۰:۰۰ / ۰:۰۰

زبور شريف

نهه پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور د هغه وخت په حقله کله چې ساؤل فوجيان د داؤد کور ته ورولېږل چې هغه مړ کړى. چې ”مۀ تباه کوئ“ د ساز په حقله ووئيلے شو

د حفاظت دپاره دُعا

۱ ما د خپلو دشمنانو نه خلاص کړه، پاکه خُدايه،

څوک چې زما خلاف حملې کوى ما د هغوئ نه بچ کړه.

۲ ما د بدکارانو نه بچ کړه،

ما د قاتلانو نه آزاد کړه.

۳ زما د وژلو دپاره پټ ناست دى،

او خطرناک دشمنان زما خلاف رايوځائ شوى دى،

کۀ څۀ هم ما د دوئ خلاف هيڅ ګناه نۀ ده کړې.

۴ چا سره مې هم بد نۀ دى کړى خو بيا هم ځان د حملې دپاره تياروى.

راپاڅه او حال مې ګوره چې څۀ وشول او مدد دپاره راشه.

۵ اے مالِکه قادر مطلق خُدايه، د بنى اِسرائيلو خُدايه،

راپاڅه او ټولو قومونو له سزا ورکړه،

دې بدکارو غدارانو باندې هيڅ رحم مۀ کوه.

۶ هغوئ هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو په شان راوځى،

کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.

۷ وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى،

د دوئ ‎ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى،

دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“

۸ خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، هغوئ پورې خندا کوې،

تۀ په دوئ ټولو غېر قومونو پورې مسخرې کوې.

۹ پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى،

خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.

۱۰ زما مينه ناک خُدائ به د مدد دپاره ما سره جوړه شى،

او ما ته به د خپلو دشمنانو شکست راپه ګوته کړى.

۱۱ خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله،

ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى.

په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه

او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،

۱۲ د خپلې خولې او د شونډو د ګناه په وجه چې کومه کوى،

په هم هغه ښيرو او دروغو او کبر کښې دې په خپله راګېر شى.

۱۳ په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه،

چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه.

نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه،

چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.

۱۴ زما دشمنان هر ماښام لکه د کوڅه ډب سپو راواپس کيږى،

کله چې د ښار په لارو کوڅو کښې ګشت کوى نو غپيږى.

۱۵ ګرځى لکه سپى هسې خوراک پسې،

پاتې چې شى اوږى، کوى سپى هسې غرار.

۱۶ خو زۀ به ستا طاقت بيانوم،

زۀ به ستا مينه هر سحر په خوشحالۍ سره ستايم.

هم دا تۀ زما اوچته قلعه او پناه ګاه يې

او په تکليفونو کښې زما خلاصون يې.

۱۷ تۀ زما زور او طاقت يې زۀ به ستا ثناء صِفت کوم،

تۀ په خپله زما پناه ګاه يې، پاکه خُدايه او کوې ما سره مينه.