د حضرت صفنياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

درېم باب

د يروشلم مستقبل

۱افسوس د ظالمانو په ښار چې سرکشه او ناپاکه دے. ۲هغه د هيچا تابعدارى نۀ کوى، هغه تربيت نۀ قبلوى. هغه په مالِک خُدائ يقين نۀ کوى، هغه خپل خُدائ پاک ته نزدې نۀ راځى. ۳د دې آفسران غړمبېدونکى زمرى دى، د دې حکمرانان د ماښام ليوانو په شان دى، څوک چې تر سحر پورې خپل ټول ښکار خورى. ۴د دې پېغمبران کبرژن دى، هغوئ غداران دى، د هغې اِمامان د مقدسو ځايونو بې‌حرمتى کوى او د شريعت نافرمانى کوى. ۵مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بې‌اِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى. ۶”ما قومونه ختم کړل، د هغوئ قلعه ګانې مې تباه کړې، ما د هغوئ کوڅې ويجاړې کړې، په هغې کښې څوک تګ راتګ نۀ کوى. د هغوئ ښارونه خالى شوى دى، هيڅ څوک به په کښې پاتې نۀ شى، يو هم نه. ۷ما ښار ته ووئيل، يقيناً به تۀ زما نه وويرېږې او زما تربيت به قبول کړې. بيا به د هغۀ د اوسېدو ځائ تباه نۀ شى، لکه څنګه چې زما د هغۀ خلاف منصوبه وه. خو د هغوئ اوس هم دا شوق دے چې هغه ټولې بدعملۍ چې کومې يې مخکښې کولې وکړى.“ ۸مالِک خُدائ فرمائى چې، ”په دې وجه ما ته انتظار وکړئ، په کومه ورځ چې زۀ به ښکار ونيسم. ما فېصله کړې ده چې قومونه راغونډ کړم، بادشاهۍ رايوځائ کړم، او خپل قهر او سخته غصه پرې نازله کړم. زما د غېرتى قهر په اور به ټوله دُنيا وسوزى. ۹بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى. ۱۰د ايتهوپيا د سيندونو بل طرف نه به زما عبادت کوونکى، زما خوارۀ وارۀ خلق، ما له نذرانې راوړى. ۱۱په هغه ورځ به تاسو د هغه ټولو خراب کارونو په وجه چې تاسو ما سره کړى دى ونۀ شرمېږئ، ځکه چې زۀ به د دې ښار نه هغه خلق لرې کړم چې په خپل غرور خوشحالۍ کوى. تۀ به بيا کله زما په مقدس غر غرور ونۀ کړې. ۱۲خو زۀ به په تا کښې خاکساره او عاجز خويه خلق پرېږدم، څوک چې د مالِک خُدائ په نوم يقين کوى. ۱۳د بنى اِسرائيلو ژوندى پاتې خلق به غلط کار نۀ کوى، هغوئ به دروغ نۀ وائى، او نۀ به د هغوئ په ژبه دوکه وى. هغوئ به خورى څښى او آرام به کوى او هيڅ څوک به هغوئ نۀ يروى.“

د خوشحالۍ سندره

۱۴سندرې ووايه، اے د صيون لورې، په زوره چغې ووهه، اے بنى اِسرائيله. خوشحاله شه او په خپل پوره زړۀ سره خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ۱۵مالِک خُدائ ستاسو سزا ختمه کړې ده، هغۀ ستاسو دشمنان واپس کړل. مالِک خُدائ، د اِسرائيل بادشاه، ستاسو مل دے، تاسو به بيا هيڅکله د څۀ نقصان نه نۀ يرېږئ. ۱۶په هغه ورځ به هغوئ يروشلم ته ووائى چې، ”يرېږه مه، اے صيونه، پرى نۀ ږدئ چې ستا لاسونه کمزورى پاتې شى. ۱۷مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، هغه طاقتور دے او تاسو به بچ کړى. هغه به تاسو نه ډېر خوشحاله وى، هغه به تا په خپلې مينې خاموش کړى، هغه به په تا په سندرو سره خوشحالى وکړى. ۱۸زۀ به هغوئ ستاسو نه لرې کړم څوک چې د مقرر شوى اخترونو په وجه غمژن وُو نو دا به نور ستاسو دپاره د شرم سبب نۀ وى. ۱۹په هغه وخت به زۀ معامله وکړم هغوئ ټولو سره چې په تا يې ظلم زياتے کړے دے، زۀ به ګوډيان بچ کړم او هغوئ به راغونډ کړم چې څوک خوارۀ وارۀ شوى دى. زۀ به هغوئ له عزت او جلال ورکړم، په هر مُلک کښې چرته چې دوئ رسوا شوى وُو. ۲۰په هغه وخت به زۀ تاسو راغونډ کړم، په هغه وخت به زۀ تاسو خپلو کورونو ته راولم. زۀ به تاسو ته د دُنيا په ټولو خلقو کښې عزت او جلال درکړم، زۀ به تاسو ستاسو د خپلو سترګو د وړاندې بيا آباد کړم،“ مالِک خُدائ فرمائى.