے له ازل نه ځکه ښکاره شو چه دَ اِبليس کارُونه برباد کړى.

۹له خُدائے نه پيدا شوى هيڅ کله هم په ګُناه کښے نۀ اوسيږى ځکه چه په هغۀ کښے دَ خُدائے اصل قائم وى، اَؤ هغه ګُناه کولے نۀ شى ځکه چه هغه دَ خُدائے بچے دے. ۱۰هم دغه دَ خُدائے دَ بچو اَؤ دَ اِبليس دَ بچو فرق دے، هيڅوک هم چه صداقت نۀ کوى دَ خُدائے بچے نۀ دے، اَؤ نۀ هغه څوک چه دَ ورور سره مينه نۀ لرى.

يو بل سره مينه لرل

۱۱ځکه چه له شروع نه چه کُوم پيغام تاسو آؤريدلے دے، هغه دا دے چه مُونږ دِ دَ يو بل سره مينه ولرُو. ۱۲نۀ چه دَ قائين په شان جوړ شُو چه دَ شرير بچے وو اَؤ خپل ورور ئے قتل کړو. اَؤ هغه ئے ولے مړ کړو؟ ځکه چه دَ هغۀ عمل بد وو اَؤ دَ هغۀ دَ ورور ښۀ.

۱۳زما ورُوڼو! په دے حيرانيږئ مه که دُنيا تاسو سره دُښمنى کوى. ۱۴مُونږ پوهيږُو چه له مرګ نه په ژوندُون کښے شوى يُو په دے ځکه چه مُونږ له خپلو ورُوڼو سره مينه لرُو، اَؤ څوک چه مينه نۀ لرى هغه لا تر اوسه دَ مرګ په حالت کښے دے. ۱۵ځکه چه هر هغه څوک چه دَ خپل ورور نه نفرت کوى، خُونى دے، اَؤ تاسو په خپله خبر يئ چه يو خُونى هم په خپل ځان کښے دَ تل ژوندُون نۀ لرى. ۱۶په دے وجه مُونږ پوهيږو چه مينه څۀ ده، ځکه چه مسيح زمُونږ دَ پاره خپل ځان ورکړو اَؤ مُونږ له هم په کار دى چه خپل ځانُونه دَ خپلو ورُوڼو دَ پاره ورکړُو. ۱۷که څوک مالدار وى اَؤ خپل ورور حاجتمند وينى اَؤ بيا هم زړۀ سواندے پرے نۀ کوى نو هغه څنګه دَ خُدائے مينه په خپل زړۀ کښے لرى؟

دَ خُدائے په مخ کښے باور

۱۸زما بچو! مينه دِ تش په خبرو يا په ژبه نۀ وى بلکه هغه په رښتيا اَؤ په عملى طور په کار ده. ۱۹هم دغه شان به مُونږ پوهه شُو چه مُونږ دَ حقيقت يُو، اَؤ دَ خُدائے په مخکښے دا باور لرُو. ۲۰که زمُونږ زړۀ مُونږ ملامتوى نو هم خُدائے زمُونږ دَ زړۀ نه ډير لوئے دے اَؤ له هر څۀ نه خبر دے. ۲۱خوږو دوستانو! که چرے زمُونږ زړۀ مُونږ نۀ ملامتوى نو بيا مُونږ دَ خُدائے په مخکښے باور لرُو. ۲۲اَؤ څۀ چه ترے غواړو هغه ئے راکوى، ځکه چه مُونږ دَ هغۀ په حُکمُونو عمل کوُو اَؤ څۀ چه هغه خوښوى هم هغسے کوُو. ۲۳دا دَ هغۀ حُکم دے چه دَ هغۀ دَ زوى عيسىٰ مسيح په نُوم ايمان راؤړُو اَؤ دَ هغۀ دَ حُکم په مُطابق دَ يو بل سره مينه ولرُو. ۲۴هر څوک چه دَ خُدائے په حُکمُونو عمل کوى نو هغه په خُدائے کښے قائم وى اَؤ خُدائے په هغۀ کښے. اَؤ هم دغه شان مُونږ پوهيږو چه هغه دَ رُوحُ القُدس په وسيله په مُونږ کښے اوسيږى چه په مُونږ ئے نازل کړے دے.