چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ خدای ته سندرې د خوښۍ ووایئ چې دی قوت زمونږه
د خوشحالۍ ووهئ چیغې د یعقوب خدای ته!
۲ سازونه پیل کړئ او چمبې ووهئ
وغږوئ د خوشحالۍ ساز
په ربابونو او چنګونو سره
۳ د اختر دپاره ووهئ سرنی
په هغه وخت کې چې شي میاشت نوې
او په داسې وخت کې چې پوره شي سپوږمۍ
۴ دا یو قانون دی اسراییلو کې
دا دی یو حکم د یعقوب د خدای
۵ هغه جوړ کړ یو قانون یوسف دپاره
چې کله یې وکړه حمله د مصر خاوره باندې
یو نااشنا اواز مې واورېد چې ویل یې داسې:
۶ «ستاسو اوږو نه مې اوچت کړل درانه بارونه
او تاسو مې خلاص کړئ له درندو کارونو
۷ کله چې تاسو وئ تکلیف کې اخته
ومو کړ ماته فریاد او تاسو مې وژغورلئ
له تندریځې ورېځې در مې کړ ځواب درته
ومې ازمایلئ تاسو د مریبه د چینو څنګ کې
۸ ای زما قومه واورئ زه درکومه اخطار!
ای اسراییلو کاشکې تاسو ماته غوږ ونیسئ!
۹ پردی خدای دې ستاسو منځ کې نه وي
سجده ونه کړئ بېګانه خدای ته
۱۰ زه څښتن خدای یم ستاسو
چې مې د مصر نه راوویستلئ
خلاصې مو خولې کړئ زه به ماړه کړم تاسو
۱۱ خو زما قوم ماته غوږ ونه نیوه
او اطاعت ونه کړ اسراییلیانو زما
۱۲ نو ځکه پرېښودل مې دوی
د خپل سخت زړه عملونو لره
چې وي روان په خواهشاتو د نفسونو پسې
۱۳ کاشکې خپل قوم مې راته غوږ ونیسي
اسراییل کاشکې زما په لاره لاړ شي
۱۴ زه به زر ماتې ورکړم د هغوی دښمن ته
او رقیبانو د هغوی باندې به
پورته کړم خپل لاس
۱۵ چا چې نفرت کاوه له ما نه
زما په مخکې به ټیټ کړي
سرونه خپل له وېرې ځینې
دوی تر ابده به سزا وویني
۱۶ خو تاسو ته به درکړم د ښو غنمو خوراک
او تاسو ماړه به کړمه د ځنګل په شاتو»