د یوحنا رسول مکاشفه

درېم فصل

د ساردیس کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۱د ساردیس د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې د خدای اووه روحونه او اووه ستوري ورسره دي چې د خدای خدمت کوي.
  • زه ستاسو د کلیسا د ټولو کارونو څخه خبر یم، تاسو تش په نامه ژوندي یئ، خو تاسو مړه یئ. ۲بېداره شئ او هغه څه چې په تاسو کې پاتې دي او د مړه کېدلو په حال کې دي هغه قوي کړئ، ځکه چې ما ستاسو یو کار هم ونه لیده چې د خدای په نظر کې کامل وي. ۳تاسو چې کوم څه زده کړي او اورېدلي دي، هغه په یاد ولرئ، عمل پرې وکړئ او توبه وباسئ. که تاسو بېدار نه شئ، نو زه به لکه د غله په شان ناڅاپه درشم او تاسو به خبر نه شئ چې زه څه وخت راغلم. ۴خو بیاهم ستاسو سره په ساردیس کې ځینې خلک شته چې خپل کالي یې په بدیو چټل کړي نه دي. هغوی به په سپینو کالیو کې زما سره ګرځي، ځکه چې د دې لایق دي. ۵هرڅوک چې بریالی شي، نو همداسې سپین کالي به ورته واغوستل شي او زه به هېڅکله د هغه نوم د ژوندون د کتاب نه لېرې نه کړم، بلکې زه به د خپل پلار او د هغه د فرښتو په حضور کې اقرار وکړم چې هغه زما دی.
  • ۶څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»

د فیلادلفیا کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۷د فیلادلفیا د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې هغه سپېڅلی او رښتینی دی او دا هغه څوک دی چې د داود د پاچاهۍ کیلي ورسره ده، هغه چې کومه دروازه خلاصه کړي، نو هېڅوک نه شي کولای چې هغه بنده کړي او کومه دروازه چې بنده کړي، نو هېڅوک یې نه شي خلاصولی.
  • ۸ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. ګوره، ما ستاسو په مخ یوه دروازه خلاصه کړې ده چې هېڅوک یې بندولی نه شي. زه پوهېږم چې تاسو کمزوري یئ، خو تاسو زما په کلام باندې عمل کړی دی او زما د نوم نه منکر شوي نه یئ. ۹ګورئ، زه به هغه کسان چې د شیطان د کنیسې څخه دي او ځانونه یهودیان بولي، خو هغوی یهودیان نه دي او دروغ وایي، راولم او ستاسو پښو ته به پرېوځي او هغوی به پوه شي چې تاسو راباندې ګران یئ. ۱۰په دې خاطر چې تاسو په صبر او زغم سره زما په کلام باندې عمل کړی دی، نو زه به هم تاسو د ازمېښت د هغه ساعت نه وساتم چې د نړۍ په ټولو خلکو باندې به راځي. ۱۱زه زر راځم. نو څه چې درسره دي هغه ټینګ وساتئ، ترڅو هېڅوک ونه شي کولای ستاسو تاج واخلي. ۱۲څوک چې بریالی شي، نو زه به د هغه نه د خپل خدای د کور ستنه جوړه کړم او هغه به هېڅکله د هغه ځای څخه دباندې ونه وځي. زه به په هغه باندې د خپل خدای نوم ولیکم او د خپل خدای د ښار یعنې نوي اورشلیم نوم چې د اسمان نه د خدای له خوا راښکته کیږي، ولیکم او همدارنګه خپل نوی نوم به په هغه باندې ولیکم.
  • ۱۳څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»

د لایودیکیې کلیسا ته د عیسی مسیح پیغام

۱۴د لایودیکیې د کلیسا فرښتې ته ولیکه:

  • «دا د هغه چا خبرې دي چې امین دی، هغه وفادار او رښتینی شاهد دی او د خدای د پیدایښت پیل دی.
  • ۱۵ستاسو کلیسا چې کوم کارونه کړي دي زه د هغو ټولو نه خبر یم. زه پوهېږم چې تاسو نه ساړه یئ او نه تاوده، بلکې نیمګړي یئ. کاشکې چې تاسو تاوده یا ساړه وای، ۱۶خو دا چې تاسو نه تاوده یئ او نه ساړه، بلکې نیمګړي یئ. نو زه به تاسو د خپلې خولې نه دباندې وغورځوم. ۱۷ځکه تاسو وایئ: ‹مونږ شتمن یو، مونږ هرڅه لرو او هېڅ شي ته اړتیا نه لرو،› خو تاسو نه پوهېږئ چې تاسو بدبخته، بېچاره، غریب، ړانده او لوڅ یئ. ۱۸زه تا ته مشوره درکوم چې زما څخه داسې سره زر واخله چې په اور کې پاک شوي دي چې شتمن شې، سپین کالي راڅخه واخله چې ته یې واغوندې چې د لوڅوالي شرم دې پټ شي او د سترګو ملهم راڅخه واخله چې په لګولو سره یې ستا سترګې بینا شي. ۱۹زه هغه څوک رټم او اصلاح کوم چې په ما ګران وي، نو غیرتمند اوسئ او توبه وباسئ. ۲۰ګورئ، زه په دروازه کې ولاړ یم او هغه ټکوم. که څوک زما اواز اوري او دروازه خلاصه کړي، نو زه به ورننوځم. زه به د هغه سره او هغه به زما سره ډوډۍ وخوري. ۲۱څوک چې بریالی شي، نو زه به ورته دا حق ورکړم چې زما سره زما په تخت باندې کښېني، لکه څنګه چې زه بریالی شوم او د خپل پلار سره په تخت باندې کښېناستم.
  • ۲۲څوک چې غوږونه لري، نو څه چې روح القدس کلیساګانو ته وایي، هغو خبرو ته دې غوږ ونیسي!»