۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

اووۀ اويايم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت آسف د يدوتون دپاره، يو زبور

۱ ما د مدد دپاره خُدائ پاک ته ژړا وکړه،

ما ژړا وکړه خُدائ پاک ته چې زما واوره.

۲ کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو.

ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو.

خو بيا هم زما زړۀ بې‌قراره وو.

۳ اے پاکه خُدايه، په دردونو کښې زۀ تا يادوم،

او روح مې مړاوے شو او زۀ په فکر کښې ډوب شوم.

۴ ستا نه ټوله شپه سترګې پټولے نۀ شم،

زۀ د ډېرې پرېشانۍ نه خبرې کولے نۀ شم.

۵ ما په تير شوو ورځو سوچ کولو،

په تېر شوو کالونو باندې مې سوچ کولو.

۶ ما ټوله شپه خپل سرودونه يادول،

په سوچونو کښې ډوب شوے وم او سوالونه راته پېدا شول،

۷ ”ولې مالِک خُدائ به د تل دپاره ما شړى څۀ؟

ولې هغه به بيا خپله مِهربانى ما ته نۀ ښائى څۀ؟

۸ ولې د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د تل دپاره ختمه شوه څۀ؟

ولې د هغۀ وعده د تل دپاره ناکاميابه شوه څۀ؟

۹ ولې خُدائ پاک مهربانى هېره کړې ده څۀ؟

ولې په غصه کښې هغۀ خپل رحم واپس کړے دے څۀ؟“

۱۰ نو بيا ما خپل ځان سره ووئيل چې، ”زۀ څومره دردمند يم،

چې د خُدائ تعالىٰ ښے لاس نور ما سره نۀ دے.“

۱۱ زۀ به د مالِک خُدائ کارونه راپه ياد کړم.

زۀ به ستا پخوانۍ معجزې رايادې کړم،

۱۲ زۀ به ستا په ټولو کارونو سوچ وکړم،

او ستا په ټولو کارونو به فکر وکړم،

۱۳ اے پاکه خُدايه، ستا لارې او طريقې مقدسې دى،

داسې کوم يو خُدائ دے چې زمونږ خُدائ پاک ته رسى؟

۱۴ تۀ هغه خُدائ پاک يې چې معجزې کوى،

تۀ خپل قدرت د قومونو په مينځ کښې ښکاره کوې.

۱۵ په خپلو تکړه لاسونو دې خپلو خلقو ته خلاصون ورکوې،

د يعقوب او د يوسف اولاد ته خلاصون ورکوې.

۱۶ اے پاکه خُدايه، کله چې اوبو تۀ وليدلې،

نو په اوبو باندې يرې نه لړزان راغلو،

او په ژورو اوبو باندې سخته يره راغله.

۱۷ وريځو بارانونه راوورول،

او په آسمان کښې د تندر آوازونه شول،

او ستا د برېښنا غشى په کښې پړقېدل.

۱۸ ستا د تندر آوازونه په طوفان کښې واورېدے شول،

ستا برېښنا ټوله دُنيا رڼا کړه،

زمکه په لړزان او رپېدو شوه.

۱۹ ستا لار د سمندر په مينځ کښې ده،

او په خطرناکو اوبو کښې ستا لاره ده،

کۀ څۀ هم چې د پښې نښه دې نۀ ښکارېده.

۲۰ تا د خپلو خلقو رهنمائى لکه د رمو وکړه،

د هارون او د موسىٰ په لاس دې د هغوئ رهنمائى وکړه.