چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ بیا ما یو نوی اسمان او نوې ځمکه ولیدله، ځکه چې لومړنی اسمان او لومړنۍ ځمکه ورک شول او بحر نور نه ؤ. ۲ ما سپېڅلی ښار یعنې نوی اورشلیم ولیده چې د خدای له خوا د اسمان نه راښکته کېده او داسې تیار کړای شوی ؤ لکه چې ناوې د خپل مېړه دپاره سینګار شوې وي. ۳ ما د تخت نه یو لوړ اواز واورېد چې ویل یې: «ګورئ، اوس د خدای د اوسېدلو ځای د خلکو په منځ کې دی. خدای به د هغوی سره اوسیږي. هغوی به د هغه قوم وي او هغه په خپله به د هغوی په منځ کې د هغوی خدای وي. ۴ خدای به د هغوی د سترګو ټولې اوښکې وچې کړي. نور به مرګ، ویر، ژړا او درد نه وي، ځکه چې پخواني شیان تېر شوي دي.»
۵ هغه کس چې په تخت ناست ؤ، ویې ویل: «ګورئ، زه ټول شیان نوي کوم.» همدارنګه هغه راته وویل: «دا ولیکه، ځکه چې دا خبرې د باور وړ او رښتیا دي.» ۶ او بیا یې ماته وویل: «دا وشول! زه الف او یا، پیل او پای یم. هرڅوک چې تږی وي زه به هغه ته د چینې څخه د ژوندون اوبه په وړیا توګه ورکړم. ۷ څوک چې بریالی شي، هغه به د دې ټولو برکتونو وارث شي. زه به د هغه خدای یم او هغه به زما اولاد وي. ۸ خو د وېرېدونکو، بېایمانانو، فاسدانو، قاتلانو، زناکارانو، جادوګرانو، بتپرستانو او ټولو دروغجنو خلکو ځای به د اور په بحیره او سوځېدونکو ګوګړو کې وي. دا دوهم مرګ دی.»
۹ بیا د هغو اوو فرښتو څخه یوه فرښته چې د اوو بلاګانو نه ډک جامونه ورسره وو، ماته راغله او ویې ویل: «راشه، زه به تاته ناوې یعنې د وري ښځه دروښایم.» ۱۰ بیا کله چې زه د روح القدس تر اغېزې لاندې وم، فرښتې زه د یو ډېر لوړ غره څوکې ته بوتلم او د اورشلیم سپېڅلی ښار یې چې د خدای له خوا د اسمان څخه راښکته کېده، راته وښوده. ۱۱ دا ښار د خدای په جلال روښانه ؤ. هغه د قیمتي تیږو په شان ځلېده او د لعل او بلور په شان صفا ؤ. ۱۲ دې ښار لوی او لوړ دېوالونه درلودل او دولس دروازې یې لرلې او په هره دروازه کې یې فرښته ولاړه وه. په دروازو باندې د اسراییلو د قوم د دولسو قبیلو نومونه لیکل شوي وو. ۱۳ درې دروازې د ختیځ خواته، درې د شمال خواته، درې د جنوب خواته او درې دروازې د لوېدیځ خواته وې. ۱۴ د ښار دېوال په دولسو بنیادونو باندې جوړ شوی ؤ او په هغو باندې د وري د دولسو رسولانو نومونه لیکل شوي وو.
۱۵ کومې فرښتې چې زما سره خبرې کولې د هغې په لاس کې د سرو زرو یو متر ؤ چې د ښار او د هغه د دروازو او دېوالونو اندازه ورباندې معلومه کړي. ۱۶ ښار د مربع په شکل جوړ شوی ؤ چې اوږدوالی او پلنوالی یې یوشان ؤ او فرښتې د هغه متر په وسیله دا ښار اندازه کړ چې دولس زره ستادیا ؤ. د هغه اوږدوالی، پلنوالی او لوړوالی یو برابر ؤ. ۱۷ بیا هغې دېوالونه اندازه کړل چې یو سل او څلور څلوېښت کیوبټ لوړوالی یې درلود چې دا د انساني معیار له مخې ؤ چې فرښتې ورڅخه هم کار اخیسته. ۱۸ دېوال د لعلونو څخه جوړ شوی ؤ په داسې حال کې چې خپله ښار د سوچه سرو زرو نه جوړ شوی ؤ او د ښیښې په شان صفا ؤ. ۱۹ د ښار د دېوالونو بنیادونه په ډول ډول قیمتي تیږو باندې سینګار کړای شوي وو. لومړنی بنیاد د لعلونو، دوهم د لاجوردو، درېم د سپینو عقیقو، څلورم د زمردو، ۲۰ پنځم د سرو عقیقو، شپږم د جیګري عقیقو، اووم د زبرجدو، اتم د شینچکي یاقوتو، نهم د زیړو یاقوتو، لسم د شنو عقیقو، یوولسم د فېروزې او دولسم د بانجاني یاقوتو څخه جوړ شوی ؤ. ۲۱ هغه دولس دروازې دولس مرغلرې وې، یعنې هره دروازه د یوې مرغلرې څخه جوړه شوې وه. د ښار لوی سرک د سوچه سرو زرو او د ښیښې په شان صفا ؤ.
۲۲ ما په ښار کې د خدای کور ونه لیده، ځکه چې مطلق قادر څښتن خدای او وری خپله د دې ښار د خدای کور دی. ۲۳ هغه ښار د لمر یا د سپوږمۍ رڼا ته اړتیا نه لري، ځکه چې د خدای جلال هغه روښانه کوي او وری د هغه څراغ دی. ۲۴ د هغه په رڼا کې به قومونه ګرځي او د نړۍ پاچاهان به د خپل شان او شوکت سره هغه ته ورننوځي. ۲۵ د ښار دروازې د ورځې له خوا هېڅکله نه بندیږي او هلته به هېڅ شپه نه وي. ۲۶ هغوی به د قومونو شان او شوکت او عزت دې ښار ته راوړي. ۲۷ خو هېڅ ناپاکه شیان به دې ښار ته ورننوتلی نه شي او نه به هغه څوک چې د کرکې وړ کارونه کوي او نه دروغجن خلک. یوازې هغه کسان به هغه ښار ته ورننوځي چې نومونه یې د وري د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.