چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ای خدایه ته ما خلاص کړه
ای څښتنه، زر کومک راسره وکړه
۲ هغوی چې هڅه کوي ما ووژني
هغوی دې ماتې سره مخ شي وارخطا دې شي
چې زما په کړاوونو خوشحالي کړي
هغوی دې تېښتې سره مخ شي او رسوا دې شي
۳ څوک چې په ما باندې ملنډې وهي
له خپلې ماتې دې دوی وبوګنیږي
۴ هغه ټول خلک چې کړي تاته رجوع
شي دې خوشحاله او خوښي دې کړي له تا نه
هغه چې مینه کړي ستا د خلاصون سره
او دوی دې تل وایي:
«څومره عظیم دی خدای»
۵ زه یم غریب او زه محتاج یمه
زر شه او زما کومک ته راشه خدایه
ته مې مددګار او خلاصوونکی یې
بیړه وکړه او کومک لره مې راشه ای څښتنه!