۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

پينځۀ اويايم زبور

د سرود مشر دپاره: د آسف يو زبور چې په ساز کښې وغږولے شو مۀ تباه کوئ

د خُدائ پاک عدالت کول

۱ مونږ پاکه خُدايه ستا شُکر کوُو،

مونږ شُکر کوُو چې ستا نوم نزدې دے،

او خلق ستا د عجيبه کارونو په حقله خبرې کوى.

۲ تا وفرمائيل چې، ”مقرر شوے وخت زۀ په خپله خپل ځان له خوښوم،

دا زۀ يم چې دغه رنګ د اِنصاف فېصلې کوم.

۳ کله چې دُنيا او هر ژوندے څيز هم په کښې لړزيږى،

خو دا زۀ يم چې د دې ستنې مې کلکې نيولى دى.

۴ مغرُورو ته وايمه چې لافې نۀ کوى،

او بدکارانو ته وايمه چې په خپل قدرت فخر نۀ کوى،

۵ خپل ښکرونه د آسمان خلاف مۀ اوچتوئ،

او په هسکه غړۍ خبرې مۀ کوئ.“

۶ هيڅ څوک د مشرق نه تر مغربه پورې نشته،

او نۀ په صحرا کښې څوک شته چې انسان اوچت کړى.

۷ خو دا خُدائ پاک دے څوک چې اِنصاف کوى،

او هغه يو لاندې کوى او بل اوچتوى.

۸ د مالِک خُدائ په لاس کښې پيالۍ ده،

چې د هغۀ د غضب د ترخو ميو نه ډکه ده،

هغه يې توئيوى چې د دُنيا ټول بدعمله خلق يې تر آخره پورې وڅښى.

۹ خو زۀ به يې تر ابده پورې ستايم،

زۀ به په سندرو کښې د يعقوب د خُدائ پاک ثناء صِفت کوم.

۱۰ مالِک خُدائ فرمائى چې زۀ به د ټولو شريرانو ښکرونه مات کړم،

خو د نېکانو ښکرونه به اوچت کړم.