د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

درېم باب

۱نو بيا يهودى په غېر يهودى باندې څۀ غوره والے لرى؟ او يا د سنت کېدلو فائده څۀ ده؟ ۲په هر لحاظ سره ډېره فائدې لرى. د ټولو نه اوله دا چې د خُدائ پاک کلام يهوديانو ته حواله شو. ۳دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بې‌وفا وُو، خو ولې د دوئ بې‌وفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟ ۴نه، هيڅکله نه. کۀ چرې هر بنى آدم دروغژن وى خو خُدائ پاک به همېشه رښتونے وى، لکه چې په صحيفو کښې ليکلى دى چې، ”تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتونے وګرځې او په خپل عدالت کښې دې کامياب شې.“ ۵خو کۀ چرې ځينې خلق داسې وائى چې زمونږ بدکارى د خُدائ پاک د اِنصاف د ښکاره کولو سبب کېدے شى، نو بيا مونږ په دې کښې څۀ وئيلے شُو؟ ولې دا د خُدائ پاک بې‌اِنصافى ده چې خُدائ پاک په مونږ غضب نازلوى؟ زۀ دا د يو انسان په توګه وايم. ۶نه، هيڅکله نه. کۀ چرې خُدائ پاک اِنصاف کوونکے نۀ وى، نو بيا به هغه د دُنيا عدالت څنګه وکړى؟ ۷خو کۀ چرې زما د دروغو په وجه د خُدائ پاک حقيقت او د هغۀ لوئى ښکاره کيږى نو ولې بيا زۀ اوس هم د ګناه ګار په توګه مجرم ګڼلے شم؟ ۸لکه څنګه چې ځينې خلق په مونږ دا اِلزام لګوى چې مونږ خلقو ته داسې وايو چې، راځئ چې مونږ بد وکړو چې نېکى ترې پېدا شى، نو کوم خلق چې په مونږ داسې اِلزام لګوى هغوئ د سزا لائق دى.

څوک هم صادق نۀ دے

۹نو مونږ بيا څۀ وئيلے شُو؟ ولې مونږ د نورو نه ښۀ يو څۀ؟ نه، بلکل نه. ځکه چې مونږ د مخکښې نه دا اِلزام لګولے دے چې يهوديان او غېر‌يهوديان دواړه يو شان د ګناه په قبضه کښې دى. ۱۰لکه چې صحيفې وائى چې، ”څوک هم صادق نۀ دے، بلکل يو کس هم نشته. ۱۱داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى. ۱۲ټول اوړېدلى دى، او ټول بې‌کاره شوى دى. يو هم نيک کار نۀ کوى، يو کس هم نشته. ۱۳د هغوئ مرۍ د پرانستى قبرونو په شان دى، هغوئ د خپلو ژبو سره دوکې ورکوى، د هغوئ د شونډو لاندې د مارانو زهر پراتۀ دى. ۱۴د هغوئ خولې د لعنتونو نه او د ترخو خبرو نه ډکې دى. ۱۵د هغوئ پښې د وينې د تويولو دپاره په منډه دى. ۱۶تباهۍ او بربادۍ د هغوئ په لارو کښې دى. ۱۷هغوئ د سلامتۍ د لارې نه نا آشنا دى. ۱۸هغوئ بلکل د خُدائ پاک نه يره نۀ کوى.“ ۱۹اوس مونږ په دې پوهيږو چې شريعت د هغه خلقو دپاره دے چا ته چې هغه ورکړے شوے دے، د شريعت مقصد صرف دا دے چې څوک بهانه نۀ شى کولے. شريعت مونږ ته دا راپه ګوته کوى چې ټوله دُنيا به د خُدائ پاک په حضور کښې حساب کِتاب ورکوى. ۲۰ځکه چې يو بنى آدم به هم په شريعت د عمل کولو په وجه د خُدائ پاک په وړاندې صادق نۀ وى ځکه چې د شريعت په وسيله ګناه پېژندلے کيږى.

د ايمان په وسيله صداقت

۲۱خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى. ۲۲لار دا ده چې عيسىٰ مسيح باندې ايمان راوړلو سره خُدائ پاک مونږ صادقان جوړوى، دا لار د ټولو دپاره ده، په هيچا کښې هم فرق نشته. ۲۳ځکه چې ټولو ګناه کړې ده او د خُدائ پاک د لويئ نه محروم دى. ۲۴خو هغوئ د خُدائ پاک په فضل سره مفت صادق شول د هغه خلاصون په وسيله چې په عيسىٰ مسيح کښې دے. ۲۵ځکه چې خُدائ پاک مسيح د دې دپاره مقرر کړے وو چې د هغۀ د قربانۍ په کفاره او په هغۀ د ايمان په وسيله ګناهونه ووينځى. او هغۀ دا کار د دې دپاره وکړو چې خپل صداقت ښکاره کړى. ځکه چې خُدائ پاک صابر دے او په تېرو شوو ګناهونو يې څۀ غم غرض ونۀ کړو، ۲۶د دې دپاره چې په دې زمانه کښې دا خبره ثابته او ښکاره کړى چې هغه په خپله صادق دے او هر هغه سړے صادق حسابوى چې په عيسىٰ مسيح يې ايمان وى. ۲۷نو بيا مونږ په دې فخر وکړو چې د خُدائ پاک په نزد ګنې مونږ ښۀ کار کړے دے؟ نه، مونږ په دې فخر نۀ شُو کولے ځکه چې زمونږ صداقت د شريعت په بنياد نه بلکې د ايمان په وسيله دے. ۲۸ځکه مونږ دا وايو چې خُدائ پاک بنى آدم د ايمان په وسيله صادق کوى، نۀ چې د شريعت په کارونو. ۲۹ولې خُدائ پاک يواځې د يهوديانو خُدائ پاک دے؟ ولې هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک نۀ دے څۀ؟ بې‌شکه هغه د غېر‌يهوديانو خُدائ پاک هم دے. ۳۰ځکه چې خُدائ پاک يو دے او هغه به سنت شوى د ايمان په وسيله او ناسنته هم د ايمان په وسيله صادق کړى. ۳۱نو بيا ولې مونږ د ايمان په وسيله شريعت شا ته غورزوو؟ هيڅکله نه، بلکې مونږ خو شريعت نور هم مضبوطوو.