د يوحنا رسول رويا

درېم باب

د سرديس جماعت دپاره پېغام

۱”د سرديس د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، چا سره چې د خُدائ پاک اووۀ روحونه او اووۀ ستورى دى هغه دا وائى چې زۀ ستا په ټول عمل خبر يم چې تۀ تش په نوم ژوندے يې خو يې مړ. ۲بېدار شه او څۀ چې پاتې دى، او مړ کېدو ته نزدې دى هغه مضبوط کړه، ستا کارونه هم ما د خپل خُدائ پاک په نظر کښې پوره ونۀ ليدل. ۳کوم تعليم چې تا ته درکړے شوے دے او تا اورېدلے دے، هغه ياد ساته او عمل پرې کوه او توبه وباسه. کۀ تۀ بېدار نۀ شې نو زۀ به د غل په شان درشم او تا ته به زما د راتلو د وخت پته ونۀ لګى. ۴خو بيا هم په سرديس کښې تاسو سره ځينې داسې کسان شته چې هغوئ خپلې جامې پليتې کړې نۀ دى، هغوئ به ما سره په سپينو جامو کښې ګرځى ځکه چې هغوئ د دې لائق دى. ۵هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ ته به دغسې سپينې جامې وراغوستلے شى او د هغوئ نوم به زۀ هيڅکله هم د ژوندون د کِتاب نه ونۀ باسم او زۀ به د خپل پلار او د هغۀ د فرښتو د وړاندې دا اعلان وکړم چې هغوئ زما خپل دى. ۶د چا چې غوږونه وى، هغوئ دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.

د فيلدِلفيه د جماعت دپاره پېغام

۷د فيلدِلفيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، هغه څوک چې قُدوس او رښتينے دے داسې فرمائى چې ورسره د داؤد چابى ده او هغه چې دروازه کولاو کړى نو څوک به يې هم بنده نۀ کړى او چې هغه دروازه بنده کړى نو څوک به يې هم کولاو نۀ کړى، هغه داسې وائى چې ۸زۀ ستا د ټولو عملونو نه خبر يم. وګوره، ما تا ته ستا په وړاندې يوه دروازه کولاو کړې ده چې هيڅوک يې بندولے نۀ شى. زۀ پوهېږم چې ستا طاقت کم دے خو بيا هم تا زما کلام منلے دے او زما د نوم نه منکر شوے نۀ يې. ۹ګوره، د شېطان د قبيلې نه به هغوئ راولم چې ځان ته يهوديان وائى خو نۀ دى بلکې دروغژن دى، هغوئ به درشى او ستا په پښو به پرېوځى او هغوئ به په دې پوهه شى چې تۀ زما محبوب يې. ۱۰ځکه چې تا زما کلام په صبر سره برداشت کړے دے او مضبوط پرې ولاړ يې، زۀ به هم تا د هغه آزمېښت د وخت نه چې د ټولې دُنيا په خلقو راتلونکے دے، بچ کړم. ۱۱زۀ زر درځم او څۀ چې درسره دى په هغې ټينګ پاتې شه چې څوک دې هم د خپل تاج نه محرومه نۀ کړى. ۱۲هر هغه څوک چې کامياب شى نو هغوئ به زما د خُدائ د کور ستن شى، او هغوئ به هر وخت په هغې کښې اوسيږى. زۀ به په هغوئ د خپل خُدائ نوم وليکم او هغوئ به زما د خُدائ پاک د ښار اوسېدونکى شى يعنې د نوې يروشلم کوم چې د آسمان نه ښکته راځى او زۀ به پرې خپل نوے نوم وليکم. ۱۳د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.

د لوديکيه جماعت دپاره پېغام

۱۴د لوديکيه د جماعت فرښتې ته دا پېغام وليکه، دا پېغام د هغه چا د طرفه دے چې آمين دے، څوک چې وفادار رښتينے ګواه دے او د خُدائ پاک د نوى خلقت شروع ده. هغه فرمائى چې ۱۵ما ته ستا د ټولو عملونو پته ده، تۀ خو نۀ يخ يې او نۀ ګرم. کاش چې تۀ يا خو يخ وے يا ګرم. ۱۶نو چونکې نۀ خو تۀ ګرم يې او نۀ يخ، بلکې تړم يې، زۀ به تا د خپلې خولې نه وتُوکم. ۱۷ځکه چې تۀ وائې چې زۀ مالدار او دولتمند يم او د څۀ څيز حاجتمند نۀ يم. حقه خو دا ده چې تۀ په دې نۀ پوهېږې چې تۀ څومره قابلِ رحم، بدنصيبه، خوار، ړوند او بربنډ يې. ۱۸په دې وجه زۀ تا له دا مشوره درکوم چې زما نه په اور کښې صفا شوى سرۀ زر واخله چې مالدار شې او سپينې جامې رانه واخله چې ستا د بربنډتوب شرم پرې د ليدو نه پټ شى، او ملهم رانه واخله چې په سترګو کښې يې ولګوې او بينا شى. ۱۹زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه. ۲۰ګوره، زۀ په ور کښې ولاړ يم او ور وهم. او کۀ تۀ آواز اورې او ما ته ور کولاو کړې نو زۀ به درشم او يو بل سره به په شريکه روټۍ وخورو. ۲۱هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم. ۲۲د چا چې غوږونه وى، هغه دې واورى چې روحُ القُدس جماعتونو ته څۀ فرمائى.“