دَ کورنتيانو په نُوم دَ پولوس رسُول اول خط

څلورم باب

دَ رسُولانو خدمت

۱هر څوک دِ مُونږ دَ مسيح خادم اَؤ دَ خُدائے دَ رازُونو مُختار وګڼى. ۲اَؤ دلته په مُختار کښے دا خبره په کار ده چه هغه دِ ديانتدار وى. ۳خو زما دَ پاره دا هيڅ خبره نۀ ده چه تاسو يا بل اِنسانى عدالت دِ زما جاج واخلى، بلکه زَۀ په خپله هم دَ ځان جاج نۀ آخلم. ۴نو زما زړۀ ما نۀ ملامتوى خو په دے زَۀ رښتُونے کيږم نه، بلکه زما مالِک زما جاج آخلى. ۵نو دَ وخت نه وړاندے فيصله مه کوئ بلکه دَ مالِک دَ بيا راتلو اِنتظار کوئ. هغه به دَ تيارے پټے خبرے ظاهرے کړى اَؤ دَ زړُونو خيالُونه به ظاهر کړى اَؤ هغه وخت به دَ هر چا تعريف دَ خُدائے له طرفه کيږى.

۶اَئے ورُوڼو، ما په دغه خبرو کښے دَ خپل اَؤ دَ اپولوس ذکر دَ مِثال په طور وکړو دَ دے دَ پاره چه تاسو زمُونږ په وسيله دا زده کړئ. دَ ليک نه زيات مه وايئ اَؤ دَ يو په تائيد کښے دَ بل په خِلاف څۀ ونۀ وايئ. ۷نو په تاسو کښے فرق څوک کوى؟ اَؤ تا څخه کُوم داسے څيز دے چه هغه تا دَ خُدائے نه نۀ وى مُوندلے؟ اَؤ چه تا دَ خُدائے نه ومُوندلو نو بيا فخر دَ څۀ خبرے لکه تا ونۀ ومُوندل؟

۸تاسو خو اوس هم ماړۀ شوى يئ اَؤ شتمن يئ اَؤ تاسو بادشاهان شوئ. څۀ اَفسوس چه تاسو زمُونږ نه بغير بادشاهان شوئ، چه مُونږ هم درسره بادشاهى کړے وے! ۹زما په خيال چه خُدائے مُونږ رسُولان دَ ټولو نه عاجزان کړلُو اَؤ دَ هغه خلقو په شان ئے پيش کړُو په چا چه دَ وژلو حُکم شوے وى، ولے چه مُونږ دَ ټولے دُنيا، يعنے فرښتو اَؤ دَ بنى آدمو په وړاندے يوه تماشه شوُو. ۱۰مُونږ دَ مسيح په خاطر بے وقوف يُو، خو تاسو په مسيح کښے هوښيار يئ! مُونږ کمزورى يُو اَؤ تاسو زوره ور! تاسو عزتمن يئ اَؤ مُونږ سپک! ۱۱مُونږ تر اوسه وږى، تږى، بربنډ يُو اَؤ په سُوکُونو وهلے کيږو اَؤ بے درکه ګرزُو، ۱۲اَؤ په خپلو لاسُونو خوارى کوُو. خلق په مُونږ بد وائى، مُونږ ورته دُعا کوُو، هغوئ مو تنګوى، مُونږ ئے زغمو، ۱۳هغوئ مو بدناموى، مُونږ منت زارى کوُو. مُونږ تر نننئ ورځے دَ دُنيا دَ ډيران اَؤ دَ ټولو څيزُونو دَ ګرد په شان پاتے شوى يُو.

۱۴زَۀ دا خبرے ستاسو دَ شرمولو دَ پاره نۀ ليکم بلکه خپل خواږۀ فرزندان مو ګڼم اَؤ تاسو ته نصيحت کوم. ۱۵ولے چه که په مسيح کښے ستاسو اُستاذان په زرګُونو هم وى نو بيا هم ستاسو پلارُونه ډير نۀ دى، ځکه چه زَۀ دَ زيرى په وسيله په عيسىٰ مسيح کښے ستاسو پلار جوړ شوم. ۱۶نو زَۀ تاسو ته زارى کوم چه زما په شان شئ. ۱۷دَ دے دَ پاره ما تاسو ته تيموتيوس دروليږلو، هغه په مالِک کښے زما خوږ اَؤ ديانتدار زوئے دے، اَؤ زما هغه طريقے چه په مسيح کښے دى، تاسو ته به دريادے کړى لکه چه زَۀ په هر ځائے کښے اَؤ په هر جماعت کښے تعليم ورکوم.

۱۸ځنے داسے لافے کوى چه زَۀ ګنى تاسو ته درتلے نه شم. ۱۹خو که مالِک وغوښتل نو زَۀ به تاسو ته زر درشم اَؤ دا خبره به معلُومه کړم چه دا کبرژن خلق تشے خبرے کوى يا څۀ کولے هم شى. ۲۰ځکه چه دَ خُدائے بادشاهت په خبرو نه، بلکه په قُدرت ولاړ دے. ۲۱نو تاسو څۀ غواړئ چه زَۀ کوتک په لاس درشم يا په مينه اَؤ نرمئ؟