چاپرښته ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ پښتو بائبلونه ﺍﻭ څ.ب.اِس ﺍﻭ یو.ب.اِس
۱ ای ټولو خلکو پړکوئ لاسونه!
د خدای ثنا په خوشحالۍ او لوړو چیغو وکړئ!
۲ چې هیبتناکه دی څښتن تعالی
هغه ډېر لوی پاچا دی
کوي حکومت ټولې دنیا باندې
۳ نورو قومونو باندې مونږ ته یې بری راکړی
او یې هغه قومونه لاندې کړل زمونږ ترپښو
۴ ده غوره کړې ځمکه مونږ دپاره ویاړو پر دې
مونږ د یعقوب اولاده خدای ورسره مینه چې کړي
۵ وخاته خدای خپل تخت ته
وې هلته چیغې د خوښۍ
هلته غږونه د سرنو وو
چې څښتن پورته لاړ
۶ وایاست سندرې او ثنا خدای ته!
وایاست سندرې او ثنا خپل شاه ته!
۷ ځکه چې خدای د ټول جهان پاچا دی
ثنا یې ووایاست سندرې باندې!
۸ خدای کړي پاچاهي ټولو قومونو باندې
خدای دی په خپل سپېڅلي تخت باندې ناست
۹ د قومونو رهبران دي راټول شوي په یو ځای
د ابراهیم د خدای د قومه سره
د دنیا ټول شاهان د خدای واک کې دي
هغه ډېر لوړ خدای دی