۰:۰۰ / ۰:۰۰
بل څپرکۍ

دَ تيطوس په نُوم دَ پولوس رسُول خط

دريم باب

دَ ښۀ کارُونو ساتنه کوه

۱خپلو خلقو ته دا ورياد کړه چه دَ حاکمانو اَؤ دَ اِختيار دَ خاوندانو فرمانبردارى دِ کوى اَؤ دَ هغوئ حُکم دِ منى اَؤ دَ هر ښۀ کار دَ پاره دِ تيار ولاړ وى. ۲دَ چا بد دِ نۀ وائى، تکرار دِ نۀ کوى بلکه نرم مزاج دِ وى، اَؤ دَ هر چا سره دِ ډير په صبر خبرے کوى. ۳ځکه چه مُونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګُمراه اَؤ دَ قِسما قِسم خواهشاتو اَؤ دَ عيش و عشرت بنديان وُو اَؤ په بد خواهئ اَؤ په حسد کښے مو ژوند تيروو، دَ نفرت لائق وُو اَؤ دَ يو بل نه مو نفرت کاوو. ۴خو هر کله چه زمُونږ خلاصوُونکى خُدائے فضل وکړو اَؤ دَ اِنسان سره دَ هغۀ مينه ظاهره شوه، ۵نو هغۀ مُونږ له خلاصُون راکړو، خو دَ صداقت دَ هغه ښۀ کارُونو په سبب نه، کُوم چه مُونږ په خپله کړى وُو، بلکه دَ خپل رحمت په مُطابق اَؤ دَ نوى پيدايښت په وينځلو اَؤ دَ رُوحُ القُدس زمُونږ دَ بيا دَ نوى کولو په وسيله. ۶خُدائے رُوحُ القُدس زمُونږ دَ خلاصوُونکى عيسىٰ مسيح په وسيله په مُونږ ډير زيات نازل کړو، ۷دَ دے دَ پاره چه مُونږ دَ هغۀ په فضل صادِق کړے شُو اَؤ دَ تل دَ ژوندُون دَ اُميد وارثان شُو.

۸دا خبره رښتيا ده اَؤ زَۀ غواړم چه تۀ دَ دے خبرو تاکيد وکړے دَ دے دَ پاره چه چا چه په خُدائے ايمان راوړے دے، هغوئ په ښو کارُونو کښے دَ بوختيدو خيال وکړى. دا کارُونه غوره اَؤ دَ اِنسان دَ پاره سُود من دى. ۹خو دَ بے وقوفئ په بحثُونو، نسب نامو اَؤ جګړو اَؤ دَ هغه جنګُونو نه چه دَ شريعت په حقله جوړيږى، ځان ساته، ځکه چه دا لا حاصله اَؤ بے فائدے دى. ۱۰دوه ځلے نصيحت کوه خو بيا دَ بدعتى سړى نه ځان ساته. ۱۱اَؤ په دے پوهه شه چه داسے سړے بے لارے شوے دے اَؤ خپل ځان ئے مُجرم کړے دے ځکه چه په ګُناه کښے ژوند تيروى.

شخصى نصيحتُونه اؤ سلامُونه

۱۲هر کله چه زَۀ تا ته ارتِماس يا تخيکوس دروليږم نو نيکوپوليس ته دَ راتلو کوشِش وکړه ځکه چه ما هلته دَ ژمى تيرولو نيت کړے دے. ۱۳دَ شرعے عالم زيناس اَؤ اپولوس دَ را استولو کوشِش وکړه، په دے شان چه هغوئ ته دَ څۀ څيز کمے رانۀ شى. ۱۴اَؤ زمُونږ خلق دِ هم په ښۀ کارُونو کښے آخته وى، دَ دے دَ پاره چه حاجت پيښ شى نو ورسره څۀ وى، اَؤ بے کاره دِ نۀ کښينى.

۱۵زما ټول ملګرى تا ته سلام وائى. چه مُونږ دَ ايمان دَ مخه خپل ګڼى، هغوئ ته زمُونږ سلام وايه.

په تاسو ټولو دِ دَ خُدائے فضل جارى وى.

بل څپرکۍ