د روت کِتاب

دوېم باب

د روت د بوعز په پټى کښې کار کول

۱د نعومى يو رشته‌دار وو چې نوم يې بوعز وو، دا يو مالدار او مشر سړے وو، کوم چې د هغې د خاوند اِلى‌مَلِک د خاندان نه وو. ۲يوه ورځ روت نعومى ته ووئيل، ”ما پرېږده چې پټو ته لاړه شم چې د لَوګرو نه پاتې شوى وَږى راټول کړم. زما يقين دے چې څوک به مې د ځان سره پرېږدى.“ نعومى ورته ووئيل، ”ځه لورې، لاړه شه.“ ۳روت پټو ته لاړه او لَوګرو پسې وروستو پاتې شوى وَږى يې راټولول. نو داسې وشول چې هغه د بوعز په پټى کښې وه. ۴په دې کښې بوعز په خپله د بيت‌لحم نه راغلو. او لَوګرو ته يې سلام وکړو، او ورته يې ووئيل، ”مالِک خُدائ مو مل شه.“ او هغوئ په جواب کښې ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بختور کړه.“ ۵بوعز د لَوګرو مشر نه تپوس وکړو، ”دا ځوانه ښځه څوک ده؟“ ۶مشر جواب ورکړو، ”دا ځوانه ښځه د نعومى سره د موآب نه راغلې ده. ۷هغې ما ته ووئيل چې ما په لَوګرو پسې پاتې شوو وږو راټولولو ته پرېږده. هغه د سحر وختى نه تر اوسه پورې کار کوى او د لږې لحظې دپاره دالان لاندې دمې ته کښېناسته.“ ۸بيا بوعز روت ته ووئيل، ”زما خبره واوره، د دې پټى نه بغېر بل ځائ کښې وَږى مۀ ټولوه، دلته د ښځو سره يو ځائ اوسه، ۹سړو ته ګوره چې چرته هغوئ لو کوى نو په هغوئ پسې شاته ښځو سره کار کوه. ما خپلو سړو ته وئيلى دى چې هغوئ تا نۀ تنګوى. هر کله چې تۀ تږې شې، نو د هغې منګو نه اوبۀ څښه چې دوئ ډک کړى دى.“ ۱۰روت د عزت نه پړمخې په زمکه پرېوته، او بوعز ته يې ووئيل، ”زۀ ولې ستاسو په نظر کښې درنه يم؟ تاسو ولې په ما مسافرې دومره مِهربانه يئ؟“ ۱۱بوعز ووئيل، ”زۀ د هر څۀ نه خبر يم چې تا د خاوند د مرګ نه پس د خواښې څومره خِدمت کړے دے. ما ته پته ده چې تا څنګه مور پلار او خپل مُلک پرېښودو او هغه خلقو له راغلې چې تا مخکښې نۀ پېژندل. ۱۲مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“ ۱۳روت ورته ووئيل، ”نېکه، تۀ په ما ډېر مِهربانه يې. ستاسو نرمو خبرو زۀ په آرام کړې يم، سره د دې چې زۀ ستاسو د وينځې برابره هم نۀ يم.“ ۱۴د خوراک په وخت بوعز روت ته ووئيل، ”روټۍ واخله، او دا سرکې سره وخوره.“ نو هغه د لَوګرو سره کښېناسته، او بوعز څۀ وريتې دانې هم هغې له ورکړې. هغې دومره وخوړه چې پرې ښۀ مړه شوه، او څۀ خوراک پاتې هم شو. ۱۵‏-۱۶کله چې هغه وَږو ټولولو له ورغله، بوعز لَوګرو ته حُکم وکړو، ”پرېږدئ چې هغه وَږى هم راټول کړى چرته چې ګېډۍ پرَتې دى، او هغه بېخى مۀ منع کوئ. د دې نه علاوه، څۀ وَږى د ګېډو نه ورله راوباسئ چې هغه يې راټول کړى.“ ۱۷نو روت تر ماښامه پورې په پټى کښې وَږى راټولول، کله چې هغې دا ټول وټکول، تقريباً اتۀ سېره وُو. ۱۸نو هغې دا ښار ته يوړل او خواښې ته يې وښودل چې هغې څومره راټول کړى دى. او د هغې د خوراک نه پاتې شوې وريتى دانې يې هم هغې له ورکړې. ۱۹نعومى د هغې نه تپوس وکړو، ”تا نن دا دومره وَږى چرته نه راټول کړى دى؟ تا د چا په پټى کښې کار کولو؟ هغه سړے دې بختور شى چې ستا خيال يې وساتلو.“ نو روت نعومى ته ووئيل چې، ”نن ما د چا په پټو کښې کار کولو د هغه سړى نوم بوعز دے.“ ۲۰نعومى ووئيل، ”مالِک خُدائ دې بوعز بختور کړى. مالِک خُدائ همېشه د مړو او ژوندو سره وعدې پوره کوى.“ هغې دا هم ووئيل چې، ”هغه سړے زمونږ نزدې رشته‌دار دے، هغه زمونږ د خيال ساتلو ذمه وار دے.“ ۲۱بيا روت ووئيل، ”د دې نه ښۀ خبره دا ده، چې هغۀ ما ته ووئيل چې د لَوګرو د کار تر ختمولو پورې وَږى راټولوه.“ ۲۲نعومى روت ته ووئيل، ”آو لورې، دا به ډېره ښۀ وى چې د بوعز په پټو کښې د ښځو سره کار کوې. کۀ چرې تۀ د بل چا پټو ته لاړې نو څوک به لاس درواچوى.“ ۲۳نو روت د هغوئ سره کار کولو او وَږى يې راټولول، تر هغې پورې چې ټول غنم او اوربشې ورېبلے شوې. او د خپلې خواښې سره اوسېده.