د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

پينځم باب

د صادق کولو نتيجه

۱ په دې وجه کله نه چې مونږ د ايمان په وسيله صادق کړے شُو نو د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک سره زمونږ صُلح ده، ۲ د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک په فضل کښې هغه ځائ وموندو چرته چې اوس مونږ يُو، او مونږ د خُدائ پاک د لويئ په اُميد کښې خوشحالى کوُو. ۳ نۀ صرف دا بلکې مونږ په خپلو تکليفونو هم خوشحالى کوُو، ځکه چې مونږ ته دا معلومه ده چې تکليفونه د برداشت طاقت پېدا کوى، ۴ او برداشت نه اخلاق پېدا کيږى، او اخلاق نه اُميد پېدا کيږى، ۵ او دا اُميد مونږ شرمېدو ته نۀ پرېږدى، ځکه چې د خُدائ پاک مينه زمونږ په زړونو کښې د هغه روحُ القُدس په وسيله اچولے شوې ده کوم چې مونږ ته راکړے شوے دے. ۶ ځکه کله چې مونږ لا بې‌وسه وُو، نو مسيح په صحيح وخت کښې د بې‌دينو دپاره خپل ځان قربان کړو. ۷ د يو صادق انسان دپاره به په مشکله څوک خپل ځان قربان کړى. خو کېدے شى چې د يو نېک او مهربانه کس دپاره څوک خپل ځان قربان کړى. ۸ خو خُدائ پاک خپله مينه مونږ ته داسې ثابته کړه، چې کله مونږ لا په ګناه کښې اخته وُو نو مسيح زمونږ دپاره مړ شو. ۹ مونږ چې د مسيح د وينې په وسيله صادقان شُو، نو دا نوره هم يقينى شوه چې مونږ به د هغۀ په وسيله د خُدائ پاک د غضب نه هم بچ شُو. ۱۰ ځکه چې کله مونږ د خُدائ پاک دشمنان وُو نو مونږ د هغۀ د زوئ د مرګ په وسيله ورسره رضا شُو، او د دې نه زيات، د هغۀ د زوئ د ژوند په وسيله به بچ شُو. ۱۱ خو مونږ د دې نه زيات د خپل مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله په خُدائ پاک فخر کوُو د چا په وسيله چې مونږ د خُدائ پاک سره رضا شوى يُو.

حضرت آدم او حضرت عيسىٰ مسيح

۱۲ نو څنګه چې ګناه د يو انسان په وسيله دُنيا ته راغله، او د ګناه په وسيله مرګ راغلو. او دغه شان مرګ په ټول انسانى نسل قبضه وکړه، ځکه چې ټولو بنى آدمو ګناه وکړه. ۱۳ د شريعت نه وړاندې ګناه دُنيا ته راغلې وه، خو چې کله شريعت نۀ وى نو ګناه هم ګناه نۀ حسابيږى. ۱۴ خو د آدم نه تر موسىٰ پورې مرګ په دُنيا غالب وو په هغه چا هم چې د آدم په شان ګناه يې نۀ وه کړې، آدم د راتلونکى عيسىٰ دپاره يو نمونه وو. ۱۵ خو د آدم د نافرمانۍ او د خُدائ پاک په فضل کښې لوئ فرق دے. ځکه چې د دې يو انسان يعنې د آدم نافرمانۍ په ټولو مرګ نازل کړو خو د خُدائ پاک فضل او بخښنه د دې نه لويه ده ځکه چې د يو انسان يعنې عيسىٰ مسيح په وسيله يې هر چا ته ورکړه. ۱۶ او بيا دا چې د خُدائ پاک د فضل او د آدم د نافرمانۍ په نتيجه کښې غټ فرق دے ځکه چې د آدم نافرمانۍ دُنيا مجرمه کړه، کۀ څۀ هم چې مونږ ډېر ګناه ګار وُو خو د خُدائ پاک فضل مونږ د هغۀ سره پخلا کړو. ۱۷ کۀ چرې د يو سړى په نافرمانۍ د مرګ بادشاهى شوه، نو د خُدائ پاک فضل به د دې په مقابله کښې ډېر زيات وى او د هغۀ د صداقت بخښنه به ژوندون وى، د هغه يو سړى په وسيله چې عيسىٰ مسيح دے. ۱۸ نو بيا دا چې د يو سړى د نافرمانۍ په وجه ټول خلق مجرمان شول نو د يو سړى د صداقت په وجه ټول خلق راستباز کېدے شى او ژوندون هم حاصلولے شى. ۱۹ ځکه چې د يو سړى په نافرمانۍ ډېر ګناه ګار شول نو هم دغه شان د يو سړى په فرمانبردارۍ به ډېر صادقان هم شى. ۲۰ خو شريعت ځکه راغلو چې خلقو ته پته ولګى چې هغوئ څومره ګناهګار دى. خو چرته چې نافرمانى زياته شى نو هلته فضل د هغې نه نور هم زيات شى. ۲۱ ځکه څنګه چې ګناه د مرګ په وسيله خپله بادشاهى قائمه کړه، دغه شان د خُدائ پاک فضل هم د صداقت په وسيله خپله بادشاهى کوى چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله مونږ د تل ژوندون طرف ته بوځى.