۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

درې شپېتم زبور

زما ځان د خُدائ تږے دے

د حضرت داؤد يو زبور کله چې هغه د يهوداه په بيابان کښې وو

۱ اے خُدايه، تۀ زما خُدائ پاک يې.

د زړۀ نه ستا په لټون کښې يم،

روح او زما ځان ستا تږے دے،

لکه اوبۀ چې نۀ وى په زمکه خشکه او شاړه.

۲ تۀ ما په خپل مقدس مقام کښې ليدلے يې،

او ستا جلال او زور هم ما ليدلے دے.

۳ ستا نۀ ختمېدونکې مينه د ژوند نه ښۀ ده،

نو ځکه به زما شونډې ستا لوئى بيانوى.

۴ ترڅو چې زۀ ژوندے يم ستا ثناء صِفت به ادا کوم،

او خپل لاسونه به په دُعا کښې ستا په نوم پورته کړم.

۵ ځان به زما داسې موړ شى لکه په غوره خوراک.

زۀ به په خوشحالۍ سره وايم ستا ثناء او صِفت،

۶ زۀ چې پروت يمه په کټ کښې هم تا يادوم،

ستا په حقله شپه کښې ټوله شپه فکر کوم.

۷ ځکه چې تۀ زما مددګار يې،

په سورى د وزرو کښې ستا د خوشحالۍ سندرې وايم.

۸ ما خپل ځان تا پورې تړلے دے،

ستا زورَور لاس زۀ په امان کښې ساتلے يم.

۹ څوک چې کوشش کوى زما د وژلو،

خو دوئ به ټول لاړ شى لاندې د خاورو.

۱۰ په جنګ کښې به هغوئ لاندې شى د تُورو،

او دوئ به شى خوراک د ګيدړانو.

۱۱ خو بادشاه به خوشحاليږى د خُدائ پاک په نوم،

او ټولو چا چې د خُدائ په نوم قسم خوړلے،

هغوئ به د هغۀ ثناء صِفت کوى،

ځکه چې د دروغژنو خولې به بندې شى.